عبدالله: پوځي اقدام د حل لاره نه ده

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله وايي چې د ستونزو حل لاره پوځي اقدام نه دی، بلکې ثبات او د بحران حل به یوازې هغه وخت ممکن وي چې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړل شي.
نوموړي نن سې شنبه، د لیندۍ ۳مه پر اېکس خواله رسنۍ د پاکستان له خوا د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه او د خوست، پکتیکا او کونړ په ولایتونو کې بریدونه غندلي دي.
هغه د روان بحران د حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.
