کریم خُرم: د سیمې حالت ته چې ګورو دا ځل پاکستان په بد وضعیت کې معلومېږي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خُرم پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانان به اوس دا هر څه وګالي؛ خو ګرانه برېښي چې پاکستان وضعیت کنټرول کړي او د خپلې خرابۍ مخه ونیولی شي.
