• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار: ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره تړلې پوله بېرته پرانیزي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، ملګرو ملتونو له اسلام‌اباد څخه غوښتي چې له افغانستان سره دې د پولې د بندولو پرېکړه بېرته له سره وارزوي. هغه زیاته کړې، کېدای شي چې پاکستان د دې غوښتنې تر ارزونې وروسته د اړینو خوراکي توکو او بشري مرستو د تېرېدو اجازه ورکړي.

ډار د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دغه رسمي غوښتنه یوه ورځ مخکې ترلاسه کړې ده.

هغه وویل، تر رسمي ځواب وړاندې کولو مخکې به دا موضوع له پوځي مشرانو او د هېواد له لومړي وزیر سره وڅېړل شي. هغه هیله څرګنده کړه، چې د بشري مرستو د لېږد اجازه به تر سبا (یکشنبه) پورې تایید شي.

د اسحاق ډار په وینا، اسلام‌اباد طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) مسلې له پامه غورځول د دوی لپاره هم ستونزې زېږولی شي. هغه ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد یوازې د همدې برخې په اړه د طالبانو ژمنتیا غواړي.

ډار د رېل پټلۍ د نښلولو تړون په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې تړاو له پاکستان، افغانستان او ازبکستان سره غونډې شوي، خو د طالبانو له لوري هېڅ ډول پرمختګ نه دی لیدل شوی.

له افغانستان سره د پاکستان دروازې نږدې ۵۰ورځې کېږي چې د دواړو خواوو د پوځي نښتو له امله تړلې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګر زیانمن شوي دي.

له دې مخکې د سوداګرو یوه پلاوي د جمعیت علمای پاکستان له مشر مولانا فضل الرحمان سره لیدنه کړې او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې کړې وه.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې یو افغان کډوال د «ترهګریز ګواښ» په تور نیول شوی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۰
په امریکا کې یو افغان کډوال د «ترهګریز ګواښ» په تور نیول شوی دی
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت یو افغان کډوال د «ترهګریزو ګواښونو» په تور نیولی دی. د فاکس نیوز د خبر له مخې، محمد داوود الکوزی په دې تورن دی چې د ټکساس په فورټ ورث سیمه کې یې د یوې موخې لپاره د بم جوړولو لپاره په ټیک ټاک کې خپله ویډیو خپره کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) ویلي، چې الکوزی د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په اوومه نېټه د بایډن ادارې د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و.

الکوزی د سې شنبې په ورځ له هغه وروسته د ټکساس د عامه خوندیتوب وزارت او د ګډې ترهګرۍ ضد ډلې له خوا ونیول شو، چې تر دې یوه ورځ وړاندې یو افغان شکمن په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ.

محمد داوود الکوزی دا مهال د ټکساس ایالت په فورټ ورث ښار کې د تارانټ د اصلاح او روزنې په مرکز کې ساتل کېږي.

فنلنډ به تر یوې میاشتې په کابل، اسلام‌اباد او ینګون کې خپلې سفارتخونې بندې کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰
فنلنډ به تر یوې میاشتې په کابل، اسلام‌اباد او ینګون کې خپلې سفارتخونې بندې کړي
100%

د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د ۲۰۲۶ کال په پیل سره به په افغانستان، پاکستان او میانمار کې خپلې سفارتخونې وتړي. دغه وزارت ویلي، دغه سفارتخونې د عملیاتي او ستراتیژیکو لاملونو له‌مخې تړل کېږي.

د فنلنډ دغه پرېکړه په افغانستان، پاکستان او میانمار کې له سیاسي وضعیت او همداراز له فنلنډ سره د دوی له محدودو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو سره تړاو لري.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، دغه وزارت د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې په هغو ځایونو کې د سوداګریزو دفترونو پرانېستلو ته چمتووالی نیسي، چې په‌خوا په‌کې د «بزنس فنلنډ» دفترونه موجود و.

اعلامیه کاږي، دغه وزارت په منظم ډول دا هم ارزوي چې د فنلنډ د بهرنۍ استازولۍ د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د پوره کولو جوګه دي او که څنګه.

د اعلامیې له‌مخې، د ارزونو له پایلو سره سم به دغه هېواد د نورو بهرنیو دفترونو د تړلو او پرانېستلو پرېکړه هم وکړي او په وینا یې، موخه دا ده، چې سرچینې هغو هېوادونو او سیمو ته متمرکزې شي چې فنلنډ ته ستراتيژیک اهمیت لري.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې الینا والټونین ویلي: «موږ به د فنلنډ د بهرنیو استازولیو شبکې ته په منظم ډول داسې وده ورکړو چې د راتلونکو ننګونو د حلولو وړتیا ولري. زموږ د فعالیتونو چاپېریال په چټکۍ سره بدلېږي. هغه بدلونونه چې ترسره کېږي له موږ سره به مرسته وکړي څو یو پیاوړی او سیال‌وړ فنلنډ جوړ کړو او له خپلو لومړیتوبونو سره سم د هېواد بهرنۍ اړیکې اداره کړو.»

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې د فنلنډ په ګډون ټولو لوېدیځوالو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل او ځينې یې په قطر کې د افغانستان په تړاو په خپلو سفارتخونو کې کار کوي.

طالبان: د ډنمارک د سرې میاشتې مرستندویه ادارې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۳ GMT+۰
طالبان: د ډنمارک د سرې میاشتې مرستندویه ادارې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه
100%

د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې د ډنمارک د سرې میاشتې مشرې جوهانا له شهاب‌الدین دلاور سره په ناسته کې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده. په دې لیدنه کې له افغانانو سره د بشري مرستو پر کیفیت او اغېزمنتیا هم ټینګار شوی.

د طالبانو یادې ادارې د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمن جوهانا او ورسره پلاوي د افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو د زیاتېدو ژمنې کړي.

د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب‌الدین دلاور د خلکو د ژوند ښه کېدو په برخه کې د مرستو هر کلی کړی.

طالبانو په خبرپاڼه کې د جوهانا له قوله لیکلي: «زموږ اداره د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده او غواړي چې د افغانستان د سرې میاشتې له لارې افغانانو ته لا زیاتې مرستې او خدمات ورسوي.»

پخوانی ایراني ډیپلوماټ:افغان او ایرانی ملتونه د فلسطین په اړه ګډ انساني او مذهبي احساس لري

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰
پخوانی ایراني ډیپلوماټ:افغان او ایرانی ملتونه د فلسطین په اړه ګډ انساني او مذهبي احساس لري
100%

په لبنان کې د ایران پخواني ډیپلوماټ الله کرم مشتاقي ویلي، چې ایران او افغانستان د فلسطین په موضوع کې د ګډ انساني او مذهبي احساس په لرلو سره د دواړو هېوادونو ملتونه د اسلامي نړۍ په مهمه مسله کې سره یوځای کړې دي.

دغه ایراني ډیپلوماټ د ایراف رسنۍ سر په خبرو کې ویلي، چې د فلسطین په مسله کې د افغانستان او ایران د ملتونو احساس ځکه مشترک دی، چې دواړه هېوادونه د بهرنۍ مداخلې او بې عدالتۍ قرباني شوي دي.

مشتاقي زیاته کړې:«د فلسطین د خلګو لپاره دغه ګډ احساس د سیاسي، بشري او کلتوري ملاتړ برخه کې د همکارۍ لپاره یو ځانګړی بنسټ رامنځته کړی دی او د فلسطین مسله یې په سیمه ییز سیاست کې د ایران او افغانستان ترمنځ د نښلولو په یوه ټکي بدل کړی دی.»

یاد پخواني ایراني ډیپلوماټ ویلي، چې ایران تل د فلسطین د خلکو د دفاع لپاره په نړیواله کچه خپل غږ پورته کړی او د فلسطینیانو له حقونو یې ملاتړ کړی دی.

الله کرم مشتاقي وايي، چې افغانستان د مقاومت، بې عدالتۍ او تیرې له امله له ډېرو تجربو سره مخ شوی هېواد دی او کولای شي، چې په اسلامي نړۍ کې د فلسطین د خلکو د ملاتړ په برخه کې ښه رول ولوبوي.

مشتاقي زیاته کړې:« په بشري او کلتوري برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ رسنۍ، اکاډمیک، هنري او خیریه همکارۍ کولی شي د فلسطین مسله ژوندۍ وساتي او د ماشومانو، کډوالو او اغېزمنو کورنیو ملاتړ پیاوړی کړي. دا دول همکاري به د فلسطین په ملاتړ کې د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره یو قوي بنسټ وي.»

نوموړي یادې څرګندونې د نوامبر ۲۹مه، چې د فلسطین د خلکو سره د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځل کېږي کړې دي.

طالبانو له شپږو شرکتونو سره په موټرو کې د جي پي اېس وسایلو د نصب تړون لاسلیک کړ

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۰
طالبانو له شپږو شرکتونو سره په موټرو کې د جي پي اېس وسایلو د نصب تړون لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د جي پي اېس وسایلو د نصبولو لپاره له شپږو شرکتونو سره یو تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې، به دا شرکتونه په ټول هیواد کې په مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو کې د تعقیب وسایل(جي پي ایس) نصب کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن شنبه، د لیندۍ ۸مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د یاد وزارت د ځمکني ترانسپورت مرستیال عبدالسلام حیدري په شتون کې، د مسافرو او بار وړونکو موټرو لپاره د تعقیب وسایلو (جي پي اېس) نصبولو لپاره له شپږو شرکتونو سره یو تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې به دا شرکتونه په ټول هیواد کې مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو کې د تعقیب وسایل نصب کړي او پدې برخه کې به ټولې اړینې اسانتیاوې چمتو کړي، کوم چې به د ترانسپورتي موټرو د معیاري کولو او ښه مدیریت کې کلیدي رول ولوبوي.

دا تړون په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان خونړیو ټکرونو شاهد دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي، چې هر کال ۱.۳۵ میلیونه کسان د ټرافیکي پېښو له امله ژوند له لاسه ورکوي.