• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنې او پاکستان پر طالبانو د نړیوالو ژمنو د عملي کولو غږ کړی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۰

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو اړیکو استازې او د کمېسیون مرستیالې کایا کالاس د اروپايي ټولنې او پاکستان د ستراتیژیکو خبرو اترو په اووم ډیالوګ ګې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر خبرو اترو ټینګار کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې ددوحې پروسې پر بنسټ نړیوالې ژمنې عملي کړي.

کایا کالاس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار سره په ګډه اعلامیه کې وویل، چې د ډیورنډ کرښې پرسر ترینګلتیا او د طالبانو او پاکستان اړیکې یې څیړلې دي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لوریو د سیمې د سولې، ثبات او هوساینې لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې او ټینګار یې وکړ چې د ګاونډیانو ترمنځ دې ستونزې په خبرو اترو اوارې شي.

د اعلامیې له مخې، دواړو له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رغنده رول ولوبوي.

هغوی د افغانستان د ټکني اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د داسې یو خپلواک، باثباته او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ یې کړی، چې په سیمه کې مثبت رول ولري.

دغه راز دواړو اړخونو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې پروسې پر اساس د یو باوري سیاسي بهیر ملاتړ کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې نړیوالې ژمنې پلې کړي.

په اعلامیه کې له افغان کډوالو د پاکستان د کوربه ستاینه شوې، خو ټینګار یې کړی، چې هر ډول بېرته ستنېدل باید خوندي، باعزته او د نړیوالو معیارونو مطابق وي.

دواړو لوریو د افغان ښځو، نجونو او زیان‌منو ټولنو د بشري حقونو د خونديتابه غوښتنه هم کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې د درملو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۰
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې د درملو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې دمګړۍ په افغانستان کې د دردملو او طبي وسایلو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي او نږدې ۶۰۰ قلمه درمل تولیدوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر زمان شرافت ویلي، چې په کور دننه د درملو د تولید په برخه کې یې هڅې ګړنۍ کړې دي او د تولید او درملو د کیفیت پر برخه ډېر ټینګار کوي.

نوموړی وايي:«زموږ تولیدي اقلام ډېر شوې دي او نږدې ۶۰۰ ته رسیږي. د دې ترڅنګ ۱۳۰ فابریکې په داخل د هېواد کې درمل او طبي تجهیزات تولیدوي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د درملو د تولید یو شمېر کورنیو فابریکو نړیوال معیارونه پوره کړي دي او یاد وزارت ورته له هېواده بهر د درملو د لېږد سند هم ورکړی دی.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، چې په هېواد کې د تولیدي درملو د ملاتړ په موخه یې افغانستان ته د بهرنیو درملو د قاچاق مخه کلکه نیولې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پرداسې مهال په افغانستان کې د درملو د تولید د ودې خبر ورکړی، چې څه موده وړاندې د یادې ډلې د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې تر راتلونکو درېیو میاشتو له پاکستان نه واردېددونکو درملو د محصول خبر ورکړی و.

طالبانو له پاکستان نه د درملو واردوونکو څخه غوښتنه کړې وه، چې په درېیو میاشتو کې خپل حسابونه تصفیه کړي او د بدیلو وارداتي لارو کارونې ته تیاری ونیسي.

سلام حنفي د طالبانو له امربالمعروف وزارت نه له خلکو سره د نېک چلند غوښتنه کړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۹ GMT+۰
سلام حنفي د طالبانو له امربالمعروف وزارت نه له خلکو سره د نېک چلند غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال وايي، چې د «اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې دوره» پای ته ورسېده او اوس د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتنې وخت دی. عبدالسلام حنفي زیاتوي، چې ددې اصل په پام کې نیولو سره به په هيواد کې اسلامي نظام پياوړی او د ملت ټول حقوق تامين شي.

د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند محمد الله فطرت وايي، چې ددې ډلې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنيوي په تړاو د همغږۍ جوړه شوې غونډه کې وویل، چې په يوه اسلامي ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنيوی او د شکايتونو اورېدل ځانګړی اهميت لري او د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي د خپلې ادارې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسوولينو ته په خطاب کې ویلي، « ستاسو په اوږو دروند مسووليت پروت دی او د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنيوي په موخه لا زياته هڅه او له خلکو سره نېک چلند وکړئ».

حنفي له ګاونډيو هيوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنېدو مسالې ته په اشارې ویلي، ټول کډوال د خپل دين، ناموس او حیثیت د ساتنې لپاره ګاونډيو هيوادونو ته تللي، خو متاسفانه نن د قانوني اسنادو لرلو باوجود اخراجېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له هندمیشتو افغان سوداګرو سره پر سوداګریزو فرصتونو غږېدلی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۰
 د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له هندمیشتو افغان سوداګرو سره پر سوداګریزو فرصتونو غږېدلی
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل د سفر پرمهال په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سوداګرۍ پر فرصتونو او په هند کې د سوداګرۍ په برخه کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د لیندۍ ۲مه وویل، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي په هند کې له میشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او هند ته د دوی د پلاوي د سفر د هدف په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي په هند کې د میشتو سوداګرو ستونزې او ننګونې هم واورېدې.

ددې لیدنې په پای کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې ټولې راپورته شوې ستونزې بیا کتل شوې او د حل لپاره به یې جدي او عملي اقدامات وشي.

د یادونې وړ ده، چې نورالدین عزیزي د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني سفر لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.

په ننګرهار کې د پوليو واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شوی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰
په ننګرهار کې د پوليو واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شوی
100%

د طالبانو د ننګرهار رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې د پوليو واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شوی، چې په ترڅ کې به يې له پنځو کالونو کم عمره ۹۵۰ زره ماشومان واکسين شي. یاد دفتر وايي، چې په ننګرهار کې د پولیو هیڅ کومه نوې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر نن یکشنبه، د لیندۍ ۲مه وویل چې د پولیسو واکسین د پیل پرمهال د روغتيا نړيوال سازمان مسوول وويل چې که څه هم د پوليو واکسين د پوښښ ساحه پراخه شوې، خو لا هم په دغه ولايت کې د ګڼې ګوڼې او د کډوالو تګ راتګ له امله د پوليو ويروس خطر شته او پاملرنې ته اړتيا ده.

په ورته مهال د طالبانو د ننګرهار والي مرستیال عزیزالله مصطفی وويل، چې په ننګرهار کې په بشپړ ډول د پوليو واکسين تطبیق ته زمينه برابره ده او هڅه به وکړي چې پاتې دوه سلنه ماشومان هم له واکسين برخمن شي.

نوموړي وويل،چې درسنيو، منبرونو او ناستو له لارې به خلکو ته عامه پوهاوی وکړي، چې د پولیو واکسين د پوښښ ساحه لا پراخه شي.

عزیزي مصطفی په خپلو خبرو کې وویل :«د امنيتي او سکتوري ادارو او ولسواليو مسوولان ټول د پوليو واکسين په تطبیق کې همکاري کوي او په دې برخه کې هيڅ ډول ستونزې او خنډ نشته».

د رپوټونو له مخې، افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې دا وژونکی ویروس پکې پاتې دی.

له ایران څخه افغانستان ته ۲۹۴ افغان محکومان ولېږدول شول

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰
له ایران څخه افغانستان ته ۲۹۴ افغان محکومان ولېږدول شول
100%

د ایران د تایباد ولسوالۍ چارواکو اعلان کړی چې ۲۹۴ تنه افغان محکومان چې د ایران په بیلابیلو زندانونو کې بندیان وو، د پاتې سزا تېرولو لپاره د اسلام کلا له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. په زندانیانو کې پنځه مېرمنې هم شاملې دي.

د تایباد لوی څارنوال حجت صدیقي د یکشنبې په ورځ د دوغارون په پوله کې د افغان محکومینو د لېږد د پروسې په ترڅ کې ویلي، چې دغه بنديان د ایران او طالبانو ترمنځ د قضایي محکومینو د لېږد د هوکړې پر بنسټ د غربي اذربایجان‌، کرمان، جنوبي خراسان او خراسان رضوي ولایتونو له زندانونو څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ده زیاته کړه چې په دې لېږد کې پنځه مېرمنې هم شاملې دي.

د تایباد لوی څارنوال څرګنده کړه چې د ډېری دغو محکومینو جرایم د مخدره توکو په برخه کې دي او د افغانستان د محکومینو د لېږد پروګرام له ۱۳۹۵ کال راهیسې پيل شوی دی.

صدیقي وویل چې په تېرو څو کلونو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډې هوکړې له مهمو برخو څخه یو هم د دواړو هېوادونو د قضایي محکومینو تبادله ده.

هغه زیاته کړه چې تېر کال ۱۷۸ افغان محکومان د ایران له زندانونو څخه د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږدول شوي وو.

دوغارون د تایباد ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د افغانانو د تګ او راتګ له مهمو او خوندي رسمي دروازې ګڼل کېږي.