• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او عراق له زندانونو تر ۴۰۰ زیات افغانان خوشې شول

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۴۰۳ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۴۰۰ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۳ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له ۵ تر ۸ میاشتو پورې بندیان وو؛ د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

همدا وړمه ورځ د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد په «ارجنټاین پارک» کې تر نیمې شپې چاپې وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۹ نیول شوي افغان کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړل. د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل وو.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

۵

روسیه د طالبانو د پوځي تجهیزاتو د ترمیم هوکړه عملي کوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۵مه ناسته کې ګډون وکړ

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۰
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۵مه ناسته کې ګډون وکړ
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ ګډه ناسته کې ګډون وکړ. استانبول کې د دغې ناستې پر مهال د اقتصادي همکاریو پراخولو، د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پیاوړتیا او د ګډو پروژو د پرمختګ پر محور بحثونه شوي.

پنج‌شنبه د (لېندۍ ۶مه) د‌ طالبانو د یاد وزرات په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وزیرانو تر ناستې مخکې د غړو هېوادونو لوړپوړو تخنیکي کارپوهانو دوه ورځې د سوداګریزو اسانتیاوو، ګمرکي چارو، پانګونې او د سوداګریزو هوکړه‌لیکونو د تعدیل پر موضوعاتو خبرې اترې وکړې. د دغه تخنیکي ناستې پایلې بیا د وزیرانو په عمومي غونډه کې وړاندې شوې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپله وینا کې د ایکو سازمان ارزښت ته په اشارې، افغانستان د سیمې د ترانزیټي څلورلارې په توګه مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټي پروژو د لا پیاوړتیا په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.

په دې ناسته کې د پرېکړو په برخه کې د غړو هېوادونو وزیرانو څو مهم اسناد او ستراتېژۍ په رسمي ډول تایید کړې، چې په‌کې «د ایکوټا (ECOTA) د سوداګریز هوکړه‌لیک د تعدیل د خبرو اترو ستراتېژي، د سوداګریزو اسانتیاوو د هوکړه‌لیک د ترتیب او وروستي کولو ستراتېژي، د غړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د چوکاټ هوکړه‌لیک (FTA)، د ۲۰۲۶ – ۲۰۳۵ کلونو لپاره د ایکو لس کلن پرمختیایي لید شامل وو».

طالبان وایي، د دغه اسنادو تایید د ایکو تر چتر لاندې د راتلونکو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لوری لا روښانه کوي او د ازادې سوداګرۍ د پراختیا، د ګمرکي بندیزونو د کمولو او د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره نوی فرصت برابروي.

پر کابل د واکمنې ډلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلاوی وتوانېد د سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او د بهرنیو پانګونو د جذب په برخه کې د غړو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

نور الدین عزیزي د ایکو سازمان غړو هېوادونو ته بلنه ورکړه، چې د دغه سازمان د سوداګرۍ وزیرانو راتلونکې ناسته په کابل کې ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې دوی دغه ناستې ته بشپړ چمتووالی لري.

د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) لس غړي هېوادونه لري او د دغه سازمان اصلي موخه د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراخول دي. طالبان وایي، په دغه ناستو کې د دوی فعاله ونډه د صادراتو د پراختیا، د پانګونې د جلب او د سیمې له ترانزیټي ظرفیتونو د لا ښې ګټې اخیستنې لپاره مهم فرصت بلل کېږي.

طالبان چې اوس‌مهال یې له خپل پخواني ملګر‌ي پاکستان سره اړیکې ترینګلې شوې او هر ډول سوداګري یې ورسره بنده اعلان کړې، غواړي د منځنۍ اسیا هېوادونو سره اقتصادي همکارۍ او سوداګریزې راکړې ورکړې ډېرې کړي.

هرات کې د طالبانو والي له ايران او ترکيې سره وروستی درې‌اړخیز سوداګریز تړون ګټور بللی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰
هرات کې د طالبانو والي له ايران او ترکيې سره وروستی درې‌اړخیز سوداګریز تړون ګټور بللی
100%

هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار وايي، چې د ایران له خراسان رضوي ولايت سره د دغه ولایت نږدې‌والی ډېر ارزښتناک دی. نوموړي له ایراني چارواکو سره ناسته کې ویلي، چې له ايران او ترکيې سره د دوی وروستی درې‌اړخیز سوداګریز تړون د مالونو او سوداګرۍ د اسانتيا لپاره يو مهم ګام دی.

مولانا اسلام جار د ایران د خراسان رضوي له والي او مل پلاوي سره په ليدنه کې وويل: «د ايران اسلامي جمهوريت عمومي تګلاره د افغانستان په اړه سوداګريزه او د ښه ګاونډيتوب تګلاره ده. هرات ته موږ د کوچني افغانستان نوم هم ورکوو، ځکه له هر ولايته شاوخوا ۵۰زره کورنۍ دلته مېشتې دي. موږ هڅه کړې، چې د کارموندنې، سوداګرۍ، کرنې او روغتيا په برخو کې غوره مديريت او خدمتونه وړاندې کړو».

هغه زیاته کړې، هرات د سوداګرۍ په برخه کې ډېر مثبت خوځښتونه پیل کړي او د رېل پټلۍ له لارې د دغه ولایت واردات ۵۰زره ټنو ته رسېدلي او هیله لري چې دغه شمېر ۱۰۰زره ټنو ته ورسېږي. نوموړی وایي، که څه هم د حیرتان رېل پټلۍ بې‌سارې اسانتیاوې لري؛ خو دوی هڅه کوي چې د هرات له لارې هم د سوداګرۍ کچه پراخه کړي.

د مولانا اسلام جار په خبره: «دغه لاره پراخ ظرفیت لري او دواړه خواوې ترې ګټه اخيستلای شي. د چابهار بندر، ترکيه او اروپايي لارې هم ډېر اهميت لري. موږ د افغانستان، ايران او ترکيې د وروستي درې‌اړخيز تړون هرکلی کوو».

د طالبانو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې ایران سره د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره یې په اسلام‌کلا کې څو مهمې پروژې پیل کړې دي. هغه وایي، هلته بندر کې پرمختللی کمپلېکس جوړېږي چې یو لوړ معیاري هوټل او د ښاري جوړونې یوشمېر پراختیایي پروژې په‌کې شاملې دي.

د اسلام جار په وینا، اسلام‌کلا بندر کې د دواړو لوریو ترمنځ شنې ساحې او کمربندونه هم جوړېږي؛ څو موټر چلوونکي، سوداګر، پولیس او مساپر له اسانتیاوو برخمن شي.

په دغه ناسته کې د افغان کډوالو د ستنېدو په تړاو هم خبرې شوې او د طالبانو والي ویلي، چې اوس‌مهال له ایران نه د جبري ستنېدو موارد خورا کم شوي دي. نوموړي وویل: «له افغان کډوالو سره د ايران اسلامي جمهوريت چلند ډېر مثبت دی. زموږ وروستی سفر مشهد ته ډېر ګټور و. اوس اکثره هغه کسان چې ايران نه راځي، په خپله خوښه راځي؛ جبري موارد ډېر کم شوي دي».

په دې ناسته کې همدا راز د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر هغه اعلان هم ټینګار شوی، چې افغان سوداګرو ته یې له پاکستان سره د راکړې ورکړې راکمولو سپارښتنه کړې او ورته یې ویلي چې بدیلې لارې دې وګوري. هرات کې د‌ طالبانو والي په خبره: «زموږ سوداګر د هېواد د مشرتابه د لارښوونې له مخې؛ له پاکستان سره اقتصادي اړيکې کموي او نوې لارې لټوي. د بلخ د والي هلې ځلې او د ازبکستان همکاري ډېرې د پام وړ دي. موږ بايد د ايران له فکر، تجربې او ارادې ښه استفاده وکړو؛ څو کمزورۍ له منځه يوسو».

طالبانو له پاکستان سره تر سیاسي کړکېچ وروسته اوس خپله تکیه پر منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ډېره کړې ده. په دې وروستیو کې دغه هېوادونو ته د افغان سوداګرو سفرونه هم دېر شوي او راپورونو په ډاګه کړې، چې له دغه هېوادونو سره د افغانستان سوداګري هم د پام وړ ډېره شوې ده.

افغان اېواک: واشنګټن کې ترهګریزه پېښه شخصي عمل دی او باید افغان ټولنې پورې ونه تړل شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
افغان اېواک: واشنګټن کې ترهګریزه پېښه شخصي عمل دی او باید افغان ټولنې پورې ونه تړل شي
100%

د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ یو اېتلاف ویلي، چې واشنګټن ډي‌سي کې د یو افغان له لوري د ملي‌ګارډ پر دوو سرتېرو برید یو شخصي عمل دی او باید افغان ټولنې پورې ونه تړل شي. په دې تړاو اعلامیه کې راغلي، چې له دغه پېښې باید د افغانانو پر ضد سیاسي استفاده ونه‌شي.

دغه امریکایي سازمان د ملي‌ګارډ د ټپي شویو سرتېرو کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې او د پېښې عامل ته یې د قانون له مخې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده. د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «هېڅوک د بل کس د جرم یا کړنو په وړاندې مسوولیت نه‌لري. موږ رسنیو، منتخب چارواکو، پالېسي جوړونکو او ټولو بانفوذه کسانو ته د زړه له کومې سپارښتنه کوو چې د دغه ناوړه عمل لپاره دې افغان ټولنه نه بدناموي».

دغه سازمان زیاته کړې، امریکا ته له هر ننوتونکي افغان قوي امنیتي څېړنې کېږي او چارواکي باید پلټنې وکړي چې دغه پېښه څنګه او ولې رامنځته شوه. افغان اېواک وایي، هر څوک د خپلو کړنو مسوول دی او په همدې اساس باید د یو کس د کړنې له امله د یوې ټولنې د سپکولو هڅې ونه‌شي.

څو ساعتونه وړاندې د امریکا‌ پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس د ملي‌ګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېښه کې ښکېل کس افغان بللی دی.

هغه ویلي، دغه افغان بریدګر د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري امریکا ته لېږدول شوی او اعلان یې کړی چې له یاد کال راهیسې تر اوسه پورې امریکا ته د ټولو ورغلو افغانانو په تړاو جدي څېړنې پیلوي.

مقاومت جبهې واشنګټن کې د ملي‌ګارډ پر عسکرو برید غندلی او افغان بریدګر یې د طالبانو کس بللی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰
مقاومت جبهې واشنګټن کې د ملي‌ګارډ پر عسکرو برید غندلی او افغان بریدګر یې د طالبانو کس بللی
100%

د ملي‌ مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وایي، دوی د سپینې ماڼۍ مخې ته د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو برید خپه کړي او دغه پېښه غندي. هغه پنج‌شنبه د (لېندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه برید ښايي په امریکا کې طالبانو پورې د اړوندو شبکو له‌خوا شوی وي.

هغه زیاته کړې، دغه برید د رحمان الله لکڼوال په نوم کس کړی چې د طالبانو له ډلو او شبکو سره یې مستقیم تړاو لاره. د مقاومت جبهې دغه چارواکي لیکلي: «دغه ترهګر رحمان الله لکڼوال ښکاري، چې د طالبانو له ډلې او د هغوی له پراخې شبکې او چاپېریال سره مستقیم تړاو لري».

د علي میثم نظري په وینا؛ دوی تر ۲۰۲۱کال راهیسې خبرداری ورکړی، چې طالبان خپلې شبکې او نورو ترهګرو ډلو پورې تړلي کسان لوېدیځو هېوادونو ته استوي؛ څو هلته د بریدونو ترسره کولو ته زمینه برابره کړي. هغه ادعا کړې، چې طالبانو زرګونه بهرنیو ترهګرو ته د افغانستان پاسپورټونه هم وېشلي دي.

مقاومت جبهې خبرداری ورکړی، تر هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن وي؛ نو نړۍ به له ډول ډول ګواښونو سره مخ شي او خطرونه به لا ډېر شي. یادې جبهې د امریکا د ملي ګارډ د دوو ټپي شویو عسکرو له کورنیو سره خپله غمرازي هم څرګنده کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملي ګارډ عسکرو بریدګر افغان اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغه کس د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري دغه هېواد ته لېږدول شوی دی. هغه زیاته کړې، د ټولو هغو افغانانو څېړنه پیلوي چې تر ۲۰۲۱کال وروسته امریکا ته ورغلي دي.

ډونالډ ټرمپ: د ملي ګارډ د دوو عسکرو بریدګر په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه رالېږدول شوی و

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ: د ملي ګارډ د دوو عسکرو بریدګر په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه رالېږدول شوی و
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې نیم ساعت وړاندې اعلان وکړ، چې په واشنګټن ډي سي کې پر ملي ګارډ برید کوونکی افغان د بایډن حکومت له لوري د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې امریکا ته لېږدول شوی و. هغه ویلي، چې له کابل نه په ۲۰۲۱کال کې د انتقال شويو کسانو په اړه څېړنې کوي.

ټرمپ وویل، چې د ملي ګارډ پر عسکرو برید یو «ترهګریز» عمل دی او په دې تړاو یې د ټپي شویو دوو عسکرو له کورنیو سره غمرازي وښوده. هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا د پلازمېنې د خوندیتوب لپاره یې ۵۰۰تازه دمي د ملي ګارډ عسکر ګومارلي دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دا زموږ د ټول ملت پر وړاندې یو جرم دی؛ بلکې د ټول انسانیت په وړاندې جرم دی». ټرمپ د پېښې افغان عامل «حیوان» وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغه کړنې بیه او سزا به پرې کړي. د نوموړي په وینا؛ استخباراتي معلوماتو په ډاګه کړې، چې دغه بریدګر له افغانستان نه امریکا ته ورغلی دی؛ خو د پوره هویت په تړاو یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د ټرمپ په خبره: «دغه برید د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی، بایډن د هېواد لپاره دغه ناورین رامنځته کړی دی». هغه همداراز نیوکې وکړې، چې زرګونه سومالیایي وګړي هم امریکا ته داخل شوي او دغه هېواد کې یې وسله‌والې ډلې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ساعته وړاندې په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وشو. د ټرمپ تر څرګندونو دمخه یو شمېر امریکايي رسنیو هم یاد بریدګر افغان بللی و.