طالبان وايي له هرات څخه نږدې ۲۰میلیونه کیلوګرامه وچه مېوه بهر ته صادره شوې

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له هرات څخه ۱۹،۹۷ میلیونه کیلوګرامه وچه مېوه اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، جرمني، امریکا، ایران، قطر، ترکیې، هند او سعودي عربستان ته صادره شوې ده.