تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۴۷زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۱۴۷زره او ۱۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي چې پهکې تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي. د معلوماتو له مخې؛ په دې کې ۳۲۷ټنه سوداګریز توکي او په ځانګړې توګه د انارو جوس صادر شوي.
