پر اوکراین د روسیې په برید کې پنځه کسان وژل شوي

د زاپوریژیا والي اېوان فېدوروف وایي، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د اوکراین پر سویل ختیځ ښار زاپوریژیا د روسیې په برید کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د فیدوروف لهخوا خپاره شوي انڅورونه ښیي، چې په دغه برید کې ګڼې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.




