افغانستان د ۲۰۲۵ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام کوربه توب کوي

د افغانستان کرېکټ بورډاو د اسیا کرېکټ شورا په ګډه اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د نولس کلنو اسیا جام سیالۍ به راتلونکی کال د افغانستان په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډاو د اسیا کرېکټ شورا په ګډه اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د نولس کلنو اسیا جام سیالۍ به راتلونکی کال د افغانستان په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سیالۍ به په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په ټاکلي مهالویش ترسره شي او د اسیا مخکښې د نولس کلنو لوبډلې به پکې ګډون وکړي.
د کرېکټ بورډ په وینا، د دې سیالیو تنظیم، همغږي او د سیالیو بشپړ تخنیکي ترتیبات به د افغانستان کرېکټ بورډ په همکارۍ ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ او د اسیا کرېکټ شورا ویلي چې د مناسبې وېزې، معیاري لوبغالو او لوژستیکي اسانتیاوو له امله پرېکړه شوې چې لوبې په عربي اماراتو کې ترسره شي، او تمه ده چې دا سیالۍ به د نولس کلنو لوبغاړو لپاره د نړیوال کرېکټ په لور د پرمختګ مهم فرصت برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د ځوانانو په کچه کرېکټ کې ښه وده کړې او د نولس کلنو د کچې په سیالیو کې یې څو ځلې غوره پایلې ترلاسه کړي دي.