په اندونیزیا کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۸۴ کسان مړه او ۶۵ نور تري تم دي

د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۸۴ کسان مړه، ۹۵ ټپیان او ۶۵ نور تري تم دي. د دغه سېلابونو له امله په ګڼو سیمو کې ترانسپورتي چارې ګډوډې شوې او دارنګه برېښنا او مخابراتي خدمتونه هم پرې شوي دي.
ځایي چارواکي وایي، دغه سېلابونو زرګونه خلک بېځایه کړي دي.




