• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني صدراعظم: روسیه د اوکراین جګړې له پای ته رسولو پرته بله لار نه لري

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ د چارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید دا ومني چې په اوکراین کې د جګړې له بریالۍ پای ته رسېدا پرته بله لار نه لري. مېرڅ د د جرمني د پارلمان یا بوندستاګ په غونډه کې وویل، « موږ غواړو دا جګړه هر څومره ژر چې وي پای ته ورسېږي».

خو نوموړي زیاته کړه: «هغه موافقه چې د لویو قدرتونو تر منځ او د اوکراین او اروپایانو له رضا پرته، ترسره شي، د اوکراین لپاره د واقعي او دوامدارې سولې بنسټ نه شي کېدای».

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د سې شنبې په ورځ وویل چې دی چمتو دی د امریکا له ملاتړه برخمنه طرح د جګړې د پای لپاره تعقیب کړي او له ډونالډ ټرمپ سره پر اختلافي ټکو خبرې وکړي، خو دا خبرې باید د اروپايي متحدینو په ګډون ترسره شي.

مېرڅ وویل: « د اروپا په اړه پرېکړې یوازې د ګډ توافق له لارې کېدای شي. اوکراین د چا د لوبې مهره نه، بلکې د خپلو ګټو او ارزښتونو یو خپلواک لوبغاړی دی».

نوموړي زیاته کړه چې جرمني به د اوکراین له خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي او د همدې هدف لپاره به کنګل شوې روسي شتمنۍ وکاروي.

په ۲۰۲۶ کال کې به اوکراین ته د جرمني مالي مرسته ۱۱،۵ میلیارد یورو ته لوړه شي، چې دا د پخوا پلان شوې ۸،۵ میلیارد یورو بودجې په پرتله ډېروالی ښيي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۵

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا: د نړۍ هېڅ ځای کې د افغانستان په څېر د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ژور نه دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۰
اسټرالیا: د نړۍ هېڅ ځای کې د افغانستان په څېر د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ژور نه دی
100%

د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې وايي، په هېڅ بل هېواد کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی دومره «ریښې لرونکی، جوړښتي او پراخ» نه دی لکه په افغانستان کې چې دی.

هغې د ملګرو ملتونو له لوري د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین د پیل په اړه وویل، چې ښځې په افغانستان کې په عملي ډول له عامه ژوند څخه اېستل شوې دي.

امندا مک ګریګور زیاته کړې، چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ختمول د هېڅ بل هېواد راتلونکی هومره نه شي بدلولی لکه افغانستان.

په ورته وخت کې یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۴۰سلنې اندېښنو د زیاتوالي خبر ورکړ. دغو دوو بنسټونو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغان ښځو سره خپل ملاتړ او پیوستون زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، هغه ښځې چې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي شمېر یې په یوازې دوو کلونو کې نږدې ۴۰سلنه لوړ شوی او اوس په افغانستان کې له ۱۴ میلیونو څخه ډېرې ښځې د ساتنې خدماتو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ریچارډ بېنېټ: د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۴ GMT+۰
ریچارډ بېنېټ: د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې نجونې او ښځې د ساتنې، عزت او مساواتو مستحقې دي.

بېنېټ د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې «د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍوالې ورځې» په مناسبت لیکلي: «د ښځو او نجونو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.»

هغه ټینګار کړی، چې عدالت ته لاسرسی د افغانستان او نړۍ د نجونو او ښځو امتیاز نه، بلکې د دوی حق دی.

نوموړي همداراز په ماشومتوب کې جبرې ودونه هم جرم ګڼلی.

د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځ شالید د دومینیکن جمهوریت د میرابل خویندو له وژنې سره تړاو لري، چې د ۱۹۶۰م کال د نومبر په ۲۵مه د یوه ظالم رژیم پروړاندې د خپلې مبارزې له امله ووژل شوې.

دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په رسمي توګه په ۱۹۹۹م کال کې ومنله.

د دې ورځې د نمانځلو موخه د ښځو د حقونو ساتنه، د تاوتریخوالي د ستونزې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د هغو هڅو پراختیا ده، چې د ښځو لپاره یو خوندي او عادلانه چاپېریال رامنځته کوي.

نبیل: هند د افغانستان په سوېل کې خپل حضور پراخوي او پاکستان یې امنیتي محاسبې ته اړ کړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۰
نبیل: هند د افغانستان په سوېل کې خپل حضور پراخوي او پاکستان یې امنیتي محاسبې ته اړ کړی
100%

د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل وايي، په کندهار کې د هند د کونسلګرۍ د بیا پرانېستلو احتمال او د ډیلي-کندهار ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل امکانات مهم پرمختګونه ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې: «پاکستان د افغانستان سوېل د خپل ستراتیژیک نفوذ ساحه ګڼي او اوس دې څرګندونو دا هېواد د امنیتي محاسبې ارزولو ته اړ کړی دی.»

رحمت‌الله نبیل د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) پر اېکس پاڼه په خپله تحلیلي لیکنه کې ویلي، که د افغانستان په سوېل کې د هند اقدامات عملي شي، په دې سیمه کې به سیاسي، اقتصادي او استخباراتي حضور پیاوړی شي او د ستراتیژیکو هڅو لېوالتیا به زیاته شي.

نوموړي زیاته کړې: «پاکستان چې تل د افغانستان سوېلي سیمې خپل ستراتیژیک نفوذ ګڼلی، اوس د دې څرګندونو په رڼا کې خپل امنیتي محاسبات بیا ارزوي.»

د نبیل په خبره، په دې سره به مهمې سوداګریزې او ارتباطي لارې او د چابهار بندر فعال شي او ښایي د پاکستان اندېښنې او ورخطايي لا نوره هم زیاته شي.

د نوموړي له نظره، پاکستان د «مبادا بلوچستان او خېبرپښتونخوا ترڅنګ د سند جبهې» فعالېدو ته وارخطا دی.

د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل همداراز ویلي، چې دا هڅې د بېجینګ او واشنګټن محاسبې هم اغېزمنې کړي او د افغانستان سوېلي سیمه یې د سیمه‌ییزو سیالیو لپاره یو حساس ټکی جوړ کړی دی.

ملګري ملتونه: په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰
ملګري ملتونه: په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي
100%

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو او د یادې ادارې د ښځو دفتر د ۲۰۲۵ کال راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ټوله نړۍ کې د لسګونو زرو ښځو او نجونو د وژل کېدو لامل کېږي.

ملګرو ملتونو نن سې‌شنبه (د لیندۍ ۴مه) د دې راپور په خپرولو سره ویلي، چې هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۱۳۷ ښځې او نجونې د خپلو نږدې ملګرو یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل کېږي. له دې مخې، په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي.

راپور زیاتوي، په ۲۰۲۴ کال کې ۸۳ زره ښځې وژل شوې دي چې له دې ډلې ۵۰ زره یې د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې دي، چې د ښځو د وژنې ۶۰ سلنه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د پالیسۍ برخې مشرې سارا هندریکس ویلي دي، چې د ښځو وژنه د تاوتریخوالي د اوږدې لړۍ پایله ده، چې له انلاین ګواښونو، تعقیب او ځورونې پیلېږي او وروسته تر وژنې رسېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، هره ښځه حق لري چې په خپل ژوند کې خوندي وي. دا اداره زیاتوي، چې د دې لپاره باید قوانین او سیستمونه داسې عملي شي، چې د تاوتریخوالي نښې ژر وپېژندل شي، عاملین یې له وژنې مخکې محاسبه شي او د ښځو د خوندیتوب لپاره قوي تدابیر ونیول شي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو او د یادې ادارې د ښځو دفتر د ۲۰۲۵ کال په راپور کې همداراز ویلي، چې د ملګري او کورنۍ له لوري د ښځو د وژنې تر ټولو لوړه کچه په افریقا کې ثبت شوې، ورپسې په امریکا، اوشینیا، اسیا، اروپا او نورو سیمو کې ثبت شوې ده.

په ټوله کې، راپور د ښځو د وژنې د مخنیوي لپاره د قانوني اصلاحاتو، عدلي سیستمونو، ډیجیټلي خوندیتوب او نړیوالې همکارۍ غوښتنه کوي.

امسو سازمان په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو لپاره انلاین کمپاین پیل کړ

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۰
امسو سازمان په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو لپاره انلاین کمپاین پیل کړ
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د ملاتړ په موخه انلاین کمپاین پیل کړی. دغه سازمان په خپل کمپاین کې یو ځل بیا له پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې د افغان خبریالانو جبري اېستل ودروي.

امسو نن سې‌شنبه (د لیندۍ ۴مه) په یوه خپاره شوي پیغام کې له خلکو غوښتي، چې په دغه کمپاین کې ورسره یو ځای شي.

د یاد سازمان مشر حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې په پاکستان او ایران کې خبریالان نیول کېږي او د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي. د همدې وضعیت له امله، د خبریالانو د ملاتړ سازمان په تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د جبري ستنېدو د مخنیوي لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي.

ښاغلي عبیدي زیاته کړې، چې دوی د هشتګونو، غونډو او ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې هڅه کړې چې دا لړۍ ودروي؛ خو د نوموړي په وینا، دغه مسله سیاسي اړخ لري او استخباراتي کړۍ پکې ښکېل دي، له همدې امله تر اوسه د پام وړ پایله نه ده ترلاسه شوې.

عبیدي وایي: «هیله لرم چې د افغان خبریالانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وروستیو ورځو په ځانګړي ډول بیا تېره شپه لسګونه افغانان د اسلام اباد له بېلال