عاطف مشعل وایي، د پاکستان وروستي دریځونه د یوه «متضاد او غیرمسوولانه» سیاست څرګندونه کوي

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بېګانیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان وروستي دریځونه او تحرکات د یوه «متضاد او غیرمسوولانه» سیاست څرګندونه کوي.
