• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سویلي وزیرستان کې خبریالان له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې خبریالان د وسله والو د پرله‌پسې ګواښونو، بریدونو او تښتونو له امله له ګواښ سره مخ دي. ځايي خبریالان وايي، د وسله والو ډلو سیمه‌ییز قوماندانان دوی او ددوی کورنۍ تر فشار لاندې راولي. تازه د یوه خبریال کور وسله والو نړولی او بل یې په مرګ ګواښلی.

د شنبې په ورځ وسله والو جنګیالیو د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې د یوه ځايي خبریال معراج خالد کور په بمونو والوزاوه او یو بل خبریال لعل وزیر او د هغه د کورنۍ غړي یې ګواښلي دي.

په سیمه کې خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د معراج خالد کور په دې دلیل نړول شوی، چې د طالبانو په وینا، خپل کور یې وسله والو ځواکونو ته په واک کې ورکړی و، خو خالد وايي، چې دوی خپل کور هیچا ته په واک کې نه دی ورکړی.

په واڼه کې مېشت یوه خبریال، چې د امنیتي دلایلو له امله یې د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه، وویل چې دی او بل خبریال معراج خالد له تېر یوه کال راهیسې دټي ټي پي له لوري د مرګ ګواښونه ترلاسه کوي.

د دغه خبریال په وینا، وسله والو څو ځله د دوی د کورنۍ غړي هم وهلي ټکولي دي.

یوې بلې سرچینې له نومښودنې پرته وویل، « تېره ورځ وسله وال د لعل وزیر کور ته ورغلي وو، د هغه د حاضرېدو غوښتنه یې وکړه. څو ساعته وروسته د معراج خالد کور ته ورغلل او د ده کور یې په بمونو والوزاوه».

د سیمې اوسېدونکي او امنیتي سرچینې تاییدوي چې د واڼه لپاره د ټي ټي پي ټاکل شوی قوماندان رحمت‌الله وزیر چې اوس د اعظم‌ورسک په سیمه کې د طالبانو ولسوال دی، پر خبریالانو فشار راوړي.

په جنوبي وزیرستان کې د پوځ او وسله والو ډلو د اوږدمهاله جګړې له امله خبریالانو ته د دواړو لوریو له خوا د ګواښونو پېښې له دې وړاندې هم ثبت شوې دي.

د جنوبي وزیرستان محلي چارواکو او ټي ټي پي ددغو ګواښونو په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر سیاسي ډلو د خبریال معراج خالد د کور ورانول غندلي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان افغان پالیسي ناکامه ده

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان افغان پالیسي ناکامه ده او په تېرو ۷۸ کلونو کې پاکستان ونه کړای شوای، چې افغانستان خپل دوست جوړ کړي. نوموړي زیاته کړه، چې دی د جګړې خلاف دی او باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ونه شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن یکشنبه، د لیندۍ ۹مه د خیبرپښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې الجامعه الاسلامیه مدرسې کې په خبرو کې وویل، چې پاکستان او افغانستان دې پر خپلو پالیسو له سره غور وکړي.

د پاکستان یاد مذهبي مشر نیوکه وکړه، چې پاکستان د خپلې ډيپلوماسۍ له لارې ونه شوای کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې کړي.

مولانا فضل الرحمان وویل:« ما افغانستان ته د یوې اونۍ لپاره دوره وکړه، عالمانو له ماسره ملتیا کوله، په یوه اونۍ کې موږ یوه اجنډا مکمل کړه او بېرته راغلو له بریالیتوب سره، خو هغه زموږ له خوا جوړ شوی کار له تاسې «پاکستان» څخه خراب شو او تاسې هغه هم پرمخ یونه وړای شوای.»

نوموړي د پاکستان پر تکلارې نیوکه وکړه، چې د جګړې پالیسي پرمخ وړي او د اسلام اباد حکومت ته یې په خطاپ کې وویل، چې دا مساله داسې نه شي حل کولی.

مولانا فضل الرحمن وايي، دی د جګړې خلاف دی او دواړو هېوادونو ترمنځه هم جګړه نه غواړي.

هغه دغه راز وویل، چې « په پاکستان کې هم د وسله والې جګړې حلاف یو او وسله والو ډلو ته وایو چې په سیمه کې ناامني نه غواړو باید په خپلې تګلارې بیا له سره کتنه وکړي».

مولانا فضل الرحمان د وینا په یوه برخه کې وویل:« وسله والې ډلې دې جګړه بنده کړي او افغانستان هم په دې برخه کې مرسته وکړي او پاکستان هم په دې برخه کې پرمختګ وکړي او قوم دوستي غواړي.»

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې په ظاهر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او په وروستیو اونیو کې د ټي ټي پي او د پاکستان پوځ ترمنځ جګړو او بریدونو زور اخیستی دی.

په دیره اسماعیل خان او بنو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو چاودنه او برید شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د خیبرپيښتوخوا ایالت په دیره اسماعیل خان او بنو ولسوالیو کې د وسله والو په بریدونو کې درې پاکستاني نظامیان وژل شوي او د یو افسر په ګډون درې تنه ټپیان دي. د دیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پوځیانو یو موټر په بم الوزول شوی دی.

د پاکستان امنیتي سرچینو ددغه هېواد رسنیو ته ویلی، چې د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان ولسوالۍ په کلاچي کې وسله والو یو پوځي کاروان په نښه کړی او په پېښه کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او یو د جګړن په رتبه افسر ټپي شوی دی.

دویم برید د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ مامنډخیل ته نږدې پر بنو-میرانشاه سړک د پاکستان امنیتي ځواکونو پر کاروان شوی، چې امله یې یو سرتیري وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان یا کومې بلې ډلې د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، چې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته په پاکستان کې ۴ زره پاکستاني نظامیان وژل شوي او تر ۲۰ زرو پورې ټپیان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت لپاره نوی والي ګومارل کیږي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۰

پاکستاني سرچینو ویلي، اسلام اباد د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي پر ځای پر نوي والي غور کوي. د اې این پي طالبانو ضد دریځ ته په پام امیر حیدرخان هوتي پیاوړی نوماند ګڼل کیږي. دغه راز د افتاب شیرپاو، پرویز خټک او دریو متقاعدو جنرالانو نومونه هم د ولایت څوکۍ لپاره وړاندیز شوي.

د پاکستان د جیو نیوز د رپوټ له مخې، د دغه هېواد مرکزي حکومت تر اوسه د درې سیاسي شخصیتونو او درې پخوانيو پوځي جنرالانو نومونه تر غور لاندې نیولي خو تر اوسه لا د خیبر پښتونخوا د والي د پوست لپاره د هېڅ یوه کس نه دی وروستی شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په احتمالي نوملړ کې د عوامي نېشنل ګوند د رهبرۍ غړی امیر حیدرخان هوتي، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د عمران خان له ګوند نه جلا شوی پخوانی اعلی وزیر پرویز خټک او همدارنګه په پخوانيو نظامیانو کې جنرال خالد رضا رباني، جنرال غیور محمود او جنرال طارق شامل دي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د خیبر پښتونخوا اوسني امنیتي وضعیت او د طالبانو پر وړاندې د عوامي نېشنل ګوند سیاسي دریځونو ته په پام، ډېر احتمال دی، چې امیر حیدرخان هوتي د نوي والي په توګه وټاکل شي، خو تر اوسه هیڅ رسمي سرچینې د نوموړي ګومارل کېدل نه دي تایید کړي.

د خیبر پښتونخوا لپاره د نوي والي ګمارلو په اړه په داسې حال کې راپورونه ورکړل شوې، چې د ایالتي حکومت او فیصل کریم کنډي ترمنځ د ځینو پالیسیو په اړه مخالفتونه راپورته شوي او په دې وروستیو کې یاد ایالت له سختو نا امنیو سره مخ دی.

په کوهاټ کې د اهل حدیث اړوند یو جومات او د امام کور په نښه شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د اهل حدیث مسلک اړوند یو جومات د چاودنې هدف ګرځېدلی. له چاودنې سره هممهاله د جومات د امام کور ته لاسي بم اچول شوی. د اهل حدیث مسلک پر پلویانو په دې وروستیو کې بریدونه ډېر شوي، خو هیڅ وسله والې ډلې یې مسوولیت نه دی اخېستی.

د کوهاټ پولیسو ویلي، چې دا پېښه په نصرت خېل سیمه کې شوې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هممهاله په خیبر پښتونخوا کې د اهل حدیث اړوند څو دیني عالمان په نښه شوي دي.

تر اوسه هیڅ پاکستانۍ وسله والې ډلې د دغسې بریدونو مسوولیت پرغاړه نه دی اخېستی.

د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د جمعه د (لیندۍ ۷مه) په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی به د دوشنبې په ورځ د خپلو پارلماني غړو په ګډون د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون وکړي. وایي، د پاکستان حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د ملاقات لپاره دوی زندان ته نه پرېږدي.

په دې خبري کنفرانس کې د عمران خان خور حلیمه خان هم وه. د دې لاریون نېټه داسې مهال ټاکل کېږي چې پاکستان کې په خواله رسنیو کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د روغتیایي وضعیت په تړاو پوښتنې راولاړې شوې دي.

څو ورځې وړاندې ان په اډیاله زندان کې د هغه د مړینې خبرونه په خواله رسنیو کې لاس په لاس شول؛ خو وروسته رویټرز اژانس د یاد زندان د چاراکو له قوله خبر ورکړ چې عمران خان ژوندی دی او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.