• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په دیره اسماعیل خان او بنو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو چاودنه او برید شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د خیبرپيښتوخوا ایالت په دیره اسماعیل خان او بنو ولسوالیو کې د وسله والو په بریدونو کې درې پاکستاني نظامیان وژل شوي او د یو افسر په ګډون درې تنه ټپیان دي. د دیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پوځیانو یو موټر په بم الوزول شوی دی.

د پاکستان امنیتي سرچینو ددغه هېواد رسنیو ته ویلی، چې د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان ولسوالۍ په کلاچي کې وسله والو یو پوځي کاروان په نښه کړی او په پېښه کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او یو د جګړن په رتبه افسر ټپي شوی دی.

دویم برید د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ مامنډخیل ته نږدې پر بنو-میرانشاه سړک د پاکستان امنیتي ځواکونو پر کاروان شوی، چې امله یې یو سرتیري وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان یا کومې بلې ډلې د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، چې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته په پاکستان کې ۴ زره پاکستاني نظامیان وژل شوي او تر ۲۰ زرو پورې ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا ایالت لپاره نوی والي ګومارل کیږي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۰
 د خیبر پښتونخوا ایالت لپاره نوی والي ګومارل کیږي
100%

پاکستاني سرچینو ویلي، اسلام اباد د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي پر ځای پر نوي والي غور کوي. د اې این پي طالبانو ضد دریځ ته په پام امیر حیدرخان هوتي پیاوړی نوماند ګڼل کیږي. دغه راز د افتاب شیرپاو، پرویز خټک او دریو متقاعدو جنرالانو نومونه هم د ولایت څوکۍ لپاره وړاندیز شوي.

د پاکستان د جیو نیوز د رپوټ له مخې، د دغه هېواد مرکزي حکومت تر اوسه د درې سیاسي شخصیتونو او درې پخوانيو پوځي جنرالانو نومونه تر غور لاندې نیولي خو تر اوسه لا د خیبر پښتونخوا د والي د پوست لپاره د هېڅ یوه کس نه دی وروستی شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په احتمالي نوملړ کې د عوامي نېشنل ګوند د رهبرۍ غړی امیر حیدرخان هوتي، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د عمران خان له ګوند نه جلا شوی پخوانی اعلی وزیر پرویز خټک او همدارنګه په پخوانيو نظامیانو کې جنرال خالد رضا رباني، جنرال غیور محمود او جنرال طارق شامل دي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د خیبر پښتونخوا اوسني امنیتي وضعیت او د طالبانو پر وړاندې د عوامي نېشنل ګوند سیاسي دریځونو ته په پام، ډېر احتمال دی، چې امیر حیدرخان هوتي د نوي والي په توګه وټاکل شي، خو تر اوسه هیڅ رسمي سرچینې د نوموړي ګومارل کېدل نه دي تایید کړي.

د خیبر پښتونخوا لپاره د نوي والي ګمارلو په اړه په داسې حال کې راپورونه ورکړل شوې، چې د ایالتي حکومت او فیصل کریم کنډي ترمنځ د ځینو پالیسیو په اړه مخالفتونه راپورته شوي او په دې وروستیو کې یاد ایالت له سختو نا امنیو سره مخ دی.

په کوهاټ کې د اهل حدیث اړوند یو جومات او د امام کور په نښه شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۰
په کوهاټ کې د اهل حدیث اړوند یو جومات او د امام کور په نښه شوی
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د اهل حدیث مسلک اړوند یو جومات د چاودنې هدف ګرځېدلی. له چاودنې سره هممهاله د جومات د امام کور ته لاسي بم اچول شوی. د اهل حدیث مسلک پر پلویانو په دې وروستیو کې بریدونه ډېر شوي، خو هیڅ وسله والې ډلې یې مسوولیت نه دی اخېستی.

د کوهاټ پولیسو ویلي، چې دا پېښه په نصرت خېل سیمه کې شوې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هممهاله په خیبر پښتونخوا کې د اهل حدیث اړوند څو دیني عالمان په نښه شوي دي.

تر اوسه هیڅ پاکستانۍ وسله والې ډلې د دغسې بریدونو مسوولیت پرغاړه نه دی اخېستی.

د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰
د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي
100%

د خېبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د جمعه د (لیندۍ ۷مه) په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی به د دوشنبې په ورځ د خپلو پارلماني غړو په ګډون د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون وکړي. وایي، د پاکستان حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د ملاقات لپاره دوی زندان ته نه پرېږدي.

په دې خبري کنفرانس کې د عمران خان خور حلیمه خان هم وه. د دې لاریون نېټه داسې مهال ټاکل کېږي چې پاکستان کې په خواله رسنیو کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د روغتیایي وضعیت په تړاو پوښتنې راولاړې شوې دي.

څو ورځې وړاندې ان په اډیاله زندان کې د هغه د مړینې خبرونه په خواله رسنیو کې لاس په لاس شول؛ خو وروسته رویټرز اژانس د یاد زندان د چاراکو له قوله خبر ورکړ چې عمران خان ژوندی دی او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.

روان کال په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۹۵۵ وسله‌وال وژل شوي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۰
روان کال په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۹۵۵ وسله‌وال وژل شوي دي
100%

د خیبر پښتونخوا پولیسو خبر ورکړی، چې روان کال په پښتونخوا کې د پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۹۵۵ وسله‌وال وژل شوي دي. په دې تړاو په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو پرمهال له وسله‌والو ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسانو شمالي او سویلي وزیرستان، بنو، ډېره اسماعیل خان، مردان، کورمې، اورکزیو، ملاکنډ او کوهاټ په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو سره تړاو لاره. خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادو عملیاتو پرمهال د وسله‌والو ډلو ۳۳ مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې تر ټولو ډېر وسله‌وال په بنو، ډېره اسماعیل خان، شمالي او سویلي وزیرستان او خیبر ولسوالیو کې وژل شوي دي؛ خو په دغه راپور کې بیا په روان کال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

ورته مهال د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې جمعه (د لېندۍ ۷مه) خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.

پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې ۲۲وسله‌وال وژلي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۷ GMT+۰
پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې ۲۲وسله‌وال وژلي دي
100%

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.

د یادې ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات د سې‌شنبې په ورځ د استخباراتي عملیاتو پر بنسټ شوي. د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده سیمه کې لاهم چاڼیز عملیات روان دي.

په خبرپاڼه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یاد عملیات بریالي بللي. هغه تر دې وړاندې هم په وار، وار ویلي، چې د ترهګرۍ د بشپړې له‌منځه وړلو پورې به دغه ډول عملیات دوام وکړي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) هم خبر ورکړی و، چې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.