• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې ناڅرګندو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په اعظم ورسک سیمه کې وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي دي. د سیمې خبریالان وايي، چې تر اوسه د دواړو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې او ځايي پولیس یې په اړه پلټنې کوي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو کسانو د وژلو مسوولیت هم پرغاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې ده، چې سیمه ییزو خبریالانو خبر ورکړی، چې د یادې ولسوالۍ په غونډاګ سیمه کې وسله والو د سرحدي ملیشو پر یوې پوستې برید کړی او د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو او حکومتي ځواکونو د توپونو د ډزو له امله د سیمې خلک له سیمې نه وتلو ته اړ شوي دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي ویلي، چې طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي او باید د یوه ټول‌ګډونه او ولسواک نظام د جوړولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

یوسفزي چې د پېښور په اسلامیه کالج کې یوې علمي غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان اوسنی وضعیت د«ځنګل له قانون» سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې له قانون پرته ټولنه د دوامدارې بې‌ثباتۍ پر لور ځي.

هغه د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل او دا یې د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری وباله. یوسفزي ټینګار وکړ، چې د ملکي خلکو وژل هېڅ توجیه نه لري او اسلام‌اباد باید د تاوتریخوالي پر ځای د ډیپلوماسۍ لار خپله کړي.

نوموړي طالبان وهڅول، چې د اساسي قانون او ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو کار وکړي، څو هېواد له اوسني امنیتي او سیاسي کړکېچ څخه ووځي.

یوسفزي د افغان کډوالو جبري اېستل د نړۍوالو اصولو خلاف وبلل او پر افغانانو یې غږ وکړ، چې د احتمالي خطرونو پروړاندې متحد پاتې شي.

هغه وویل، چې د افغانستان کړکېچ هغه وخت حل کېدای شي چې ټولو خلکو ته د سیاسي ګډون مساوي حق ورکړل شي او یو ملي او د خلکو پر رایه ولاړ حکومت رامنځته شي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۲۲ وسله‌وال وژل شوي دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۰
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۲۲ وسله‌وال وژل شوي دي
100%

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.

د یادې ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات د دوشنبې په ورځ د استخباراتي عملیاتو پر بنسټ شوي چې په‌کې د ټي‌ټي‌پي اړوند ۲۲ وسله‌واله وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده سیمه کې لاهم چاڼیز عملیات روان دي.

ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یاد عملیات بریالي بللي او ویلي یې دي:« موږ له هېواد څخه د ترهګرۍ د بشپړې له‌منځه وړلو لپاره ټینګ هوډ لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ په پېښور کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر مرکزي دفتر برید کې د یادو ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او ۱۲ کسان بیا ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، چې د بریدګرو یاد برید په شا تمبول شوی دی.

د بشري حقونو فعاله: له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۷ غړي ورک دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۰
د بشري حقونو فعاله: له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۷ غړي ورک دي
100%

د بشري حقونو فعاله سامنتا لییننګ وايي چې د روانې نومبر میاشتې له ۱۲نېټې راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ اووه تنه غړي لادرکه دي. نوموړې زیاتوي، چې دغه درې کسان د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۱۲مه په پېښور کې د سولې په جرګه کې له ګډون وروسته په زوره لادرکه کړای شوي دي.

د بشري حقونو فعالې سامنتا لییننګ نن دوشنبه ، د لیندۍ ۳مه په خپل اېکس کې لیکلی، چې د راپورونو له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په زوره ورکولو کې په ساده جامو او یونیفورم ملبس کسان ښکېل دي.
هغه وايي، چې د پیښور پولیسو له خوا اخیستل شوې سي سي ټي وي ویډیو کې د پیښې پرمهال موجود موټر او کسان پیژنېدل کېږي، خو نوموړې زیاتوي، چې تر اوسه رسمي څېړنې نه دي ثبت شوې.

نوموړې اندېښنه ښودلې، چې ورک شوي کسان ممکن په اسلام اباد یا شاوخوا سیمو کې ساتل کېږي خو هیڅ رسمي تایید شوي معلومات په لاس کې نشته.

هغې غوښتنه کړې، چې دا وضعیت بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په نیول شویو، غړو کې نورالله ترین، حنیف پشتین، سید عرفان الله، فرمان وزیر، عدنان وزیر او حبیب وزیر شامل دي.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د لړم پر ۲۲مه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي و، چې د پېښور په امن جرګه کې ټول ګډون کوونکي د جرګې میلمانه وو او هر چا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي تښتولي هغه د پښتنو د امن دښمنان دي.

د روان زېږدیز کال له پیله خېبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله ۵۰۰ کسان مړه شوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۰
د روان زېږدیز کال له پیله خېبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله ۵۰۰ کسان مړه شوي
100%

د پاکستان د ملي افتونو ادارې NDMA د پېښور عالي محکمې ته په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د سختو موسمي سېلابونو له امله په خېبرپښتونخوا کې ۵۰۴ کسان مړه شوي دي. د مړو شویو له ډلې ۳۳۸ نارینه، ۷۶ ښځې او ۹۰ تنه ماشومان دي.

راپور د هغې غوښتنې په ځواب کې محکمې ته وړاندې شوی، چې په‌کې د سږنیو طبيعي پېښو له امله د خلکو د تاوان د جبران او د یوه هر اړخیز ناورین ‌مدیریت پلان د جوړېدو غوښتنه شوې وه.

یادې ادارې ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر د هر مړه شوي کس کورنۍ ته د دوه مېلیونه کلدارو مرستې منظور کړې دي. د خېبرپښتونخوا د بېړنیو مرستو او بیارغونې ادارې او د اقلیم بدلون وزارت هم خپل ځوابونه محکمې ته سپارلي دي.

په غوښتنلیک کې له محکمې غوښتنه شوې، چې حکومت دې د ورته غمیزو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي. د ځنګلونو پراخېدنه، د مناسبې بنسټیزې زېربنا جوړول، د چټکې خبرتیا سیسټم رامنځته کول، د بېړنیو حالاتو لپاره چمتووالی، د طبیعي پېښو د تاوان ارزونه، د زیانمنو سیمو بیا رغول او د لومړنیو اړتیاوو لکه خوړو، سرپناه او درملنې برابرول په دغه پلان کې شامل دي. دغه شان د اقلیم‌بدلون د اغېزو د مهار غوښتنې هم په‌کې شاملې شوې دي.

د پاکستان د ملي افتونو ادارې په وینا؛ تر ټولو ډېر تلفات په بونیر کې ثبت شوي، ورپسې په صوابۍ، سوات، شانګله، مانسهره او باجوړ کې دي. په دغه سېلابونو کې ټول ټال ۲۱۸ کسان ټپيان شوي هم دي.

راپور زیاتوي، چې ټولټال ۳٬۲۲۲ کورونه زیانمن شوي چې له ډلې یې ۷۰۱ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د کورونو تر ټولو زیات زیان هم په بونیر کې رامنځته شوی دی. تر دې سربېره، له ۵٬۴۶۰ ډېر څاروي هم له‌منځه تللي دي.

یادې پاکستانۍ ادارې ویلي، چې د دوی د خبرداریو څانګه د سپوږمکۍ معلوماتو او د ځمکمنۍ ارزونې پر بنسټ د څار شبکو له لارې د هوا او اوبو وضعیت په دوامداره توګه څاري. یادې ادارې ټینګار کړی، چې د «۲۰۲۵ ملي بحران‌ مدیریت پلان» په هېواد کې د طبیعي ګواښونو هراړخیز انځور وړاندې کړی دی.

د خیبرپښتونخوا د بېړنیو مرستو اداره وايي، چې د ژغورنې ۱۱۲۲ ټیمونو تر اوسه له ۶٬۳۹۵ ډېر کسان له سېلاب‌ځپلو سیمو ژغورلي او ۴۴۲ مړي یې موندلي دي. دغه اداره وايي، چې سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او ځمک ښویېدنې طبیعي او د نه‌ اټکل وړ پېښې دي. د راپور له مخې؛ د بارانونو له پیل مخکې د لوړپوړو چارواکو په ګډون د چمتووالي ناسته ترسره شوې وه؛ څو لازم ګامونه پورته شي.

د پاکستان د اقلیم‌بدلون وزارت محکمې ته ویلي، چې دغه غوښتنلیک دې رد شي ځکه د شته قوانینو له مخې مدعي کولای شي خپله دعوه د خېبرپښتونخوا د چاپېریال محکمې ته یوسي او د چاپېریال د قوانینو د پلي کولو واک د دغه ایالت د چاپېریال ساتنې ادارې سره دی.

پېښور کې د سرحدي ځواکونو پر دفتر برید؛ درې ځانمرګي بریدګر او درې پاکستاني ځواکونه وژل شوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۵ GMT+۰
پېښور کې د سرحدي ځواکونو پر دفتر برید؛ درې ځانمرګي بریدګر او درې پاکستاني ځواکونه وژل شوي
100%

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، چې په پېښور کې یې د سرحدي ځواکونو پر مرکزي دفتر برید کې درې ځانمرګي بریدګر له منځه وړي دي. د دوی په وینا؛ په دغه برید کې د سرحدي ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او پنځه کسان ټپیان دي.

په پېښور کې د سرحدي ځواکونو دفتر مرستیال قوماندان جاوید اقبال ویلي، درې ځانمرګي چې پر مرکزي دفتر یې برید کړی و؛ وژل شوي دي. نوموړي وویل: «سرحدي ځواکونو په زړورتیا سره د بریدګرو مقابله وکړه او د ځانمرګو بریدګرو هڅه یې شنډه کړه».

جاوید اقبال زیاته کړه، په دغه برید کې د سرحدي ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي چې په‌کې دوه پولیس او درې ملکي وګړي شامل دي. د نوموړي په وینا؛ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

جاوید اقبال وویل، چې د دوی د ځواکونو له‌خوا سیمه کلابنده شوې او چاڼیز عملیات لاهم روان دي.