د کابل پوهنتون استاد محمدا جان حقپال د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې ځینو استادانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د دوی یو استاد پوهنوال محمدا جان حقپال نن جمعه د (لړم ۳۰مه) سهار وختي په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
نوموړي په پښتو ادبیاتو کې دوکتورا کړې وه او ادبپوهنه کې یې تخصص لاره.




