• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ له ممداني سره لیدنه کې؛ موږ ډېرو موضوعاتو کې تر هغه ډېر توافق درلود چې ما فکر کاوه

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۸ GMT+۰

سیاست په رښتیا چې یو مخ نه‌لري؛ تر همدا څو ورځو مخکې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر زهران ممداني سختې نیوکې کولې، اوس چې ممداني د نیویارک د نوي ښاروال په توګه غوره شوی، ټرمپ ورته په سپینه ماڼۍ کې تود هرکلی کړی دی.

دا د نیویارک د نوي غوره شوي ښاروال ممداني او ټرمپ لومړۍ مخامخ لیدنه ده، چې مخکې یې د کډوالۍ او اقتصادي پالیسیو په اړه سخت اختلافونه درلودل. ټرمپ ان د ممداني د خوړلو پر طریقې، خبرو او کړو وړو هم نیوکې کړې وې.

د رویټرز د راپور له‌مخې، دا لیدنه د ممداني په غوښتنه ترسره شوې ده. له څو میاشتو لفظي نیوکو او رسنیزو اعتراضونو وروسته، دواړو لورو په سپینه ماڼۍ کې له یوبل سره د تفاهم په فضا کې سره ولیدل او په ځینو موضوعاتو کې نږدې نظرونه هم لري.

ټرمپ د خبريالانو په حضور کې وویل: «موږ ډېرو موضوعاتو کې تر هغه ډېر توافق درلود چې ما فکر کاوه. زموږ یو ګډ هدف دا دی، دغه ښار، چې موږ یې ډېر خوښوو، ښه پرمختګ وکړي.»

ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال، چې ممداني د هغه ترڅنګ ولاړ و، د هغه مبارزه وستایله او ویې ویل: «هغه د ډېرو سختو او هوښیارو کسانو پروړاندې، ډېره اغېزناکه مبارزه وکړه.»

ممداني هم وویل، له ټرمپ سره یې لیدنه د نیویارک د خلکو لپاره د ارزانه ژوند د برابرولو پر اړتیا متمرکزه وه.

ټرمپ زیاته کړه، چې دی غواړي سیاسي توپیرونه یوې خواته کړي. هغه وویل: «څومره چې هغه ښه کار وکړي، هغومره زه خوشحاله کېږم.»

ممداني په پرله‌پسې ډول د ټرمپ د کډوالۍ او نورو پالیسیو نیوکه کړې وې او ټرمپ هم ګواښ کړی و، چې ښايي د نیویارک فدرالي پیسې بندې کړي.
ټرمپ ممداني تر دې مخکې«کیڼ اړخی رادیکال لیونی، کمونیسټ او د یهودو ضد» بللی و، خو شواهد یې نه و وړاندې کړي، خو ممداني د شمالي اروپا د ډیموکراتیک سوسیالېزم پلوی دی، نه کمونیزم.

په دې لیدنه کې ټرمپ په ډېرې نرمې سره د ممداني د ښې مبارزې مبارکي هم ورکړې ده.

ممداني به د را روانې جنوري په لومړۍ د نیویارک د ښاروال په توګه لوړه وکړي.

هغه وویل: «زه به ولسمشر ته روښانه کړم په هغو موضوعاتو کې چې د نیویارک خلکو ته ګټه رسوي، همکاري کوم، او که کوم کار د هغوی په زیان وي، لومړی به زه د مخالفت غږ پورته کوم.»

ممداني د نیویارک لومړنی مسلمان ښاروال دی او د هغه په کمپاین کې ټولنیزو رسنیو ډېر مهم رول درلود.

هغه ژمنه کړې، چې د ښار لپاره به د کور کرایې، د خوراکي موادو، ماشوم پالنې او د بسونو لګښتونه راکم کړي. د نیویارک د کرایې بیې د امریکا د نورو ښارونو پر تله کابو دوه برابره دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او هند د تجارتي اتشې پر ټاکلو موافقه وکړه

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰
طالبانو او هند د تجارتي اتشې پر ټاکلو موافقه وکړه
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د هند د سوداګرۍ په چارو کې د دولت وزیر موافقه کړې، چې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د یو بل په سفارتونو کې ځانګړې تجارتي اتشې وګوماري. د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له یو میلیارد ډالرو زیات اعلان شوی دی.

د هندي رسنیو د راپور له‌مخې، دغه هوکړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د هند د سوداګرۍ په چارو کې د دولت وزیر جیتین پرساد تر منځ لیدنه کې شوې ده.

عزیزي په دې لیدنه کې د هند او طالبانو ترمنځ د تازه همکاریو لپاره د کانونو، کرنې، روغتیا، درمل جوړولو، معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ او نساجي په څېر سکتورونه مهم فرصتونه وبلل او له هندي صنعتکارانو یې وغوښتل، چې د افغانستان ظرفیتونه له نږدې وارزوي.

په دې هوکړه کې پر دې هم ټینګار شوی، چې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخو کې ګډې کاري ډلې بېرته فعالې شي او تجارتي اتشې به د دواړو لورو د سوداګریزو همکاریو د ملاتړ دنده ولري.

عزیزي په هند کې د خبرو پر مهال د سوداګرو لپاره د طالبانو له تازه هڅو خبر هم ورکړ، چې پکې د اومه موادو او ماشینونو پر وارداتو یو سلنه تعرفه، د فابریکو لپاره وړیا ځمکه، د باور وړ برېښنا او د پنځو کلونو مالیاتي‌ معافیت په ځانګړي ډول د هغو صنعتونو لپاره چې د ستانه شویو کډوالو له خوا جوړيږي.

له دې سره سم، د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر انند پرکاش د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په حضور کې اعلان وکړ، دولت نن سهار خبر ورکړی، چې د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو یا بار وړونکو الوتنو لړۍ بېرته فعاله شوې او ډېر ژر به یې الوتنې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې نورالدین عزیزي د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني سفر لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.

په بنګله‌دېش کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۹ ته ورسېد او سلګونه نور ټپیان دي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۰
په بنګله‌دېش کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۹ ته ورسېد او سلګونه نور ټپیان دي
100%

د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکه کې د جمعې په ورځ د ریکټر په کچه د ۵٫۷ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر نهو او د ټپیانو شمېر څه باندې ۳۰۰ ته ورسېد. ځايي چارواکو په ټپیانو کې د ۹ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ یاد کړی دی.

د بنګله‌دېش چارواکو د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) تر زلزلې څو ساعته وروسته وویل، په دغې زلزله کې لږ تر لږه ۱۴ ودانۍ زیانمنې شوي او د برېښنا په یوه مرکز کې اورلګیدنه هم رامنځته شوې ده.

د بنګله‌دېش د لنډمهاله حکومت مشر محمد یونس په یوه بیان کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې حکومت ټولې لازمې چارې پیل کړې دي.

یونس وویل، حکومت وضعیت په دقت څاري او ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د زیانمنو سیمو د ژغورنې عملیات لاپسې چټک کړي.

دغه زلزله د هند کلکته ښار کې هم احساس شوې، چې د زلزلې له مرکز څخه ۳۲۵ کیلومتره لرې دی. تر دې دمه په هند کې د مرګ‌ ژوبلې یا زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د زلزلې مرکز د نارسېنګدي ښار ښودل شوی دی.

د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ازبکستان کې د انارو پر صادراتو خبرې کړي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۰
د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ازبکستان کې د انارو پر صادراتو خبرې کړي
100%

په کندهار کې د تازه مېوو د ټولنې مشر وايي، د طالبانو د کندهار او بلخ والیانو په ملتیا یې ازبکستان ته ۵ ورځنی سفر کړی او هلته یې د انارو پر صادراتو له اړوندو مسوولینو سره خبرې کړي. نوموړی زياتوي، ازبکستاني چارواکو ورسره له زر تر ۱۰ زره ټُنه انارو د صادراتو د هوکړې ژمنه کړې ده.

په کندهار کې د تازه مېوو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په کندهار کې ځایي رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د کندهار والي ملاشیرین او د بلخ والي‌ محمد یوسف وفا په ملتیا یو شمېر سوداګرو ازبکستان ته پنځه ورځنی سفر کړی دی.

د نوموړي په خبره، د ازبکستان د سوداګرۍ مسوولینو د انارو نومونه غوښتي او وروسته به ورسره تر لس زره ټُنه د انارو د صادراتو قرار داد وکړي.

هغه زیاته کړې: «پنځه ورځې مو له ازبکانو سره ناستې وکړې، هغوی د انارو یو سمپل وغوښتۍ او تر کتلو وروسته به له زر څخه تر ۱۰ زره [ټُنه] د انارو د صادراتو قرار داد راسره وکړي.»

د ناني اغا په وینا، چې په درېيو ورځو کې یې د کندهار شاوخوا ۴۰ ټُنه انار په څلورو موټرو کې د نمونې په ډول دغه هېواد ته لېږلي دي.

هغه تمه ښودلې، چې د کندهار د انارو کیفیت او کمیت ته په کتو به ډېر ژر له ازبکستان لوري سره قرار داد وشي.

سره له دې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې سوداګري بنده شوې، په کندهار کې طالب چارواکي وايي، چې سږکال له دې ولایت څخه نږدې ۲۲ زره ټُنه انار بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې تېر کال ۷زره ټُنه انار صادر شوي و، خو سږکال د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او د کندهار انار تر ډېره مالیزیا، ازبکستان او روسیې ته صادر شوي دي.

د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین د صادراتو د زیاتوالي لامل د کروندګرو له لوري د محصول کیفیت لوړول، د ساتنې او بسته‌ بندۍ لپاره ښه تدابیر او په نړۍوالو بازارونو کې د اسانتیاو برابرېدل ګڼي.

کېیر سټارمر: د اوکراین د راتلونکي پرېکړې باید خپله اوکراین وکړي نه نور هېوادونه

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰
کېیر سټارمر: د اوکراین د راتلونکي پرېکړې باید خپله اوکراین وکړي نه نور هېوادونه
100%

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي چې د اوکراین په اړه ټولې پرېکړې باید د دې هېواد د خپلواکۍ او حاکمیت له مخې خپله اوکراین وکړي.

سټارمر دا څرګندونې په سویلي افریقا کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې، داپه داسې حال کې ده چې امریکا د اوکراین جګړېپای ته رسولو لپاره د سولې نوې هڅې پیل کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ ټول د عادلانه او دوامدارې سولې غوښتونکي یو، خو د اوکراین راتلونکې باید خپله اوکراین وټاکي.»

د سرچینو په وینا، امریکا پر اوکراین فشار زیات کړی چې د واشنګټن تر منځګړیتوب لاندې د سولې پر یوې طرحې هوکړه وکړي؛ داسې طرحه چې د روسیې ځینې لوی شرطونه هم پکې شامل دي، لکه د اضافي خاورې پرېښودل، د کراین د پوځ کمول او د ناټو غړیتوب ته د اوکراین نه پرېښودل.

سرچینې وايي، چې واشنګټن غواړي کیف د راتلونکې اونۍ تر پنجشنبې پورې د دې سولې چوکاټ لاسلیک کړي.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ له‌خوا یوې ښځینه خبریالې ته د «خوګې» له خطاب کولو دفاع وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۰
سپینې ماڼۍ د ټرمپ له‌خوا یوې ښځینه خبریالې ته د «خوګې» له خطاب کولو دفاع وکړه
100%

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې وینا چې یوې ښځینه خبریالې ته د جفري اپسټین په اړه د پوښتنو پر مهال د خوګې (پیګۍ) خطاب وکړ، دفاع وکړه. سپینې ماڼۍ وویل، چې د ولسمشر خبرې د هغه رښتینولي او شفافیت ښيي.

په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې ښکاري، چې ټرمپ د یوې خبریالې په لور ګوته نیسي او وايي: «چپ شه خوګې!»

ټرمپ داسې مهال دې خبریالې ته سپکاوی کړی چې هغې پر جنسي جرمونو تورن اپسټین د یوه نوي خپور شوي اېمېل په اړه پوښتنه وکړه چې هغه لیکلي و،«ټرمپ د نجونو په اړه پوهېده.»

د دې پېښې په اړه د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د بحث پر مهال، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل، چې امریکایي رایه‌ورکوونکو ټرمپ د هغه د رښتینو خبرو کولو لپاره بیا وټاکه او خبریالان باید د هغه له پرانیستي چلند څخه مننه وکړي.

هغې وویل: «کله چې هغه (ټرمپ) جعلي خبرونه وویني، خلکو ته یې ښيي او له هغو خبریالانو څخه ناهیلی کېږي چې غلط معلومات خپروي. خو هغه رسنیو ته بې ساری لاسرسی ورکړی او نږدې هره ورځ پوښتنو ته ځواب وايي.»

د سې‌شنبې په ورځ هم ټرمپ یوې بلې ښځینه خبریالې ته چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان حضور کې یې دخبریال جمال د وژنې په اړه پوښتنه وکړه او له ټرمپ څخه یې وپوښتل، چې ولې یې د اپسټین اسناد نه دي خپاره کړي وویل: «ته ډېره بده یې.»

که څه هم ټرمپ د اپسټین اسنادو د خپرولو په اړه مخالفت کړی و، خو هغه د چهارشنبې په ورځ هغه قانون لاسلیک کړ چې عدلیې وزارت ته د اپسټین د اوږدمهاله څېړنو اسنادو د خپرولو امر کوي.

د مسلکي خبریالانو ټولنې په دې اونۍ کې د ټرمپ له‌خوا د خبریالانو سپکاوی وغانده او وې ویل، چې ټرمپ د ښځینه خبریالانو د توهینولو لپاره ډېر سپک الفاظ کارولي دي. سپینې ماڼۍ د دې سازمان تر څرګندونو وروسته نور څه و نه ویل او یوازې د لیویټ له مخکینۍ څرګندونې څخه یې یادونه وکړه.

د دغه سازمان اجراییوي مشرې کارولاین هنډري وویل: «هېڅوک تمه نه لري چې ولسمشران دې د خبریالانو تر ټولو لوی مینه‌وال وي، خو د ښځینه خبریالانو سپکاوی او تحقیر باید هېڅکله د منلو وړ نه وي.»