• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې د امربالمعروف محتسبینو نوی اقدام؛ نافرمانه ښځې موږ ته راولئ چې اصلاح یې کړو

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۹ GMT+۰

د کندهار په یو شمېر ناحیو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبینو په تازه اقدام کې یوه نوې او لانجمنه غوښتنه راپورته کړې ده. دوی له کورنیو غوښتي، چې «نافرمانه» ښځې وروپېژني چې «اصلاح» یې کړي.

دوی له ځايي اوسېدونکو غوښتي: «هغه ښځې چې د کورنیو د نارینه‌وو خبرې نه‌مني، د کور له اجازې پرته بازار ته ځي او یا سالم حجاب نه کوي» باید محتسبینو ته وسپارل شي څو «اصلاح» یې کړي.
د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د امربالمعروف محتسبین له نږدې لسو ورځو راهیسې هره ورځ په جوماتونو کې د مازدیګر او ماښام تر لمانځه وروسته له ځایي اوسېدونکو غوښتي، چې د خپلو سیمه‌ییزو «هدایتونو» رعایت وکړي او د کورنیو هغه ښځې چې د دوی له معیارونو سره سم چلند نه‌کوي، محتسبینو ته یې ور وپېژني.
د کندهار ښار د نهمې ناحیې او نورو سیمو یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د ماښام له لمانځه وروسته محتسبینو د جومات دروازې تړلې وې او خلک یې له وتلو منع کړل.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، وسله‌وال کسان د دروازې ترڅنګ ولاړ و او هغه کسان یې بېرته جومات ته ور ګرځول، چې غوښتل یې د محتسبینو د خبرو له اورېدو مخکې ووځي.
د دغې ناحیې یو اوسېدونکی وايي: «موږ عادي لمانځه ته ورغلو، خو وروسته وویل شول چې څوک نه‌شي وتلی، په دروازه کې وسله‌وال ولاړ و او خلک یې بېرته کرځول، کله چې بېرته مسجد ته ورغلو بیا یې داسې خبرې کولې چې هغه ښځې ستاسو خبره نه‌مني موږ ته یې وسپارئ چې اصلاح یې کړو.»
د خلکو په خبره، محتسبینو د وینا پر مهال ادعا وکړه چې په ځینو کورنیو کې ښځې د کور د نارینه اطاعت نه‌کوي، «سم حجاب» نه مراعتوي او «بې اجازې له کوره وځي.»
د هغوی په خبره، دا ډول ښځې باید د امربالمعروف دفتر ته وسپارل شي.
د پنځمې ناحيې یو اوسېدونکی په دې اړه وایي: «محتسبینو ښکاره وویل، چې که ښځه د خاوند خبره نه‌مني او یا سم حجاب نه‌کوي، باید دوی ته وسپارل شي ترڅو اصلاح يې کړي، دوی وویل، نورې دا ډول ښځې دوی بندیانې کړې دي او هغوی اصلاح شوي دي او بیا یې بېرته خوشې کړې دي.»
د کندهار لپاره د طالبانو د محتسبینو دغې غوښتنې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي. ځايي اوسېدونکي وایي، چې د ښځو «سپارل» د کورني عزت، شخصي حریم او ټولنیزو دودونو خلاف عمل دی.
د کندهار یو بل اوسېدونکی وایي: «دا خبره ډېره د بې ننګۍ ده، هېڅوک نه‌مني چې خپله ښځه د بل چا لاس ته وسپاري او هغه دې بندي کړي.»
د پنځمې ناحیې یوه بل اوسېدونکي هم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي: «موږ د دیني لارښوونو احترام کوو، خو دا ډول غوښتنې د خلکو په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ده.»
ځايي سرچینې وایي، چې د محتسبینو دغه خبرې په یو شمېر نورو ناحیو کې هم شوې دي او خلکو ته ورته پیغام ورکړل شوی دی.
ځینې اوسېدونکي وایي، چې د محتسبینو د دې ډول تماسونو له امله ښځې له رواني فشار سره مخ کېږي او نارینه ښايي له دې غوښتنې د کور دننه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.
خلک خبرداری ورکوي، چې دا چلند د کورنیو ترمنځ شخړې زیاتولای شي او د خلکو او دیني ادارو ترمنځ فاصله رامنځته کوي.
د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د امربالمعروف سیمه‌ییز دفتر بیا د خلکو د غبرګونونو او اعتراضونو په اړه رسمي نظر نه‌دی اعلان کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبینو په پلازمېنه کابل کې هم یو شمېر نجونې او ښځې د دوی په باور «بې حجابه» نیولې وې او د دوی دغې چارې ګڼ غبرګونونه راوپارول او ورسره اوس د اړتیا له‌مخې له کوره وتونکې ښځې سختې اندېښمنې دي او په وېره تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر افغان ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. ښځې له زده کړو، کار، سفر او ګڼو عامه فعالیتونو څخه محرومې شوې دي، د هغوی تګ راتګ محدود شوی، حجاب سخت شوی او د ټولنیزې ونډې لپاره د پام وړ خنډونه رامنځته شوي دي. د دې بندیزونو له امله د ښځو شخصي، اقتصادي او ټولنیز ژوند سخت اغېزمن شوی او ډېرې یې له بنسټیزو حقونو بې‌برخې پاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

۵

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

•
•
•

نور کیسې

افغان سوداګر د پاکستان پرځای د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادروي او په بدل کې یې سمنټ واردوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۰
100%

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او ازبکستان ترمنځ نوې هوکړې شوې چې له مخې به بې د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پرځای ازبکستان ته صادروي او په بدل کې بې افغانستان ته سیمنټ واردیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د شوې هوکړې له مخې، به ازبکستان خپل درمل په ټیټه بیه افغانستان، په ځانګړي ډول کابل ته صادر کړي.

طالبانو ویلي، یاده هوکړه پرداسې مهال شوې، چې افغانستان دمګړی د سمینټو له کمښت سره مخ دی او د یاد تړون په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د سیمنټو اړتیاوې پوره شي.

طالبانو پرداسې مهال له ازبکستان سره د نویو سوداګریزو هوکړو خبر ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته اوس یادې ډلې خپله سوداګري له پاکستان نه اړولې او پر ځای یې ایران، هند ازبکستان او نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.

طالبانو د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون د ملا عمر په نامه نومولی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۰
100%

د کندهار پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد پوهنتون په تدریسي روغتون کې یې د جراحي څانګه فعاله کړې، خو په خبرپاڼه کې د پوهنتون تدریسي روغتون د «مستشفي عمر» تدریسي روغتون په نوم یاد شوی دی.

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو امریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په حکم په کندهار کې د «مستشفي عمر» تدریسي روغتون د جراحي څانګه په بشپړه توګه فعاله شوه.

وړاندې دغه روغتون د کندهار پوهنتون د تدریسي روغتون په نوم یادیده، خو طالبانو یې اوس نوم د یادې ډلې د پخواني مشر ملاعمر په نوم بدل کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شو او بیا وروسته د یاد روغتون لپاره نورې څانګې فعالې شوې.

طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد د یو شمېر ادارو، سړکونو او نور ځایونو پخواني نومونه تغیر کړي، چې د خلکو له پراخ غبرګون سره هم مخ شوي دي.

طالبانو د پکتیا په ملي ټلوېزیون کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۰
100%

د پکتیا ملي ټلوېزیون ځینو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ ددغه ولایت امربالمعروف ریاست د پکتیا ملي ټلوېزیون ته امر کړی، چې له دې وروسته په ټلوېزیون کې د ساکښو انځورونه خپاره نه کړي. د ټلویزیون خپرونې اوس یوازې په غږیزه بڼه روانې دي.

د پکتیا په مرکز ګردیز کې ددغه ولایت د ملي ټلوېزیون ځینو کارکوونکو د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د پکتیا ملي ټلوېزیون ټولې خپرونې یوازې په غږیز ډول او د ساکښو له انځورونو پرته خپریږي.

د پکتیا ملي ټلوېزیون کې د نننۍ ورځې راپورونه هم یوازې په غږیزه بڼه خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز ادعا کړې، چې په پکتیا ولایت کې د واکمنې ادارې د ځایي چارواکو له لوري د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له اعلان وروسته، په پکتیا کې د ملي تلویزیون خپرونې درول شوې او یاده رسنۍ راډیو ته اوښتې ده.

پکتیا ۲۳ ولایت دی، چې یاد بندیز پکې په رسمي ډول اعلان او پلي کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چې دغه بندیز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلي کېږي.

د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه پر پکتیا سربېره په ۲۲ نورو ولایتونو کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ او هرات کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.

طالبانو د ارزګان د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله درې زامن بندیان کړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ارزګان د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خپلوان وايي، چې طالبانو د نوموړي پر کور چاپه وهلې او د هغه دري زامن يې نیولي او بندیان کړي دي.

د جنرال مطیع الله خپلوانو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ارزګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یاد ولایت د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله درې زامن له تېرو دوو ورځو راهیسې بندیان کړي دي.

سرچینه وايي، طالبانو د جنرال مطیع الله پر کور له چاپې وهلو وروسته د وحیدالله، وارث او نوید په نوم د هغه درې زامن نیولي دي.

د جنرال مطیع الله د خپلوانو په وینا، طالبان له نیول شویو کسانو څخه د وسلو او مرمیو غوښتنه کوي.

د جنرال مطیع الله د خپلوانو د معلوماتو له مخې، یاد درې کسان وروسته له هغه بندیان شوي، چې د دوی په پخواني کور کې چې اوس یې په کرایه ورکړی دی، د پلټنې پرمهال مرمۍ پیدا شوې.

سرچینه وايي:«طالبانو څو ورځې مخکې د جنرال مطیع الله هغه کور چې بل کس ته یې په کرایه ورکړی و، تلاشي کړ، ځینې مرمۍ یې پیدا کړې، بیا يې د جنرال مطیع الله مشر زوی قوماندانۍ ته وغوښتی، هغه ورته ویلي و، چې دا کور کې خو کرایه نشین دی او دا مرمۍ موږ پسې اړه نه لري. طالبانو هغه ماښام ته بېرته خوشې کړ.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو یوه ورځ وروسته د جنرال مطیع الله د زامنو پر کور چاپه ووهله، خو هلته یې له څه نه موندلو وروسته د مطیع الله درې زامن له ځان سره یووړل او بندیان یې کړل.

سرچینه وايي، یو شمیر قومي مشران د یادو کسانو د راخوشي کولو په موخه طالبانو ته د ضمانت ورکولو لپاره چمتو دي، خو طالبان وايي، چې یاد کسان د وسلو او مرمیو له زیرمو ښودلو وروسته خوشې کوي.

په ارزګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ منلې چې په یو کور کې یې د مرمیو د پیدا کېدو په تړاو درې کسان نیولي او د یو شمېر نورو کسانو د نیولو په لټه کې دي.

جنرال مطیع الله د تېر جمهوري نظام پرمهال د ارزګان امنیه قوماندان و او د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې په کابل کې په یوځانمرګي برید کې ووژل شو.

اروپايي ټولنې او پاکستان پر طالبانو د نړیوالو ژمنو د عملي کولو غږ کړی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۰
100%

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو اړیکو استازې او د کمېسیون مرستیالې کایا کالاس د اروپايي ټولنې او پاکستان د ستراتیژیکو خبرو اترو په اووم ډیالوګ ګې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر خبرو اترو ټینګار کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې ددوحې پروسې پر بنسټ نړیوالې ژمنې عملي کړي.

کایا کالاس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار سره په ګډه اعلامیه کې وویل، چې د ډیورنډ کرښې پرسر ترینګلتیا او د طالبانو او پاکستان اړیکې یې څیړلې دي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لوریو د سیمې د سولې، ثبات او هوساینې لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې او ټینګار یې وکړ چې د ګاونډیانو ترمنځ دې ستونزې په خبرو اترو اوارې شي.

د اعلامیې له مخې، دواړو له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رغنده رول ولوبوي.

هغوی د افغانستان د ټکني اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د داسې یو خپلواک، باثباته او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ یې کړی، چې په سیمه کې مثبت رول ولري.

دغه راز دواړو اړخونو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې پروسې پر اساس د یو باوري سیاسي بهیر ملاتړ کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې نړیوالې ژمنې پلې کړي.

په اعلامیه کې له افغان کډوالو د پاکستان د کوربه ستاینه شوې، خو ټینګار یې کړی، چې هر ډول بېرته ستنېدل باید خوندي، باعزته او د نړیوالو معیارونو مطابق وي.

دواړو لوریو د افغان ښځو، نجونو او زیان‌منو ټولنو د بشري حقونو د خونديتابه غوښتنه هم کړې ده.