• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین جګړې د پای ته رسولو مذاکرات؛ زېلېنسکي د ټرمپ له هڅو مننه وکړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې اوکراین د امریکا او د دې هېواد د ډونالډ ټرمپ له هغو هڅو مننه کوي، چې د کییف په ملاتړ یې ترسره کړي دي.

زېلېنسکي ویلي: «اوکراین د متحده ایالاتو، هر بل امریکایي او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ څخه منندوی دی، د هغه له مرستې چې د جاولین توغندیو په وړاندې پیل شوې او د اوکرایني وګړو ژوند ژغوري.»

د زېلېنسکي دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې ټرمپ ویلي وو اوکرایني مشران د امریکا له مرستو «هېڅ ډول مننه» نه کوي.

همداراز د اوکراین ولسمشر له اروپایي هېوادونو، د جي-۷ او د جي-۲۰ له ډلو څخه هم مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغو ملاتړو دوام ډېر مهم دی.

هغه لیکلي: «همدا علت دی چې موږ د سولې په لاره کې پر هر ټکي او هر ګام ډېر په دقت کار کوو. هر څه باید په سمه توګه ترسره شي، څو په رښتیا وکولای شو دې جګړې ته پای ورکړو او د تکرار مخه ونیسو.»

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: د اسلامي احکامو پرېښودل به له موږ څخه د اسلامي نظام نعمت واخلي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۸ GMT+۰
خالد حنفي: د اسلامي احکامو پرېښودل به له موږ  څخه د اسلامي نظام نعمت واخلي
100%

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر محمد خالد حنفي خبرداری ورکړ چې «که دوی د اسلامي احکامو له تطبیقولو مخ واړوو، الله به له ورڅخه د اسلامي نظام په څېر لوی نعمت واخلي». نوموړي دا خبرې د منکراتو او معروفاتو د اقامې تر عنوان لاندې د ددغه وزارت له خوا جوړې شوې غونډې کې کړي.

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت له‌خوا د لویې جرګې په تالار جوړې شوې نننۍ غونډې ته خالد احنفي وویل چې اسلام یوازې په جوماتونو او دیني مرکزونو پورې محدود نه دی، بلکې د انسان د ژوند ټول اړخونه رانغاړي.

حنفي وویل: «مغرضې کړۍ تل هڅه کوي چې د اسلام د اساسي شعبې، یعنې امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر، پر ضد تبلیغات وکړي».

هغه د دې اصل ارزښت ته په اشارې زیاته کړه: «امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اسلامي نظام روح دی؛ که یې پرېږدو، نو داسې به شو لکه بې‌روحه جسد».

په غونډه کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم خبرې وکړې او ویې ویل: «د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ټولو وګړو حقوق خوندي دي، که مسلمان وي او که غیرمسلمان. هیڅوک جرئت نه شي کولی د چا پر حق تېری وکړي».

د غونډې بل ګډونوال کابل کې د طالبانوو والي حاجي امین‌الله عبید د خپلې ډلې د واکمنۍ په دفاع کې وویل چې «د طالبانو نظام له امله افغانستان له تجزیې وژغورل شو».

غونډې ته پر کابل د واکمنو د رییس‌الوزرا ملا حسن اخوند په لېږل شوي پیغام کې بیا پر یووالي ټینګار شوی و. په پیغام کې راغلي: «د اسلامي نظام د بقا او د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره سره یو موټی شئ. هېچا ته اجازه مه ورکوئ چې تاسې سره بې‌اتفاقه کړي».

یاده دې وي چې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د دوی امربالمعروف وزارت په خلکو سخت قوانین وضعه کړي، د محدودیت دغه قوانین تر ډېره په ښځو تطبیق شوي، له زده کړو او کار نیولې بیا په سیاسي مشراکت، تفریح ځایونو ته په تګ، په رسنیو کې په پټ مخ کار او له محرم پرته سفر نه کول هغه څه دي چې په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوي.

هالنډ کې د ملکه ثریا د زېږېدو ۱۲۶مه کلیزه ونمانځل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۰
هالنډ کې د ملکه ثریا د زېږېدو ۱۲۶مه کلیزه ونمانځل شوه
100%

په هالند کې د افغان ښځو یووالي بنسټونو د ملکه ثریا د ۱۲۶مې کلیزې په مناسبت ګډه ناسته ترسره کړې چې په‌کې د هغې د ژوند، هڅو او د افغانستان د ښځو د حقونو په مبارزه کې د نوموړې د تاریخي رول په اړه علمي ویناوې وشوې.

د افغانستان د ښځو د یووالي ټولنې او د «ښځو لومړیتوبونو» سازمان په ګډه هالنډ کې د ملکه ثریا ـ د شاه امان‌الله خان مېرمنې د زېږېدو د ۱۲۶مې کلیزې په درناوي ځانګړی مراسم ترسره کړل.

ګډونوالو د ملکه ثریا د ژوند، افکارو او اصلاحاتو په اړه علمي بحثونه وکړل او ویې ویل چې هغه د افغانستان د ښځو د زده‌ کړو، حقونو او ټولنیزو بدلونونو له بنسټ‌ اېښودونکو شخصیتونو څخه وه.

د ویناوالو په وینا، هغې سل کلونه وړاندې د نجونو د زده‌کړو د پراختیا، د ښځو د کار حق او د ښځو د مدني او علمي مشارکت په برخه کې تاریخي لاسته‌ راوړنې لرلې.

شاه امان‌الله چې د افغانستان نوښتګر او مترقي پادشاه بلل کېږي، له خپل اروپایي سفر وروسته پراخ سیاسي او ټولنیز اصلاحات پيل کړل او په همدې لړ کې یې د نجونو زده کړو لپاره ځانګړي ښوونځي جوړل کړل.

ملکه ثریا له اروپا نه تر راستنېدو وروسته حجاب لرې کړ او پاچا له افغان ښځو وغوښتل چې د هغې له پوښاکه الهام واخلي.

ټایم مجلې په ۲۰۲۰ کال کې ملکه ثریا د نړۍ د سل اغېزمنو ښځو په نوملړ کې شامله کړه او هغه یې د ۱۹۲۰ لسیزې په اوږدو کې د منځني ختیځ له ځواکمنو او نوښتګرو ښځو څخه یاده کړه.

د دې اصلاحاتو د مخالفت له امله د امان‌الله خان اصلاحات پای ته ونه رسېدل، خو د ملکه ثریا مبارزه د افغان ښځو لپاره د الهام سرچینه پاتې شوه.

د ناستې ګډونوالو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې نن ورځې افغان ښځې له خپلو اساسي حقونو بې‌ برخې شوې دي، خو د ملکه ثریا له مبارزې، زړورتیا او دریځ څخه الهام اخلي.

د ناستې کوربه بنسټونو د افغان ښځو د پیوستون، زده‌ کړو، کار او اساسي حقونو په برخه کې د ګډو پروګرامونو د دوام ژمنه وکړه.

طالبانو د نشه‌یي توکو د کاروبار په تور اته ولایتونو کې ۲۶کسان نیولي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۸ GMT+۰
طالبانو د نشه‌یي توکو د کاروبار په تور اته ولایتونو کې ۲۶کسان نیولي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هېواد په اتو ولایتونو کې یې ځواکونو د نشه‌يي توکو ضد عملیات ترسره کړي چې۲۶کسان یې نیولي او خپلو قضایي ادارو ته یې سپارلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ځواکونو یې د نشه يي توکو پر ضد تازه همغږو عملیاتو کې په بامیان، کندز، کاپیسا، تخار، خوست، فاریاب، پروان او بلخ ولایتونو کې ۲۶تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول.

د خبرپانې له مخې، دغه کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په بېلابېلو قضیو کې د ځانګړو کشفي او عملیاتي ټیمونو نیولي دي.

همدا راز زیاته شوې، له نیول شوو کسانو څخه یوه اندازه شیشه، چرس، تریاک، نشه‌يي ګولۍ (ټابلیټونه) او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي چې د قانوني پروسو لپاره یې ثبت او ضبط ترسره شوی دی.

وایي، یاد کسان یې د لومړنیو څېړنو وروسته خپلو عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.

د طالبانو دغه وزارت زیاتوي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه روانه ده او امنیتي ځواکونه به د قاچاقي شبکو د له‌منځه وړلو لپاره خپلو هدفمند عملیاتو ته دوام ورکړي.

نړۍوال بانک وایي، افغانستان په اکټوبر میاشت کې ۲۶۷مېلیونه ډالره صادرات کړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۰
نړۍوال بانک وایي، افغانستان په اکټوبر میاشت کې ۲۶۷مېلیونه ډالره صادرات کړي
100%

نړۍوال بانک وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو سره سره افغانستان په اکټوبر میاشت کې ۲۶۷میلیونه ډالره صادرات ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله په‌کې ۳،۷٪زیاتوالی او د سپټمبر په پرتله ۱۳ سلنه لوړوالی ښيي.

د نړۍوال بانک راپور څرګندوي چې د صادراتو زیاتوالی د هند او ازبکستان بازارونو ته د افغان محصولاتو صادرولو له امله رامنځته شوی دی. راپور کې راغلي: «د پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه شخړو له امله سوداګري ودرول شوه، خو صادرات په بریالۍ توګه هند او اوزبیکستان ته ترسره شول».

د راپور له مخې، د اکټوبر میاشتې په جریان کې د خوړو صادرات ۲۳۸،۴مېلیونه ډالره ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۸،۶سلنه زیاتوالی ښيي.

په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو شخړو اسلام‌اباد اړ کړ چې سوداګریزې لارې وتړي او تر یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې دد دواړو لوریو ترمنځ ټرانزیټ او سوداګري بنده ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د پاکستان څخه د درملو واردات بند کړل او سوداګر یې د بدیلې لارې موندلو ته هڅولي دي.

همدارنګه عبدالغني برادر ایران ته سفر کړی څو سوداګریزې اړیکې پراخه کړي او طالبان د ازبکستان سره د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د هوایي صادراتو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړی.

بلخ ولایت کې د طالبانو ویاند وايي چې افغان کرنیز محصولات به د ازبکستان له لارې د مرکزي او سویلي اسیا او اروپا بازارونو ته واستول شي.

په ورته وخت کې، د پاکستان-افغانستان ګډ سوداګریز او صنعتي خونه د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ د بیا پیل غوښتنه کړې چې په وینا یې کلنی ظرفیت یې ۵مېلیارده ډالره دی، خو د ډيورنډ په کرښه د خنډونو له امله د سوداګرۍ حجم له یو میلیارده ډالرو ټیټ شوی دی.

تېره ورځ نږدې ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه اېستل شوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۰
تېره ورځ نږدې ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه اېستل شوي
100%

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي چې پرون شنبه د (لیندۍ لومړۍ) نېټه پاکستان او ایران ۱۱۸۵۵ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ور ستانه کړي دي. د مالوماتو له مخې، یادو کډوالو ته لومړني خدمات وړاندې شوي او خپلو ولایتونو ته یې خوندي لېږد ترسره شوی دی.

د طالبانو د دغه کمېسیون راپور ښيي چې د هلمند د بهرامچې له لارې ۸۶۲کورنۍ (۵۰۷۰ تنه)، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۹۸۶کورنۍ (۵۵۳۳ کسان)، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۲۵کورنۍ ثبت او بایومیټریک شوې.

همدا ډول په نیمروز کې ۱۶کورنۍ او په هرات کې بیا ۱۳کورنۍ ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي چې دغو کډوالو ته د اړینو خدمتونو ټول لګښتونه ۵۷،۲۴۳،۵۳۰افغانۍ ته رسېدلي، چې پکې ټرانسپورټ، غذايي توکي، روغتیايي خدمات، مالي مرستې او سیمکارتونه شامل دي.

د یاد کمېسیون دارالانشاء وايي، دغه اقدامات د افغان کډوالو خوندي راستنېدو، اړینو مرستو او ټولنیز ثبات لپاره مهم ګام دی.