• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرات کې د طالبانو والي له ايران او ترکيې سره وروستی درې‌اړخیز سوداګریز تړون ګټور بللی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰

هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار وايي، چې د ایران له خراسان رضوي ولايت سره د دغه ولایت نږدې‌والی ډېر ارزښتناک دی. نوموړي له ایراني چارواکو سره ناسته کې ویلي، چې له ايران او ترکيې سره د دوی وروستی درې‌اړخیز سوداګریز تړون د مالونو او سوداګرۍ د اسانتيا لپاره يو مهم ګام دی.

مولانا اسلام جار د ایران د خراسان رضوي له والي او مل پلاوي سره په ليدنه کې وويل: «د ايران اسلامي جمهوريت عمومي تګلاره د افغانستان په اړه سوداګريزه او د ښه ګاونډيتوب تګلاره ده. هرات ته موږ د کوچني افغانستان نوم هم ورکوو، ځکه له هر ولايته شاوخوا ۵۰زره کورنۍ دلته مېشتې دي. موږ هڅه کړې، چې د کارموندنې، سوداګرۍ، کرنې او روغتيا په برخو کې غوره مديريت او خدمتونه وړاندې کړو».

هغه زیاته کړې، هرات د سوداګرۍ په برخه کې ډېر مثبت خوځښتونه پیل کړي او د رېل پټلۍ له لارې د دغه ولایت واردات ۵۰زره ټنو ته رسېدلي او هیله لري چې دغه شمېر ۱۰۰زره ټنو ته ورسېږي. نوموړی وایي، که څه هم د حیرتان رېل پټلۍ بې‌سارې اسانتیاوې لري؛ خو دوی هڅه کوي چې د هرات له لارې هم د سوداګرۍ کچه پراخه کړي.

د مولانا اسلام جار په خبره: «دغه لاره پراخ ظرفیت لري او دواړه خواوې ترې ګټه اخيستلای شي. د چابهار بندر، ترکيه او اروپايي لارې هم ډېر اهميت لري. موږ د افغانستان، ايران او ترکيې د وروستي درې‌اړخيز تړون هرکلی کوو».

د طالبانو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې ایران سره د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره یې په اسلام‌کلا کې څو مهمې پروژې پیل کړې دي. هغه وایي، هلته بندر کې پرمختللی کمپلېکس جوړېږي چې یو لوړ معیاري هوټل او د ښاري جوړونې یوشمېر پراختیایي پروژې په‌کې شاملې دي.

د اسلام جار په وینا، اسلام‌کلا بندر کې د دواړو لوریو ترمنځ شنې ساحې او کمربندونه هم جوړېږي؛ څو موټر چلوونکي، سوداګر، پولیس او مساپر له اسانتیاوو برخمن شي.

په دغه ناسته کې د افغان کډوالو د ستنېدو په تړاو هم خبرې شوې او د طالبانو والي ویلي، چې اوس‌مهال له ایران نه د جبري ستنېدو موارد خورا کم شوي دي. نوموړي وویل: «له افغان کډوالو سره د ايران اسلامي جمهوريت چلند ډېر مثبت دی. زموږ وروستی سفر مشهد ته ډېر ګټور و. اوس اکثره هغه کسان چې ايران نه راځي، په خپله خوښه راځي؛ جبري موارد ډېر کم شوي دي».

په دې ناسته کې همدا راز د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر هغه اعلان هم ټینګار شوی، چې افغان سوداګرو ته یې له پاکستان سره د راکړې ورکړې راکمولو سپارښتنه کړې او ورته یې ویلي چې بدیلې لارې دې وګوري. هرات کې د‌ طالبانو والي په خبره: «زموږ سوداګر د هېواد د مشرتابه د لارښوونې له مخې؛ له پاکستان سره اقتصادي اړيکې کموي او نوې لارې لټوي. د بلخ د والي هلې ځلې او د ازبکستان همکاري ډېرې د پام وړ دي. موږ بايد د ايران له فکر، تجربې او ارادې ښه استفاده وکړو؛ څو کمزورۍ له منځه يوسو».

طالبانو له پاکستان سره تر سیاسي کړکېچ وروسته اوس خپله تکیه پر منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ډېره کړې ده. په دې وروستیو کې دغه هېوادونو ته د افغان سوداګرو سفرونه هم دېر شوي او راپورونو په ډاګه کړې، چې له دغه هېوادونو سره د افغانستان سوداګري هم د پام وړ ډېره شوې ده.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۵

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

•
•
•

نور کیسې

افغان اېواک: واشنګټن کې ترهګریزه پېښه شخصي عمل دی او باید افغان ټولنې پورې ونه تړل شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
افغان اېواک: واشنګټن کې ترهګریزه پېښه شخصي عمل دی او باید افغان ټولنې پورې ونه تړل شي
100%

د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ یو اېتلاف ویلي، چې واشنګټن ډي‌سي کې د یو افغان له لوري د ملي‌ګارډ پر دوو سرتېرو برید یو شخصي عمل دی او باید افغان ټولنې پورې ونه تړل شي. په دې تړاو اعلامیه کې راغلي، چې له دغه پېښې باید د افغانانو پر ضد سیاسي استفاده ونه‌شي.

دغه امریکایي سازمان د ملي‌ګارډ د ټپي شویو سرتېرو کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې او د پېښې عامل ته یې د قانون له مخې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده. د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «هېڅوک د بل کس د جرم یا کړنو په وړاندې مسوولیت نه‌لري. موږ رسنیو، منتخب چارواکو، پالېسي جوړونکو او ټولو بانفوذه کسانو ته د زړه له کومې سپارښتنه کوو چې د دغه ناوړه عمل لپاره دې افغان ټولنه نه بدناموي».

دغه سازمان زیاته کړې، امریکا ته له هر ننوتونکي افغان قوي امنیتي څېړنې کېږي او چارواکي باید پلټنې وکړي چې دغه پېښه څنګه او ولې رامنځته شوه. افغان اېواک وایي، هر څوک د خپلو کړنو مسوول دی او په همدې اساس باید د یو کس د کړنې له امله د یوې ټولنې د سپکولو هڅې ونه‌شي.

څو ساعتونه وړاندې د امریکا‌ پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس د ملي‌ګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېښه کې ښکېل کس افغان بللی دی.

هغه ویلي، دغه افغان بریدګر د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري امریکا ته لېږدول شوی او اعلان یې کړی چې له یاد کال راهیسې تر اوسه پورې امریکا ته د ټولو ورغلو افغانانو په تړاو جدي څېړنې پیلوي.

مقاومت جبهې واشنګټن کې د ملي‌ګارډ پر عسکرو برید غندلی او افغان بریدګر یې د طالبانو کس بللی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰
مقاومت جبهې واشنګټن کې د ملي‌ګارډ پر عسکرو برید غندلی او افغان بریدګر یې د طالبانو کس بللی
100%

د ملي‌ مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وایي، دوی د سپینې ماڼۍ مخې ته د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو برید خپه کړي او دغه پېښه غندي. هغه پنج‌شنبه د (لېندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه برید ښايي په امریکا کې طالبانو پورې د اړوندو شبکو له‌خوا شوی وي.

هغه زیاته کړې، دغه برید د رحمان الله لکڼوال په نوم کس کړی چې د طالبانو له ډلو او شبکو سره یې مستقیم تړاو لاره. د مقاومت جبهې دغه چارواکي لیکلي: «دغه ترهګر رحمان الله لکڼوال ښکاري، چې د طالبانو له ډلې او د هغوی له پراخې شبکې او چاپېریال سره مستقیم تړاو لري».

د علي میثم نظري په وینا؛ دوی تر ۲۰۲۱کال راهیسې خبرداری ورکړی، چې طالبان خپلې شبکې او نورو ترهګرو ډلو پورې تړلي کسان لوېدیځو هېوادونو ته استوي؛ څو هلته د بریدونو ترسره کولو ته زمینه برابره کړي. هغه ادعا کړې، چې طالبانو زرګونه بهرنیو ترهګرو ته د افغانستان پاسپورټونه هم وېشلي دي.

مقاومت جبهې خبرداری ورکړی، تر هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن وي؛ نو نړۍ به له ډول ډول ګواښونو سره مخ شي او خطرونه به لا ډېر شي. یادې جبهې د امریکا د ملي ګارډ د دوو ټپي شویو عسکرو له کورنیو سره خپله غمرازي هم څرګنده کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملي ګارډ عسکرو بریدګر افغان اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغه کس د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري دغه هېواد ته لېږدول شوی دی. هغه زیاته کړې، د ټولو هغو افغانانو څېړنه پیلوي چې تر ۲۰۲۱کال وروسته امریکا ته ورغلي دي.

ډونالډ ټرمپ: د ملي ګارډ د دوو عسکرو بریدګر په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه رالېږدول شوی و

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ: د ملي ګارډ د دوو عسکرو بریدګر په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه رالېږدول شوی و
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې نیم ساعت وړاندې اعلان وکړ، چې په واشنګټن ډي سي کې پر ملي ګارډ برید کوونکی افغان د بایډن حکومت له لوري د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې امریکا ته لېږدول شوی و. هغه ویلي، چې له کابل نه په ۲۰۲۱کال کې د انتقال شويو کسانو په اړه څېړنې کوي.

ټرمپ وویل، چې د ملي ګارډ پر عسکرو برید یو «ترهګریز» عمل دی او په دې تړاو یې د ټپي شویو دوو عسکرو له کورنیو سره غمرازي وښوده. هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا د پلازمېنې د خوندیتوب لپاره یې ۵۰۰تازه دمي د ملي ګارډ عسکر ګومارلي دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دا زموږ د ټول ملت پر وړاندې یو جرم دی؛ بلکې د ټول انسانیت په وړاندې جرم دی». ټرمپ د پېښې افغان عامل «حیوان» وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغه کړنې بیه او سزا به پرې کړي. د نوموړي په وینا؛ استخباراتي معلوماتو په ډاګه کړې، چې دغه بریدګر له افغانستان نه امریکا ته ورغلی دی؛ خو د پوره هویت په تړاو یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د ټرمپ په خبره: «دغه برید د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی، بایډن د هېواد لپاره دغه ناورین رامنځته کړی دی». هغه همداراز نیوکې وکړې، چې زرګونه سومالیایي وګړي هم امریکا ته داخل شوي او دغه هېواد کې یې وسله‌والې ډلې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ساعته وړاندې په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وشو. د ټرمپ تر څرګندونو دمخه یو شمېر امریکايي رسنیو هم یاد بریدګر افغان بللی و.

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د شړلو د مخنیوي غوښتنه وکړه

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۰
د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د شړلو د مخنیوي غوښتنه وکړه
100%

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له نړۍ، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او د هېوادونو له پارلمانونو وغوښتل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د نیولو او جبري شړلو مخه ونیسي.

دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه ویلي، چې زرګونه افغان کډوالې ښځې او ماشومان په پاکستان، ایران، ترکیه، هند او تاجکستان کې د تاوتریخوالي، خپل‌سري نیونو، جبري شړلو او ناوړه چلند سره مخ دي.

دوو ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې دا وضعیت په ټوله سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده.

په خبرپاڼه کې د پاکستاني پولیسو له خوا د کډوالو پر کورونو چاپې وهل، دروازې ماتول، خلک په زوره نیول او کورنۍ په تیاره او سړه هوا کې بند ساتل د اندېښنې وړ بلل شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، کډوال د نیول کېدو له وېرې شپې په پارکونو کې تېروي.

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له افغان کډوالو سره دا ډول چلند د بشري حقونو د ټولو قوانینو سرغړونه یاده کړې.

دوی له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او اروپایي ټولنې وغوښتل، چې په ټولو کوربه هېوادونو کې دا ډول کړنې وڅاري او دروي.

دغې ډلې همداراز غوښتنه کړې، چې د زیانمنونکو کورنیو لپاره بشري ویزې او د بیا مېشتېدو پروسه باید ګړندۍ شي.

د یادولو ده، چې د پاکستان پولیسو بیا د اسلام‌اباد په «ارجنتینا پارک» کې د نیمې شپې له چاپې وروسته د ۵۳۹ افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته جبري اېستلو لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان انټرنشنل-پښتو د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل دي.

پولیسو د هغه افغان کډوالو شمېر تایید کړی، چې تر نیول کېدو وروسته لومړی حاجي کمپ ته لېږدول شوي او له هغه ځایه د تورخم له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲ مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد شمېر کډوال له پاکستان، ایران، ترکیې او تاجکستان څخه یا په زور اېستل شوي او یا په خپله خوښه ستانه شوي دي. د راپورونو له مخې، دا کډوالو افغانستان ته په داسې حال کې ستانه شوي، چې اوسنی افغان ولس له پراخ بشري ناورین سره مخ دی.


د خراسان رضوي والي: ایران غواړي چې اړین توکي له افغانستان څخه وارد کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰
د خراسان رضوي والي: ایران غواړي چې اړین توکي له افغانستان څخه وارد کړي
100%

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري په هرات کې د طالبانو له والي سره په کتنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د وارداتو کچه زیاتوي او ایران د اړتیا وړ توکې له دغه هېواد څخه واردوي.

په دې لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو او ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه هم خبرې وشوې.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی والي اسلام جار له ایراني چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې دا ناسته مهمه بللې او زیاته کړې ده: «د ایراني چارواکو او سوداګرو دا سفر د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو بازارونو وده او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ په برخو کې اغېزمن کېدای شي.»

طالبانو د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پراختیا، د ټرانزیټي اړیکو زیاتوالی او په سوداګریزو همکاریو کې اسانتیاوې د خپلو لومړیتوبونو په توګه یادې کړي.

طالبانو د خراسان رضوي د والي له قوله لیکلي، چې نوموړي له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالي ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د یاد هېواد بازارونو اړتیاوې له افغانستان څخه پوره کړو.»