• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د داعش وسله‌والو په ختیځ کانګو کې نږدې ۹۰ ملکي وګړي وژلي دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۰

په کانګو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریت ویلي، چې د داعش اړوند وسله‌والو په ختیځ کانګو کې په څو بریدونو کې لږترلږه ۸۹ ملکي وګړي ووژل. ملګرو ملتونو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په قربانیانو کې لږترلږه ۲۰ ښځې او نامعلوم شمېر ماشومان شامل دي.

له دې بریدونو څخه په یوه برید کې د داعش اړوند د متحدو ډیموکراټیک ځواکونو جنګیالیو د بیامبو په سیمه کې د کاتولیک کلیسا تر څارنې لاندې روغتیایي مرکز په نښه کړ.

په دې برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول او په دې کې هغه ښځې هم شاملې وې، چې د زېږون د پاملرنې لپاره دې مرکز ته تللې وې.

د ملګرو ملتونو د سولې ماموریت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د داعش جنګیالیو د ملکي خلکو تر وژلو وروسته د روغتون څو برخې چې ناروغان پکې بستر وو، په اور سوځولې دي.

وسله والو د طبي وسایلو د لوټلو تر څنګ ځینې ناروغان هم تښتولي دي.

د ملګرو ملتونو د سولې ماموریت د کانګو له چارواکو غوښتنه کړې، چې «سمدلاسه خپلواکه او باوري څېړنې پیل کړي، د دې وژنو عاملین او همکاران وپېژني او هغوی عدالت ته حاضر کړي.»

د کانګو د حکومت په وینا، د روان کال له جنورۍ څخه تر اوسه نږدې اووه زره کسان په ختیځ کانګو کې وژل شوي او نږدې نیم میلیون کسان تر هغه وروسته بې‌کوره شوي، چې د بې‌ځایه شویو شاوخوا ۹۰ کمپونه ویجاړ شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

د اقلیمي بدلون په اړه د «کاپ ۳۰» لومړنی تړون له سختو او اوږدو خبرو اترو وروسته ترلاسه شو

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۴ GMT+۰
د اقلیمي بدلون په اړه د «کاپ ۳۰» لومړنی تړون له سختو او اوږدو خبرو اترو وروسته ترلاسه شو
100%

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون «کاپ ۳۰» کنفرانس په برازیل کې له دوو اوونیو خبرو اترو او د شنو خونو ګازونو د کمولو او د اقلیم د تمویل په اړه د اوږدې مودې بحث وروسته، یوې ابتدايي موافقې ته ورسېد؛ داسې موافقه چې د هېوادونو د استازو تر شپنیو خبرو اترو وروسته وروستۍ شوه.

دا کنفرانس باید د لړم په ۳۰مه پای ته رسېدلی وای؛ خو د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف له امله وغځېد.

رویټرز د شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ) نېټه راپور ورکړ، چې دا کنفرانس د امریکا د ګډون پرته ترسره شو. له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ د وړتیا ازموینه ده.

اروپايي ټولنې هڅه کوله، چې د «کاپ ۳۰» په هوکړه کې یو څرګند تعهد شامل کړي ترڅو نړۍ دې له فوسیل‌ سونګ څخه لرې شي؛ خو د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو له سخت مخالفت سره مخ شوه.

هغه مسوده چې د لیندۍ په لومړۍ نېټه خپرې شوې، هېوادونو پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه؛ ترڅو د اقلیمي غبرګونونو چټکتیا یقیني شي، د شنو پالیسیو اړوند سوداګریزو خنډونو ته بیا کتنه وشي او د اقلیمي بدلون د سختو اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره د پرمختللو هېوادونو ځانګړې شوې بودیجه درې برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا د لږو پرمختللو هېوادونو د اصلي غوښتنو یوه برخه وه.

د اروپايي ټولنې د اقلیم کمیشنر ووپک هویکسټرا رویټرز ته وویل، چې دا تړون «د منلو وړ دی» که څه هم اروپايي ټولنه تمه درلوده، چې په وروستي متن کې به ډېرې جدي پرېکړې شاملې شي.

هغه زیاته کړه: «تر کومه چې لږ هم وي، لوری سم دی او باید ملاتړ یې وشي.»

د کاپ ۳۰ رییس اندره کوریا هم اعلان وکړ، چې د نړۍوال اجماع د نشتوالي له امله د فوسیل سونګ د انرژۍ څخه د لرې کېدو او د ځنګلونو د ساتنې موضوعات به په یوه جلا «نقشه‌لاره» کې خپاره شي او په رسمي متن کې به شامل نه شي.

هغه وویل، چې برازیل د دې کنفرانس د رییس په توګه به دوه جلا نقشې لارې خپروي څو د دغو موضوعاتو لپاره خپل وړاندیز شوی مسیر وړاندې کړي.

اروپايي مشران: د اوکراین د جګړې لپاره د امریکا د سولې پلان لا ډېرې ارزونې ته اړتیا لري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۰ GMT+۰
اروپايي مشران: د اوکراین د جګړې لپاره د امریکا د سولې پلان لا ډېرې ارزونې ته اړتیا لري
100%

د اروپايي هېوادونو مشرانو په یوې ګډې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ۲۸ مادې لرونکی د سولې پلان یو «بنسټیز» چوکاټ دی، خو لا هم «نورو څېړنو او ارزونو» ته اړتیا لري.

د امریکا طرحه چې د روسیې ځینې اساسي غوښتنې تاییدوي، په ګڼو اروپايي پلازمېنو کې له محتاطانه انتقادونو سره مخ شوې ده.

په هغه ګډه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ (د لېندۍ لومړۍ نېټه) خپره شوې، ویل شوي چې اروپايي مشرانو د «اوکراین پر وسله‌والو ځواکونو د وړاندیز شویو محدودیتونو» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، ځکه دغه محدودیتونه به اوکراین د روسیې د بریدونو پروړاندې کمزوری او زیانمن کړي.

اروپايي او نور لوېدیځ مشران چې د سوېلي افریقا د جي۲۰ سرمشریزې په څنډه کې راټول شوي، هڅه کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو غوښتنو ته ګډ او همغږی ځواب پیدا کړي چې له اوکراین څخه یې د سولې د پلان د منلو غوښتنه کړې ده.

د امریکا طرحه د روسیې ځینې اساسي غوښتنې تاییدوي او په ګڼو اروپايي پلازمېنو کې له محتاطانه انتقادونو سره مخ شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغو هېوادونو مشران هڅه کوي داسې توازن وساتي چې هم د ټرمپ د جګړې د ختمولو هڅې وستایي او هم دا ومني، چې د پلان ځینې مادې د کییف لپاره د منلو وړ نه دي.

د لړم ۳۰مه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، چې هېواد یې له یوې سختې پرېکړې سره مخ دی، یا به خپل «وقار او ازادۍ» له لاسه ورکوي او یا به د واشنګټن له ملاتړه تېرېږي.

هغه له اوکرایني ولس څخه وغوښتل، چې متحد پاتې شي او زیاته یې کړه چې هېڅکله به له خپل هېواد سره خیانت ونه کړي.

پر غزه د اسراییل په تازه بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۰
پر غزه د اسراییل په تازه بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي
100%

په غزه کې سیمه ییزو روغتیايي چارواکو ویلي، چې د اسراییل په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د اسراییلو له خوا د رمل په سیمه کې پر یوه موټر هوايي برید شوی او پنځه کسان وژل شوي، همدارنګه دوهم برید په مرکزي غزه کې په دیر البلح ښار او نسیرات پنډغالي کې شوې، چې له امله یې لس کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل ځواکونو څلورم هوايي برید هم پر یوه کور شوی چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې یاد بریدونه یې د هغه کس په تعقیب پسې کړې، چې د اسراییل تر کنټرول لاندې سیمه کې یې د مرستندویه لارو څخه ناوړه ګټه اخیسته.

هند د لال کلا برید په تور د ډاکټر مظفر احمد د نیولو امر صادر کړ

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۰
هند د لال کلا برید په تور د ډاکټر مظفر احمد د نیولو امر صادر کړ
100%

د هند د دولتي تحقیقاتو ادارې(ایس اې ای)او د هندي کشمیر پولیسو د نوي ډیلي د لال کلا په برید کې د تورن ډاکټر مظفر احمد راتر د نیولو امر صادر کړ.

د هندي رسنۍ «انډیا ټوډې»د راپور له مخې ډاکټر مظفر احمد د نومبر په ۱۰مه د ډیلي لال کلا ته نږدې د چاودنې یو له اصلي تورنو څخه دی.

د راپورونو له مخې، باور کیږي چې مظفر احمد د اګست په میاشت کې له هند څخه تښتېدلی او ویل کیږي چې اوس مهال په افغانستان کې دی.

په راپور کې ویل شوي چې مظفر د هند په څو ایالتونو کې د جیش محمد ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د مشرانو ترمنځ د اړیکپال په توګه کلیدي رول لوبولی دی.

د هند ملي طبي کمیسیون د مظفر احمد او د هغه د ورور عادل راتر په ګډون په قضیه کې د ښکیلو څلورو ډاکټرانو نومونه هم د هیواد له ملي طبي راجستر څخه لرې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د هند دا اقدام د نوي ډیلي لال کلا ته نږدې د موټر بم چاودنې وروسته د تروریزم ضد پراخو کړنویوه برخه ده، چې په ترڅ کې یې ۲،۹۰۰کیلوګرامه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

یونیسف: په غزه کې له اوربند راهیسې په منځني ډول هره ورځ دوه ماشومان وژل کیږي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰
یونیسف: په غزه کې له اوربند راهیسې په منځني ډول هره ورځ دوه ماشومان وژل کیږي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق(یونیسف) وايي چې په غزه کې د اوربند له پیل راهیسې هره ورځ په منځني ډول دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یونیسف ویاند ریکارډو پیرس وویل چې نن په خان یونس کې په یوه هوايي برید کې یوه ماشومه نجلۍ وژل شوې، او له دې یوه ورځ وړاندې د غزې په ښار او جنوب کې اووه ماشومان وژل شوي وو.

هغه وویل چې په غزه کې یوازې د شخړې یو اړخ د هوایی بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري او دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې ماشومان د ناکافي روغتیایی خدماتو او د خوړو د کمښت له امله لاهم له جدي خطرونو سره مخ دي.

ښاغلي پیرس زیاته کړې چې د اکتوبر له لسمې راهیسې، کله چې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند پیل شو، لږترلږه ۶۷ماشومان وژل شوي دي.

د غزې اوربند د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په لسمه نیټه د اسراییل او حماس ترمنځ د دوو کلونو جګړې وروسته نافذ شو.