• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د سولې طرحه وروستۍ نه ده

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې هغه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې طرحه چې وړاندې کړې، «وروستۍ» نه ده.

ټرمپ د شنبې په ورځ د لیندۍ په لومړۍ نېټه خبریالانو ته وویل، چې که چیرې هغه د جو بایډن پر ځای د امریکا ولسمشر وای، نو د روسیې او اوکراین جګړه به هېڅکله نه وای رامنځته شوې.

ټرمپ همداراز ټینګار وکړ، چې دا جګړه باید «په هر ډول ممکنه لاره» پای ته ورسېږي.

کله چې یو خبریال ترې وپوښتل چې ایا د سولې اوسنۍ طرحه د واشنګټن وروستۍ وړاندیز دی؟ ټرمپ ځواب ورکړ: «نه.»

د امریکا طرحه چې د روسیې ځینې مهمې غوښتنې تاییدوي، د ډېرو اروپایي هېوادونو له نقد سره مخ شوې ده.

څو ساعته مخکې د اروپایي هېوادونو مشرانو په ګډ بیان کې ویلي، چې د سولې لپاره د امریکا ۲۸ماده ییزه طرحه «بنسټیز» سند دی، خو لا هم «نور غور او ارزونې» ته اړتیا لري.

ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې په دې اړه چې که د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي که دا طرحه د لیندۍ تر شپږمې نېټې ونه مني نو څه به پېښ شي؟ وویل: «هغه کولی شي د خپل ټول توان سره جګړې ته دوام ورکړي.»

د لړم په ۳۰مه نېټه د امریکا ولسمشر په ښکاره ډول له اوکراین څخه غوښتنه کړې وه، چې په یوه اوونۍ کې د هغه طرحه ومني؛ داسې طرحه چې له اوکراین څخه غواړي د خپلې خاورې یوه برخه پرېږدي، په خپل پوځ محدودیتونه ومني او د ناټو غړیتوب له برنامې لاس واخلي.

په هغه ګډه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ (د لېندۍ لومړۍ نېټه) خپره شوې، ویل شوي چې اروپايي مشرانو د «اوکراین پر وسله‌والو ځواکونو د وړاندیز شویو محدودیتونو» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، ځکه دغه محدودیتونه به اوکراین د روسیې د بریدونو پروړاندې کمزوری او زیانمن کړي.

اروپايي او نور لوېدیځ مشران چې د سوېلي افریقا د جي۲۰ سرمشریزې په څنډه کې راټول شوي، هڅه کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو غوښتنو ته ګډ او همغږی ځواب پیدا کړي چې له اوکراین څخه یې د سولې د پلان د منلو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغو هېوادونو مشران هڅه کوي داسې توازن وساتي چې هم د ټرمپ د جګړې د ختمولو هڅې وستایي او هم دا ومني، چې د پلان ځینې مادې د کییف لپاره د منلو وړ نه دي.

د لړم ۳۰مه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، چې هېواد یې له یوې سختې پرېکړې سره مخ دی، یا به خپل «وقار او ازادي» له لاسه ورکوي او یا به د واشنګټن له ملاتړه تېرېږي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

د برازیل پخوانی ولسمشر ونیول شو

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰
د برازیل پخوانی ولسمشر ونیول شو
100%

د برازیل پخوانی ولسمشر ژایر بولسونارو د شنبې په ورځ د خپلو پلویانو د غونډې له پیل څخه مخکې چې د هغه د کور ترڅنګ پلان شوې وه، د پولیسو له خوا د کورني نظربند د ماتولو په تور ونیول شو.

هغه په تېرو څو میاشتو کې د قضایي دوسیو له امله د احتیاطي اقداماتو د نقض کولو په تور د کورني نظربند لاندې و.

د برازیل د سترې محکمې قاضي د هغه د نیولو امر صادر کړ او دلیل یې دا و، چې د هغه پلویان ښايي ستونزې جوړې کړي او د کورني نظربند د دوام مخه ونیسي.

قاضي همدارنګه داسې شواهد یاد کړي چې ښيي، بولسونارو مخکې هڅه کړې وه چې خپل برېښنايي د پښو بند کې لاس وهنه وکړي او د تېښتې نیت یې درلود.

د ژایر بولسونارو وکیل د هغه د نیول کېدو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې قاضي د بولسونارو د نیولو اصلي دلیل د هغه د کور څنګ ته د نوموړي د پلویانو پلان شوې غونډه وه.

د سترې محکمې قاضي الکساندر د مورایس ویلي: «د محکوم شویو کسانو د دغه غېرقانوني غونډې له امله رامنځته کېدونکې ګډوډي ډېره ممکنه ده چې د کورني نظربند او نورو احتیاطي اقداماتو وضعیت له خطر سره مخ کړي او د هغه د تېښتې امکان برابر کړي.»

ده همدارنګه ویلي، چې د برازیل پخواني ولسمشر مخکې هڅه کړې وه چې د ارجنټاین په سفارت کې پناه واخلي.

پخوانی ولسمشر د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر کې ولسمشریزو ټاکنو کې له ماتې وروسته د کودتا د توطیې په تور په ۲۷کاله او درې میاشتې بند محکوم شوی و.

تمه وه، چې په څو ورځو کې د هغه د بند موده عملا پیل شي.

هغه له ۱۰۰ ورځو راهیسې د کورني نظارت لاندې دی، ځکه چې په خپلې جنایي قضیه کې یې د امریکا له خوا د مداخلې غوښتنه کړې وه څو د خپلو جنایي قضیو مخنیوی وکړي.

د داعش وسله‌والو په ختیځ کانګو کې نږدې ۹۰ ملکي وګړي وژلي دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۰
د داعش وسله‌والو په ختیځ کانګو کې نږدې ۹۰ ملکي وګړي وژلي دي
100%

په کانګو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریت ویلي، چې د داعش اړوند وسله‌والو په ختیځ کانګو کې په څو بریدونو کې لږترلږه ۸۹ ملکي وګړي ووژل. ملګرو ملتونو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په قربانیانو کې لږترلږه ۲۰ ښځې او نامعلوم شمېر ماشومان شامل دي.

له دې بریدونو څخه په یوه برید کې د داعش اړوند د متحدو ډیموکراټیک ځواکونو جنګیالیو د بیامبو په سیمه کې د کاتولیک کلیسا تر څارنې لاندې روغتیایي مرکز په نښه کړ.

په دې برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول او په دې کې هغه ښځې هم شاملې وې، چې د زېږون د پاملرنې لپاره دې مرکز ته تللې وې.

د ملګرو ملتونو د سولې ماموریت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د داعش جنګیالیو د ملکي خلکو تر وژلو وروسته د روغتون څو برخې چې ناروغان پکې بستر وو، په اور سوځولې دي.

وسله والو د طبي وسایلو د لوټلو تر څنګ ځینې ناروغان هم تښتولي دي.

د ملګرو ملتونو د سولې ماموریت د کانګو له چارواکو غوښتنه کړې، چې «سمدلاسه خپلواکه او باوري څېړنې پیل کړي، د دې وژنو عاملین او همکاران وپېژني او هغوی عدالت ته حاضر کړي.»

د کانګو د حکومت په وینا، د روان کال له جنورۍ څخه تر اوسه نږدې اووه زره کسان په ختیځ کانګو کې وژل شوي او نږدې نیم میلیون کسان تر هغه وروسته بې‌کوره شوي، چې د بې‌ځایه شویو شاوخوا ۹۰ کمپونه ویجاړ شوي دي.

د اقلیمي بدلون په اړه د «کاپ ۳۰» لومړنی تړون له سختو او اوږدو خبرو اترو وروسته ترلاسه شو

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۴ GMT+۰
د اقلیمي بدلون په اړه د «کاپ ۳۰» لومړنی تړون له سختو او اوږدو خبرو اترو وروسته ترلاسه شو
100%

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون «کاپ ۳۰» کنفرانس په برازیل کې له دوو اوونیو خبرو اترو او د شنو خونو ګازونو د کمولو او د اقلیم د تمویل په اړه د اوږدې مودې بحث وروسته، یوې ابتدايي موافقې ته ورسېد؛ داسې موافقه چې د هېوادونو د استازو تر شپنیو خبرو اترو وروسته وروستۍ شوه.

دا کنفرانس باید د لړم په ۳۰مه پای ته رسېدلی وای؛ خو د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف له امله وغځېد.

رویټرز د شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ) نېټه راپور ورکړ، چې دا کنفرانس د امریکا د ګډون پرته ترسره شو. له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ د وړتیا ازموینه ده.

اروپايي ټولنې هڅه کوله، چې د «کاپ ۳۰» په هوکړه کې یو څرګند تعهد شامل کړي ترڅو نړۍ دې له فوسیل‌ سونګ څخه لرې شي؛ خو د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو له سخت مخالفت سره مخ شوه.

هغه مسوده چې د لیندۍ په لومړۍ نېټه خپرې شوې، هېوادونو پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه؛ ترڅو د اقلیمي غبرګونونو چټکتیا یقیني شي، د شنو پالیسیو اړوند سوداګریزو خنډونو ته بیا کتنه وشي او د اقلیمي بدلون د سختو اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره د پرمختللو هېوادونو ځانګړې شوې بودیجه درې برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا د لږو پرمختللو هېوادونو د اصلي غوښتنو یوه برخه وه.

د اروپايي ټولنې د اقلیم کمیشنر ووپک هویکسټرا رویټرز ته وویل، چې دا تړون «د منلو وړ دی» که څه هم اروپايي ټولنه تمه درلوده، چې په وروستي متن کې به ډېرې جدي پرېکړې شاملې شي.

هغه زیاته کړه: «تر کومه چې لږ هم وي، لوری سم دی او باید ملاتړ یې وشي.»

د کاپ ۳۰ رییس اندره کوریا هم اعلان وکړ، چې د نړۍوال اجماع د نشتوالي له امله د فوسیل سونګ د انرژۍ څخه د لرې کېدو او د ځنګلونو د ساتنې موضوعات به په یوه جلا «نقشه‌لاره» کې خپاره شي او په رسمي متن کې به شامل نه شي.

هغه وویل، چې برازیل د دې کنفرانس د رییس په توګه به دوه جلا نقشې لارې خپروي څو د دغو موضوعاتو لپاره خپل وړاندیز شوی مسیر وړاندې کړي.

اروپايي مشران: د اوکراین د جګړې لپاره د امریکا د سولې پلان لا ډېرې ارزونې ته اړتیا لري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۰ GMT+۰
اروپايي مشران: د اوکراین د جګړې لپاره د امریکا د سولې پلان لا ډېرې ارزونې ته اړتیا لري
100%

د اروپايي هېوادونو مشرانو په یوې ګډې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ۲۸ مادې لرونکی د سولې پلان یو «بنسټیز» چوکاټ دی، خو لا هم «نورو څېړنو او ارزونو» ته اړتیا لري.

د امریکا طرحه چې د روسیې ځینې اساسي غوښتنې تاییدوي، په ګڼو اروپايي پلازمېنو کې له محتاطانه انتقادونو سره مخ شوې ده.

په هغه ګډه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ (د لېندۍ لومړۍ نېټه) خپره شوې، ویل شوي چې اروپايي مشرانو د «اوکراین پر وسله‌والو ځواکونو د وړاندیز شویو محدودیتونو» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، ځکه دغه محدودیتونه به اوکراین د روسیې د بریدونو پروړاندې کمزوری او زیانمن کړي.

اروپايي او نور لوېدیځ مشران چې د سوېلي افریقا د جي۲۰ سرمشریزې په څنډه کې راټول شوي، هڅه کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو غوښتنو ته ګډ او همغږی ځواب پیدا کړي چې له اوکراین څخه یې د سولې د پلان د منلو غوښتنه کړې ده.

د امریکا طرحه د روسیې ځینې اساسي غوښتنې تاییدوي او په ګڼو اروپايي پلازمېنو کې له محتاطانه انتقادونو سره مخ شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغو هېوادونو مشران هڅه کوي داسې توازن وساتي چې هم د ټرمپ د جګړې د ختمولو هڅې وستایي او هم دا ومني، چې د پلان ځینې مادې د کییف لپاره د منلو وړ نه دي.

د لړم ۳۰مه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، چې هېواد یې له یوې سختې پرېکړې سره مخ دی، یا به خپل «وقار او ازادۍ» له لاسه ورکوي او یا به د واشنګټن له ملاتړه تېرېږي.

هغه له اوکرایني ولس څخه وغوښتل، چې متحد پاتې شي او زیاته یې کړه چې هېڅکله به له خپل هېواد سره خیانت ونه کړي.

پر غزه د اسراییل په تازه بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۰
پر غزه د اسراییل په تازه بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي
100%

په غزه کې سیمه ییزو روغتیايي چارواکو ویلي، چې د اسراییل په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د اسراییلو له خوا د رمل په سیمه کې پر یوه موټر هوايي برید شوی او پنځه کسان وژل شوي، همدارنګه دوهم برید په مرکزي غزه کې په دیر البلح ښار او نسیرات پنډغالي کې شوې، چې له امله یې لس کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل ځواکونو څلورم هوايي برید هم پر یوه کور شوی چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې یاد بریدونه یې د هغه کس په تعقیب پسې کړې، چې د اسراییل تر کنټرول لاندې سیمه کې یې د مرستندویه لارو څخه ناوړه ګټه اخیسته.