• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهې واشنګټن کې د ملي‌ګارډ پر عسکرو برید غندلی او افغان بریدګر یې د طالبانو کس بللی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د ملي‌ مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وایي، دوی د سپینې ماڼۍ مخې ته د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو برید خپه کړي او دغه پېښه غندي. هغه پنج‌شنبه د (لېندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه برید ښايي په امریکا کې طالبانو پورې د اړوندو شبکو له‌خوا شوی وي.

هغه زیاته کړې، دغه برید د رحمان الله لکڼوال په نوم کس کړی چې د طالبانو له ډلو او شبکو سره یې مستقیم تړاو لاره. د مقاومت جبهې دغه چارواکي لیکلي: «دغه ترهګر رحمان الله لکڼوال ښکاري، چې د طالبانو له ډلې او د هغوی له پراخې شبکې او چاپېریال سره مستقیم تړاو لري».

د علي میثم نظري په وینا؛ دوی تر ۲۰۲۱کال راهیسې خبرداری ورکړی، چې طالبان خپلې شبکې او نورو ترهګرو ډلو پورې تړلي کسان لوېدیځو هېوادونو ته استوي؛ څو هلته د بریدونو ترسره کولو ته زمینه برابره کړي. هغه ادعا کړې، چې طالبانو زرګونه بهرنیو ترهګرو ته د افغانستان پاسپورټونه هم وېشلي دي.

مقاومت جبهې خبرداری ورکړی، تر هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن وي؛ نو نړۍ به له ډول ډول ګواښونو سره مخ شي او خطرونه به لا ډېر شي. یادې جبهې د امریکا د ملي ګارډ د دوو ټپي شویو عسکرو له کورنیو سره خپله غمرازي هم څرګنده کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملي ګارډ عسکرو بریدګر افغان اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغه کس د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري دغه هېواد ته لېږدول شوی دی. هغه زیاته کړې، د ټولو هغو افغانانو څېړنه پیلوي چې تر ۲۰۲۱کال وروسته امریکا ته ورغلي دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۵

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د ملي ګارډ د دوو عسکرو بریدګر په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه رالېږدول شوی و

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ: د ملي ګارډ د دوو عسکرو بریدګر په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه رالېږدول شوی و
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې نیم ساعت وړاندې اعلان وکړ، چې په واشنګټن ډي سي کې پر ملي ګارډ برید کوونکی افغان د بایډن حکومت له لوري د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې امریکا ته لېږدول شوی و. هغه ویلي، چې له کابل نه په ۲۰۲۱کال کې د انتقال شويو کسانو په اړه څېړنې کوي.

ټرمپ وویل، چې د ملي ګارډ پر عسکرو برید یو «ترهګریز» عمل دی او په دې تړاو یې د ټپي شویو دوو عسکرو له کورنیو سره غمرازي وښوده. هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا د پلازمېنې د خوندیتوب لپاره یې ۵۰۰تازه دمي د ملي ګارډ عسکر ګومارلي دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دا زموږ د ټول ملت پر وړاندې یو جرم دی؛ بلکې د ټول انسانیت په وړاندې جرم دی». ټرمپ د پېښې افغان عامل «حیوان» وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغه کړنې بیه او سزا به پرې کړي. د نوموړي په وینا؛ استخباراتي معلوماتو په ډاګه کړې، چې دغه بریدګر له افغانستان نه امریکا ته ورغلی دی؛ خو د پوره هویت په تړاو یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د ټرمپ په خبره: «دغه برید د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی، بایډن د هېواد لپاره دغه ناورین رامنځته کړی دی». هغه همداراز نیوکې وکړې، چې زرګونه سومالیایي وګړي هم امریکا ته داخل شوي او دغه هېواد کې یې وسله‌والې ډلې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ساعته وړاندې په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وشو. د ټرمپ تر څرګندونو دمخه یو شمېر امریکايي رسنیو هم یاد بریدګر افغان بللی و.

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د شړلو د مخنیوي غوښتنه وکړه

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۰
د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د شړلو د مخنیوي غوښتنه وکړه
100%

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له نړۍ، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او د هېوادونو له پارلمانونو وغوښتل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د نیولو او جبري شړلو مخه ونیسي.

دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه ویلي، چې زرګونه افغان کډوالې ښځې او ماشومان په پاکستان، ایران، ترکیه، هند او تاجکستان کې د تاوتریخوالي، خپل‌سري نیونو، جبري شړلو او ناوړه چلند سره مخ دي.

دوو ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې دا وضعیت په ټوله سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده.

په خبرپاڼه کې د پاکستاني پولیسو له خوا د کډوالو پر کورونو چاپې وهل، دروازې ماتول، خلک په زوره نیول او کورنۍ په تیاره او سړه هوا کې بند ساتل د اندېښنې وړ بلل شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، کډوال د نیول کېدو له وېرې شپې په پارکونو کې تېروي.

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له افغان کډوالو سره دا ډول چلند د بشري حقونو د ټولو قوانینو سرغړونه یاده کړې.

دوی له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او اروپایي ټولنې وغوښتل، چې په ټولو کوربه هېوادونو کې دا ډول کړنې وڅاري او دروي.

دغې ډلې همداراز غوښتنه کړې، چې د زیانمنونکو کورنیو لپاره بشري ویزې او د بیا مېشتېدو پروسه باید ګړندۍ شي.

د یادولو ده، چې د پاکستان پولیسو بیا د اسلام‌اباد په «ارجنتینا پارک» کې د نیمې شپې له چاپې وروسته د ۵۳۹ افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته جبري اېستلو لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان انټرنشنل-پښتو د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل دي.

پولیسو د هغه افغان کډوالو شمېر تایید کړی، چې تر نیول کېدو وروسته لومړی حاجي کمپ ته لېږدول شوي او له هغه ځایه د تورخم له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲ مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد شمېر کډوال له پاکستان، ایران، ترکیې او تاجکستان څخه یا په زور اېستل شوي او یا په خپله خوښه ستانه شوي دي. د راپورونو له مخې، دا کډوالو افغانستان ته په داسې حال کې ستانه شوي، چې اوسنی افغان ولس له پراخ بشري ناورین سره مخ دی.


سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ دوه سرتېري وژل شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰
سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ دوه سرتېري وژل شوي
100%

واشنګتن پوسټ د امریکا د فدرالي چارواکو له قوله لیکلي، چې نن چهارشنبه (د لیندي ۵مه) سپینې ماڼې ته نږدې د ملي ګارډ دوه سرتېري په یوه برید کې په ډزو وژل شوي. ویل کېږي، چې په دې تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ وویل: «ولسمشر د پېښې په اړه خبر شوی دی.»

ټرمپ دا مهال د شکرکزارۍ د رخصتیو په مناسبت د فلوریډا په پالم بېچ کې په خپل استوګنځي کې دی.

د پېښې په اړه ځینو رسنیو لیکلي، چې دغه دوه ساتونکي د برید په وخت کې وژل شوي او بریدګر ټپي حالت کې نیول شوی دی. تراوسه د دې برید د انګیزې په اړه څه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پېښې له امله د رونالډ رېګن ملي هوایي ډګر ته الوتنې شاوخوا شل دقیقې ځنډول شوې وې، خو وروسته عادي شوې دي.
د هوایي ډکر مسوولینو ویلي، چې ځیني پروازونه کېدای شي لږ ځنډ سره مخ شي.

د خراسان رضوي والي: ایران غواړي چې اړین توکي له افغانستان څخه وارد کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰
د خراسان رضوي والي: ایران غواړي چې اړین توکي له افغانستان څخه وارد کړي
100%

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري په هرات کې د طالبانو له والي سره په کتنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د وارداتو کچه زیاتوي او ایران د اړتیا وړ توکې له دغه هېواد څخه واردوي.

په دې لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو او ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه هم خبرې وشوې.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی والي اسلام جار له ایراني چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې دا ناسته مهمه بللې او زیاته کړې ده: «د ایراني چارواکو او سوداګرو دا سفر د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو بازارونو وده او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ په برخو کې اغېزمن کېدای شي.»

طالبانو د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پراختیا، د ټرانزیټي اړیکو زیاتوالی او په سوداګریزو همکاریو کې اسانتیاوې د خپلو لومړیتوبونو په توګه یادې کړي.

طالبانو د خراسان رضوي د والي له قوله لیکلي، چې نوموړي له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالي ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د یاد هېواد بازارونو اړتیاوې له افغانستان څخه پوره کړو.»

طالبان: په لړم میاشت کې نږدې ۳ زره بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۰
طالبان: په لړم میاشت کې نږدې ۳ زره بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی
100%

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ کال د لړم میاشتې په ترڅ کې د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته ۲,۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی دی. دغې ادارې ویلي، چې په دې شمېر کې ۸۶ کسان یې ښځې دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لړم په میاشت کې د ۶۲ ښځو په ګدون ۱۴۲۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي دي او دغه راز د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۳۴۲ نور له هېواد څخه وتلي دي.

یادې ادارې بیا دا مشخص کړې نه ده، چې دغه شمېر بهرني وګړي څوک او د کومو هېوادونو دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته په میلیونه افغانان کډوال شول، چې له دغه جملې یې ډېری یې د خپلو کورنیو د لیدو لپاره هم افغانستان ته تګ راتګ کوي.