په سریلانکا کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۵۶ کسان مړه شوي

په سریلانکا کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۵۶ کسان مړه او تر ۶۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي دي. ځایي چارواکي وایي، چې د دغه سېلابونو له امله ګڼ دولتي دفترونه او ښوونځي هم تړل شوي دي.
د ځایي چارواکو په وینا؛ د بادولا او نوارا اېلیا په سیمو کې ۲۱ کسان تري تم دي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.




