• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ دوه سرتېري وژل شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰

واشنګتن پوسټ د امریکا د فدرالي چارواکو له قوله لیکلي، چې نن چهارشنبه (د لیندي ۵مه) سپینې ماڼې ته نږدې د ملي ګارډ دوه سرتېري په یوه برید کې په ډزو وژل شوي. ویل کېږي، چې په دې تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ وویل: «ولسمشر د پېښې په اړه خبر شوی دی.»

ټرمپ دا مهال د شکرکزارۍ د رخصتیو په مناسبت د فلوریډا په پالم بېچ کې په خپل استوګنځي کې دی.

د پېښې په اړه ځینو رسنیو لیکلي، چې دغه دوه ساتونکي د برید په وخت کې وژل شوي او بریدګر ټپي حالت کې نیول شوی دی. تراوسه د دې برید د انګیزې په اړه څه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پېښې له امله د رونالډ رېګن ملي هوایي ډګر ته الوتنې شاوخوا شل دقیقې ځنډول شوې وې، خو وروسته عادي شوې دي.
د هوایي ډکر مسوولینو ویلي، چې ځیني پروازونه کېدای شي لږ ځنډ سره مخ شي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۵

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

•
•
•

نور کیسې

د خراسان رضوي والي: ایران غواړي چې اړین توکي له افغانستان څخه وارد کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰
د خراسان رضوي والي: ایران غواړي چې اړین توکي له افغانستان څخه وارد کړي
100%

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري په هرات کې د طالبانو له والي سره په کتنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د وارداتو کچه زیاتوي او ایران د اړتیا وړ توکې له دغه هېواد څخه واردوي.

په دې لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو او ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه هم خبرې وشوې.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی والي اسلام جار له ایراني چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې دا ناسته مهمه بللې او زیاته کړې ده: «د ایراني چارواکو او سوداګرو دا سفر د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو بازارونو وده او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ په برخو کې اغېزمن کېدای شي.»

طالبانو د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پراختیا، د ټرانزیټي اړیکو زیاتوالی او په سوداګریزو همکاریو کې اسانتیاوې د خپلو لومړیتوبونو په توګه یادې کړي.

طالبانو د خراسان رضوي د والي له قوله لیکلي، چې نوموړي له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالي ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د یاد هېواد بازارونو اړتیاوې له افغانستان څخه پوره کړو.»

روسیه په قرغیزستان کې د اټومي برېښنا د فابریکې پر جوړولو غور کوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰
روسیه په قرغیزستان کې د اټومي برېښنا د فابریکې پر جوړولو غور کوي
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قرغیزستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د روسیې دولتي اټومي انرژۍ اداره د پخواني شوروي هېواد په خاوره کې د اټومي برېښنا د یوې فابریکې د جوړولو احتمالي طرحه ارزوي. قرغیزستان د روسیې ستراتیژیک متحد دی.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، پوتین چې په بشکېک دولتي ماڼۍ کې خبرې کولې قرغیزستان د مسکو یو باثباته او باوري شریک وباله او په سیمه کې یې د روسي پوځي اډې رول په سیمه ییز ثبات راوستلو کې مهم فاکتور وباله.

پوتین زیاته کړه چې په سوله‌ییزه اټومي پرمختیا، د لمراو باد پر بنسټ د برېښنا فابریکو په جوړولو، ډیجیټلي اقتصاد، او ترانسپورټ او لوژستیک برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره ستر ظرفیت شته.

قرغیزستان د روسیې ستراتیژیک متحد دی او د روسیې له مهمو هوايي اډو څخه یوه یې په همدغه هېواد کې ده.

د جرمني صدراعظم: روسیه د اوکراین جګړې له پای ته رسولو پرته بله لار نه لري

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰
د جرمني صدراعظم: روسیه د اوکراین جګړې له پای ته رسولو پرته بله لار نه لري
100%

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ د چارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید دا ومني چې په اوکراین کې د جګړې له بریالۍ پای ته رسېدا پرته بله لار نه لري. مېرڅ د د جرمني د پارلمان یا بوندستاګ په غونډه کې وویل، « موږ غواړو دا جګړه هر څومره ژر چې وي پای ته ورسېږي».

خو نوموړي زیاته کړه: «هغه موافقه چې د لویو قدرتونو تر منځ او د اوکراین او اروپایانو له رضا پرته، ترسره شي، د اوکراین لپاره د واقعي او دوامدارې سولې بنسټ نه شي کېدای».

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د سې شنبې په ورځ وویل چې دی چمتو دی د امریکا له ملاتړه برخمنه طرح د جګړې د پای لپاره تعقیب کړي او له ډونالډ ټرمپ سره پر اختلافي ټکو خبرې وکړي، خو دا خبرې باید د اروپايي متحدینو په ګډون ترسره شي.

مېرڅ وویل: « د اروپا په اړه پرېکړې یوازې د ګډ توافق له لارې کېدای شي. اوکراین د چا د لوبې مهره نه، بلکې د خپلو ګټو او ارزښتونو یو خپلواک لوبغاړی دی».

نوموړي زیاته کړه چې جرمني به د اوکراین له خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي او د همدې هدف لپاره به کنګل شوې روسي شتمنۍ وکاروي.

په ۲۰۲۶ کال کې به اوکراین ته د جرمني مالي مرسته ۱۱،۵ میلیارد یورو ته لوړه شي، چې دا د پخوا پلان شوې ۸،۵ میلیارد یورو بودجې په پرتله ډېروالی ښيي.

اسټرالیا: د نړۍ هېڅ ځای کې د افغانستان په څېر د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ژور نه دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۰
اسټرالیا: د نړۍ هېڅ ځای کې د افغانستان په څېر د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ژور نه دی
100%

د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې وايي، په هېڅ بل هېواد کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی دومره «ریښې لرونکی، جوړښتي او پراخ» نه دی لکه په افغانستان کې چې دی.

هغې د ملګرو ملتونو له لوري د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین د پیل په اړه وویل، چې ښځې په افغانستان کې په عملي ډول له عامه ژوند څخه اېستل شوې دي.

امندا مک ګریګور زیاته کړې، چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ختمول د هېڅ بل هېواد راتلونکی هومره نه شي بدلولی لکه افغانستان.

په ورته وخت کې یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۴۰سلنې اندېښنو د زیاتوالي خبر ورکړ. دغو دوو بنسټونو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغان ښځو سره خپل ملاتړ او پیوستون زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، هغه ښځې چې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي شمېر یې په یوازې دوو کلونو کې نږدې ۴۰سلنه لوړ شوی او اوس په افغانستان کې له ۱۴ میلیونو څخه ډېرې ښځې د ساتنې خدماتو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ریچارډ بېنېټ: د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۴ GMT+۰
ریچارډ بېنېټ: د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې نجونې او ښځې د ساتنې، عزت او مساواتو مستحقې دي.

بېنېټ د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې «د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍوالې ورځې» په مناسبت لیکلي: «د ښځو او نجونو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.»

هغه ټینګار کړی، چې عدالت ته لاسرسی د افغانستان او نړۍ د نجونو او ښځو امتیاز نه، بلکې د دوی حق دی.

نوموړي همداراز په ماشومتوب کې جبرې ودونه هم جرم ګڼلی.

د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځ شالید د دومینیکن جمهوریت د میرابل خویندو له وژنې سره تړاو لري، چې د ۱۹۶۰م کال د نومبر په ۲۵مه د یوه ظالم رژیم پروړاندې د خپلې مبارزې له امله ووژل شوې.

دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په رسمي توګه په ۱۹۹۹م کال کې ومنله.

د دې ورځې د نمانځلو موخه د ښځو د حقونو ساتنه، د تاوتریخوالي د ستونزې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د هغو هڅو پراختیا ده، چې د ښځو لپاره یو خوندي او عادلانه چاپېریال رامنځته کوي.