• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح امریکا ته: لطفاً طالبانو ته هره اونۍ د مېلیونونه ډالرو کڅوړو لېږل ودروئ

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح د واشنګټن په وروستي برید خواشیني څرګنده کړې او د امریکا له حکومت نه یې غوښتنه کړې، چې طالبانو ته هره اونۍ استول کېدونکې د مېلیونونه ډالرو نغدي کڅوړې دې په سملاسي توګه بندې کړي.

صالح جمعه د (لېندۍ ۷مه) پر اېکس پاڼه له امریکا نه درې روښانه غوښتنې کړې دي. لومړی، هغه د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې د یوه «منحرف او بې‌لاري» افغان د کړنې له امله دې د افغانستان خلکو پر وړاندې قهر او غبرګونونه نه څرګندوي.

د یادونې وړ ده، چې د رحمان الله لکڼوال په نوم یوه افغان تېره ورځ په واشنګټن کې د ملي ګارډ دوه عسکر په ډزو ټپیان کړل چې یوې یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده. د ډونالډ ټرمپ حکومت د یادې پېښې په غبرګون کې پر افغانانو هر ډول مهاجرتي پروګرامونه د نامعلومې مودې لپاره بند کړل او همدا راز تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه هېواد ته د ورغلو افغانانو د قضیو بیا پلټنو امر یې کړی دی.

هغه زیاته کړې: «موږ ۴۰ مېلیونه انسانان یو؛ هغه کس تر ټولو بده بېلګه وه او په امریکا کې د هغه حضور د بایډن د حکومت د یوې فاجعې نه ډکې پرېکړې پایله ده».

هغه د دویمې غوښتنې په توګه ویلي، امریکا دې طالبانو ته هره اونۍ د پېسو انتقال ژر تر ژره ودروي؛ هغه پیسې چې د صالح په وینا د افغان ولس د مرستې پر ځای، د یوه ظالم او سرغړونکي رژیم د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د درېیمې غوښتنې په توګه صالح د امریکا له حکومته غوښتي، چې د بریدونو د «مخنیوي او سزا» په توګه دې د زلمي خلیل‌زاد امریکايي تابعیت لغوه کړي. هغه خلیل‌زاد «خاین» بللی او ویلي یې دي، چې نوموړي «پر امریکا د سپکاوي داغ پرېښود او افغانستان کې یې ستر ناورین رامنځته کړ». دغه پخواني مرستیال ولسمشر زیاته کړې، راتلونکي افغان-امریکايي نسلونه باید پوه شي چې خیانت درنه بیه لري.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

عبدالسلام ضعیف: پاکستان هڅه کوي چې د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ بې‌باوري رامنځته کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۰ GMT+۰
عبدالسلام ضعیف: پاکستان هڅه کوي چې د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ بې‌باوري رامنځته کړي
100%

په اسلام‌اباد کې د طالبانو د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف جمعه د (لېندۍ ۷مه) ویلي، چې د تاجکستان په خاوره کې د چینایي شرکت کارکوونکي پاکستاني ډرون الوتکو وېشتلي دي. هغه وایي، اسلام‌اباد په دې کار سره غواړي چې د چین، تاجکستان او طالبانو ترمنځ بې‌باوري رامنځته کړي.

دغه پخوانی طالب چارواکي لیکي: «دا د دوی غلط فکر دی، اوس هېڅ عمل پټ نه پاتې کېږي. چین، روس او نړۍ اوس دا وړتیا لري، چې د ټېکنالوژۍ پر مټ دا ثابته کړي چې ډرون له کومه ځایه راغلې ده او څوک یې تر شا عاملین دي». هغه وایي، دغه رسوایي به د پاکستان پرمخ درنه څپېړه وي.

ملا عبدالسلام ضعیت د پاکسان پوځ «نا اهله رژیم» بللی او وایي، اوس چې څومره دغه پوځ ښوریږي؛ نو په هماغه کچه به ښویېږي. هغه زیاتوي: «نن د هغوی د دروغو او دوکو منترونه د دوی پرمخ وهل کېږي، درواغ تر یو وخته موقتي ګټه کوي؛ خو چې رسوا شي بیا ټول وخت تاوان او بې‌باوري وي».

نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې څلور ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو یو ځل بیا په خوست او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو هوایي بریدونه وکړل. طالبانو وویل، چې په دغه بریدونو کې لس ملکي وګړي وژل شوي چې ماشومان او ښځې هم په‌کې شاملې دي.

دغه پېښې په کور دننه او بهر د افغان سیاست‌والو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. پاکستان که څه هم تر اوسه په ښکاره توګه پر افغانستان هوایي بریدونه نه‌دي تایید کړي؛ خو څو ځله یې د پوځ ویاند ګواښ کړی، چې د خپلو خلکو د امنیت لپاره به د افغانستان دننه د «ټي‌ټي‌پي»‌ خلاف هر ډول اقدامات وکړي.

نږدې دوه میاشتې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله اوس د دواړو لورو ترمنځ اړیکې سختې کړکېچنې شوې او اصلي لامل یې هم د اسلام‌اباد هغه ادعا ده، چې ګني پر کابل واکمنو یې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د دوی ضد وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

افغان طالبان بیا د پاکستان دغه ادعاوې ردوي او په دغه هېواد کې روانې نا امنۍ د دوی داخلي ناکامي بولي. د مسایلو د حل په تړاو په قطر او ترکیې هېوادونو کې د دواړو لوریو ترمنځ درې پړاوه مذاکرات هم وشول؛ خو بې له کومې پایلې پای ته ورسېدل. دواړه لوریو یو بل تورن کړي، چې په لوی لاس یې د مسایلو حل نه غوښت او خبرې اترې یې ناکامې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر: د کډوالو د ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې مهمې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۵ GMT+۰
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر: د کډوالو د ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې مهمې دي
100%

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر منلې، چې دغه ټولنې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د طالبانو له ادارې سره خبرې اترې کړې دي. مګنوس برنر له یورو نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د کډوالو د ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې مهمې دي.

هغه وایي: «له درېیمو هېوادونو سره اړیکه خورا مهمه ده، ان که موږ د دوی حکومتونه او تګلارې نه خوښوو.» هغه زیاته کړه: «دا نه جالبه ده او نه هم اسانه؛ خو خبرې نه‌کول هم ښه انتخاب نه‌دی.»

ښاغلي برنر وویل، چې اروپايي ټولنه باید د طالبانو له ادارې سره په «تخنیکي کچه» خبرې وکړي. د طالبانو له ادارې سره د اروپا او په ځانګړې توګه د جرمني خبرې د افغان فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.

نیوکه کوونکي وايي، له طالبانو سره خبرې اترې د کابل واکمنانو ته چې په پراخه کچه یې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي؛ «مشروعیت» ورکوي. خو د اروپايي ټولنې کمېشنر وايي، چې د طالبانو له ادارې سره خبرې کول د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دی او اروپايي ټولنه دا کار نه کوي.

ایراني چارواکي وايي، دوغارون بندر له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره ښه فرصتونه لري

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۹ GMT+۰
ایراني چارواکي وايي، دوغارون بندر له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره ښه فرصتونه لري
100%

د ایران د خراسان رضوي والي هرات ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي، د دوغارون ازاده اقتصادي سيمه د ايران او افغانستان د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره «بې‌ساري فرصتونه» لري او ټينګار يې وکړ چې دغه بندر کولای شي د دواړو هېوادونو سوداګري د ويزې له اړتیا پرته اسانه کړي.

د ايران اېرانا اژانس د راپور له مخې؛ غلام‌ حسين مظفري د دغه سفر د پای په ناسته کې وويل: «له کلونو راهیسې د ايراني او افغان سوداګرو او پانګه‌والو ګډ کار او نږدې تجربې نن داسې فضا رامنځته کړې، چې اقتصادي مسالې په چټکۍ سره هوارېدای شي».

هغه زیاته کړه: «دا د تهران او کابل دنده ده، چې پراته خنډونه لرې کړي او د اسانه او روانې سوداګرۍ لپاره لاره هواره کړي».

نوموړي د دوغارون بندر د اهميت په ټینګار سره وویل، چې دغه بندر د تګ راتګ لپاره د ایران له خورا ګڼې ګوڼې ډکې لارو څخه دی؛ خو اوسنی حالت یې د قناعت وړ نه‌دی. هغه وایي، اړینه ده چې څو اړخیز مسیرونه او نورې اسانتیاوې رامنځته شي؛ څو تګ راتګ او سوداګریزې تبادلې په‌کې د پخوا پرتله لا اسانه شي.

مظفري د دوغارون ازاده اقتصادي سيمه د سوداګريزو اړيکو د پراختيا مهم ظرفیت وباله. د هغه په وینا: «که د افغانستان په لوري هم ورته يوه ازاده سيمه تعریف او منظور شي، د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړیکو کې به ستر بدلون رامنځته شي».

دغه ایراني چارواکي همداراز يادونه وکړه، چې د ايران او ترکيې په پوله هم د ګډې ازادې اقتصادي سيمې جوړېدو چارې روانې دي؛ داسې سيمې چې ورننوتل ورته هېڅ ډول ويزې ته اړتیا نه‌لري او د سوداګرۍ ګڼې ستونزې ورسره حل کېدای شي.

د خراسان رضوي والي د مشهد او هرات د اوسنیو بنسټیزو اسانتياوو یادونه وکړه او د لا پراختیا غوښتنه یې هم وکړه. د هغه په خبره: «د هرات-مشهد د پټلۍ نښلول یوه مهمه اړتیا ده، چې د طالبانو د هرات والي هم پرې ټینګار کړی.»

مظفري د مشهد ـ دوغارون او هرات ـ دوغارون د لارو د رغونې موضوع هم مهمه وبلله او زیاته یې کړه: «لویه لاره د پولې خواته د جوړېدو په حال کې ده او باید هڅه وشي، چې دغه مسیر د پولې په دواړه غاړو مطلوب حالت ته ورسول شي».

نوموړي د هرات او خراسان رضوي ترمنځ ګډ کار او همغږي د سيمې په کچه د اغېزمن رول لپاره مهمه وبلله. د هغه په وینا؛ دغه همکاري کولای شي نه يوازې د افغانستان او ايران مسالې؛ بلکې د سیمې د هېوادونو پراخې ستونزې هم حل کړي.

د هغه په باور، لکه څنګه چې هرات په لرغونو زمانو کې د یادې سيمې پلازمېنه وه، نن هم کولای شي د سيمې اقتصادي مرکز شي او خراسان رضوي هم ورته وړتیاوې لري. په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو او طالبانو ترمنځ پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو راشه درشه ډېره شوې.

هم‌مهاله طالبانو له پاکستان سره د هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې د بندېدو اعلان کړی او له افغان سوداګرو یې غوښتي، چې بدیلې لارې ومومي. افغان سوداګرو او طالبانو هم خپله تکیه پر ایران او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو کړې او له پاکستان سره یې خپلې سوداګریزې اړیکې اوس‌مهال په ټپه درولې دي.

امریکا کې مېشتو افغانانو له واشنګټن نه غوښتي، چې د یوه کس کړنه دې په ټولو نه تپي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۷ GMT+۰
امریکا کې مېشتو افغانانو له واشنګټن نه غوښتي، چې د یوه کس کړنه دې په ټولو نه تپي
100%

د سیاټل ټایمز په نوم یوې امریکایي رسنۍ په دغه هېواد کې د یوه افغان له لوري پر دوو امریکایي عسکرو د برید له امله د کډوالو اندېښنو ته اشاره کړې ده. یادې رسنۍ ته یو شمېر افغانانو ویلي، چې تر دې برید وروسته اوس په امریکا کې د خپل برخلیک په تړاو اندېښمن دي.

د محمد داود اکبري په نوم یو افغان چې په ۲۰۱۷کال کې امریکا ته کډه شوی، دغه پېښې خورا غمجن کړی دی. هغه سیاټل ټایمز ته ویلي: «کله مې چې واورېدل بریدګر افغان دی؛ نو سترګې مې له اوښکو ډکې شوې». هغه له یوې خوا د پېښې د قربانیانو له‌پاره خورا غمجن دی او له بلې خوا وېره او اندېښنه لري.

نوموړی وايي، په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره پلمې لټوي؛ دی له هغو پایلو وېرېږي چې شاید د ده پر کورنۍ او دوستانو منفي اغېز وکړي. د فدرالي چارواکو په وینا؛ نیول شوی بریدګر «رحمان‌الله لکڼوال» نومېږي، ۲۹ کلن دی او په ۲۰۲۱کال کې امریکا ته تللی.

د اېف‌‌بي‌ای مشر کاش پټېل ویلي، چې دوی په څو ایالتونو کې د لکڼوال د استوګنځي په ګډون د تالاشي حکمونه عملي کوي. تر دې پېښې وروسته، ډونالډ ټرمپ او د هغه ادارې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات پیل کړي دي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې د افغانانو د کډوالۍ ټولې پروسې «په نامحدوده توګه» درول شوې دي. د واشنګټن ایالت د افغان ټولنې مشران او غړي دغه برید په کلکه غندي او وايي، چې ټول افغانان باید د یو کس د عمل له امله د سزا وړ ونه ګرځي.

د افغان ـ امریکایي کلتوري ټولنې د بورډ غړی غلام مومند وایي: «هیڅ دلیل نه‌شته، دا یو کرغېړن جنایت دی. موږ د ملي ګارډ د ټپي شوي عسکر د رغېدو لپاره دعا کوو او د هغوی کورنۍ زموږ په دعاوو او فکرونو کې دي».

مومند چې څه د پاسه لس کاله کېږي له افغانستان نه له امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ له امله امریکا ته تللی، وايي داسې احساس کوي چې «ګواکې خپله ټولنه یې په نښه شوې ده». هغه وايي: «دا ځای زموږ کور دی او د دې پېښې درد د هر امریکايي په څېر احساسوو».

د یادې ټولنې یو بل غړي اسماعیل خان د غوسې په څرګندولو سره وویل، چې د افغان ټولنې پر ضد د فدرالي حکومت د سزا اقدامات «ناانصافي» ده. هغه ټینګار وکړ: «افغان ټولنه باید د یو کس د کړنې له امله په نښه نه‌شي».

د امریکایي رسنیو د تازه معلوماتو له مخې؛ د ملي ګارډ د دوو ټپي شویو عسکرو له ډلې یوه ښځینه هغې یې په روغتون کې ساه ورکړه. یادې پېښې په نړۍواله کچه او په امریکا کې د افغانانو سخته غوسه راپارولې ده. افغانان اندېښنه لري، چې د ټرمپ حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره پلمې لټوي او دغه ډول بریدونه په امریکا کې د دوی پر ژوند سختې منفي اغېزې لرلای شي.

بریتانیا:د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۰
بریتانیا:د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي
100%

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي وایي، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له ښځو سره یې په انلاین بڼه د هغوی د ستونزو، ننګونو او اوسنیو محدودیتونو په تړاو خبرې کړې دي.نوموړي زیاته کړې:«د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو، کار او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي.»

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د پنجشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان ښځو زړورتیا الهام بښوونکې ده او یو ځل بیا یې د افغان ښځو پر وړاندې د ستونزو او محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له پراخو بندیزونو سره مخ دي. د افغان ښځو پر وړاندې د زده کړو، کار او ټولنیزو ازادیو بندیزونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او افغان سیاستوالو په وار وار له طالبانو د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان بیا پرته له دې چې د نړۍ اندېښنو ته ځواب ووايي یوازي دومره وایي، د «شریعت» په پلي کولو کې د هیچا پروا نه‌کوي.