• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه امریکایي سناتور یو ځل بیا د افغان کډوالو د جدي تفتیش د طرحې وړاندیز کړی دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰

سناتور جوش هاولي د یوه افغان له‌خوا پر ملي ګارډ له ډزو وروسته یو ځل بیا خپل پخوانی وړاندیز شوی پلان د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ او غوښتنه یې وکړه، چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت دې په جدي او بشپړ ډول د هغو افغان کډوالو تفتیش وکړي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته لېږدول شوي دي.

د رحمان‌الله لکڼوال په نوم د یوه افغان کډوال له‌خوا په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو څو ورځې وروسته، سناتور هاولي فاکس نیوز ته ویلي: «جو بایډن یوازې د افغانستان څخه زموږ د وتلو په چارو کې تېروتنه نه ده کړې، بلکې هغه د زرګونو افغانانو په امریکا کې د داخلېدو له لارې امریکایان هم له ګواښ سره مخ کړي دي. موږ باید له خپلو اتلانو څخه ساتنه وکړو او یقیني کړو، چې هر هغه څوک چې امریکا ته داخلیږي، زموږ د خلکو لپاره ګواښ نه دی.»
سناتور هاولي د یادې طرحې وړاندیز په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم کړی و، خو د امریکا کانګرس د نوموړي طرحه تایید کړې نه وه.
دا په داسې حال کې ده، چې که دا طرحه تایید شې نو له مخې به یې د امریکا د کورنیو چارو وزارت د ټولو افغانانو د بایومیټریک او شخصي معلوماتو تصدیق او ثبت پیل کړي، د تفتیش لپاره به هر کډوال سره حضوري مرکې وشي او ترڅو چې تفتیش نه وي بشپړ شوی، تر هغه وخته به د فدرال مرستې پر کډوالو بندې وي.
همدارنګه د یادې طرحې له مخې، د امریکا د کورنیو چارو وزارت اړ دی چې په هرو څو میاشتو کې به د تفتیش د پرمختګ په اړه کانګرس ته راپور ورکړي.
د افغان کډوالو د تفتیش لپاره د دغې نوې طرحې وړاندیز یو ځل بیا پر داسې مهال کېږي، چې د بایډن تر مشرۍ لاندې د رحمان‌الله لکڼوال په نوم امریکا ته تللي یو افغان کډوال څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې وکړې، چې له امله یې سارا بیکستروم مړه شوه او د ملي ګارډ بل غړی لا هم د مرګ او ژوند ترمنځ مبارزه کوي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د کابل-کندهار د لویې لارې مساپر: طالبان د زابل په دروازو کې خلک پرله‌پسې ځوروي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۰
100%

د زابل په دروازو کې د طالبانو د امنیتي پوستو له‌خوا د خلکو ځورونې او د بې‌ځایه درولو شکایتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. مساپر، موټرچلوونکي او سیمه‌ییز اوسېدونکي وایي چې طالبان خلک د ساعتونو لپاره دروي، د هغوی ټلیفونونه ګوري او کله ناکله د دوی له سپکو خبرو او ناوړه چلند سره مخ کېږي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل-کندهار پر لویه لار تلوونکي مساپر په پرله‌پسې ډول د زابل په دخولي دروازو کې د طالبانو د امنیتي کسانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.

دغه مساپر وایي: «هر ځل چې دغه دروازې ته رارسېږو زړه مو درزېږي.»

د عبدالباري په نوم یو موټرچلوونکی چې هره ورځ د کندهار-زابل په لویه لاره تګ‌راتګ کوي، وايي چې د طالبانو دغه پوسته د خلکو لپاره په جدي سرخوږی بدل شوی دی.

هغه وویل: «والله، د هر تګ‌راتګ پر وخت مو زړه په لاس کې وي. ځینې وختونه مو ساعتونه ساعتونه بې‌ځایه دروي، نه پوهېږو چې پوښتنه څه ده او شک یې پر چا دی. که تذکره له ځان سره و نه لرو، نو بیا خو بیخي مصیبت پېښېږي.»

دی زیاتوي، چې طالبان د خلکو شخصي ټلیفونونه هم ګوري او د هغو دننه پیغامونه، انځورونه او شخصي خبرو ته ننوزي.

د کندهار- کابل پر لاره یو بل موټر چلوونکی بیا وايي، چې طالبان ډېری وخت هغه کسان هم دروي، چې ښځې او ماشومان ورسره وي او د هېڅ ډول مناسب چلند خیال نه ساتي.

ده زیاته کړه: «یاره ښځې ورسره وي، ماشومان ورسره وي، خو بیا هم ورته وایي راکښته شئ موبایل راکړه، تذکره راوښیه، خلک شرمېږي خو هغوی ته مهمه نه ده.»

هغه وايي، چې د طالبانو د پوښتنو ډېره برخه بې‌ دلیله او بې‌ اساسه ده.

ده وویل: «یو وخت مې یوه کورنۍ وړله، درې ساعته يې دلته درولي وو، ښځې او ماشومان په ډېر مشکل کې وو، خو طالبانو همداسې بې‌ ځایه پوښتنې کولې چې دا ماشوم څوک دی؟ دا ښځه څوک ده؟ له کومه ځایه راغلي یاست او چېرې ځئ.»

د سیلانۍ پېښه: پوښتنې، فشار او د واټس اپ د شمېرې غوښتنه

د دې سیمې یوې بلې پېښې بیا د خلکو غبرګونونه نور هم توند کړي دي. څه موده مخکې طالبانو د تالاشۍ په همدې مرکز یوه بهرنۍ سیلانۍ درولې وه او د پوښتنو ترڅنګ یې ترې د «واټس‌اپ د شمېرې» غوښتنه هم کړې وه.

دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راوپارول او ډېرو خلکو دا چلند «د افغانانو د کلتور خلاف» وباله.

ډېری مساپر هم وايي، چې طالبان د ظاهري بڼې پر اساس خلک ځوروي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې ږیره یې لنډه وي یا ډېر مذهبي لباس ونه لري، ټلیفون یې ګوري او ډېرې پوښتنې ترې کوي.

احمدضیاء چې کابل ته روان وو وايي: «یوازې یې په دې خاطر درولی وم چې ږیره مې لنډه ده، وایي، دا ولې داسې ده؟ ته د کوم ځای یې؟ دا څه ډول لباس دی؟ داسې پوښتنې یې کولې لکه چې څه جنایي دوسیه لرم.»

هغه په سخته له طالبانو شکایت کوي او وايي: «دا خو واضیح ځورونه ده، شریعت دې وي، قانون دې وي، د امنیت خبره دې وي، خو ځورونه باید نه وي.»

خلک وایي، سره له دې چې طالبان په رسنیو کې د «ښه چلند» ادعا کوي، خو د زابل په دې سیمه کې د هغوی چلند بل ډول دی.

د مساپرو په خبره، طالبان ډېری وخت پرته له شواهدو پر خلکو تورونه لګوي او د هغوی د سفر ازادي محدودوي.

د زابل، کندهار او نورو سیمو خلک ټینګار کوي، چې دوی د امنیت ارزښت ښه پېژني، خو وایي امنیت هغه وخت معنا لري چې ولس بد چلند و نه ویني.

د هغوی په باور، د طالبانو د پولیسو دغه کړنې نه یوازې خلک ځوروي، بلکې د خلکو او طالبانو ترمنځ واټن لا پراخوي.

د زابل په دخولي دروازه کې د طالبانو پولیسو چلند د مساپرو، اوسېدونکو او موټر چلوونکو لپاره یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

د هندوراس پخوانی ولسمشر د ټرمپ له عفوې وروسته له زندان نه خوشی شوی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۶ GMT+۰
100%

د هندوراس پخوانی ولسمشر خوان اورلاندو هرناندیز، چې د نشه يي توکو د قاچاق او وسلو په تورونو په امریکا کې زنداني و، د ټرمپ له بښنې وروسته خوشی شوی. د سپینې ماڼۍ یوې چارواکې وویل، ټرمپ د دوشنبې په شپه د هرناندیز د بښلو فرمان لاسلیک کړ.

هغه د دوشنبې په ورځ د لویدیزې ورجینیا ایالت په هیزلټن ښار کې له زندان نه خوشې شوی.

د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د منهاټن یوه قضايي پلاوي هرنانډیز د امریکا پر لور د کوکایین د قاچاق د خوندي کولو لپاره د میلیونونو ډالرو بډې په اخیستلو تورن کړ.

هغه تیر کال په جون کې محکمې ته وړاندې شو.

د هغه میرمنې انا ګارسیا په ټولنیزو رسنیو کې تایید کړې چې هرناندیز خوشې شوی دی.

ازادۍ جبهه: د افرادو جرمونه یوې ډلې، قوم یا پخوانۍ دندې ته منسوبول ناسم کار دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۰
100%

د افغانستان ازادۍ جبهه وايي، د متحده ایالاتو د ملي ګارد پر غړو برید یو نه توجیه کیدونکی جرم دی خو د افرادو کړنې یوې ډلې، قوم یا پخوانۍ دندې ته منسوبول ناسم کار دی. دغه جبهه وايي، د طالبانو د تر واک لاندې افغانستان د افغانانو لپاره زندان او ترهګرو لپاره خوندي ځای ګرځیدلی.

د افغانستان ازادۍ جبهې په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې شرایطو کې،د ازادۍ لپاره مبارزه او د خلکو د ځمکې او برخلیک مالکیت بیرته راګرځول تر ټولو بېړنی لومړیتوب او ډله ییز مسوولیت دی.

دوی همدراز زیاتوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې غیر ضروري بحثونه یوازې د طالبانو تبلیغات او تفرقه اچوونکې اجنډا پیاوړې کوي.

د یادې جبهې په اعلامیه کې لیکل شوی، چې د جمهوریت د ۲۰ کلونو په موده کې د نړیوالې ټولنې حضور د افغانستان لپاره د پام وړ فرصتونه راوړل او بې شمیره اتلانو د ملت د ارزښتونو او وقار د ساتنې لپاره خپل ژوند قرباني کړ.

دوی همدراز زیاتوي د متحده ایالاتو د ملي ګارد پر غړو برید یو نه توجیه کیدونکی جرم دی خو د افرادو کړنې یوې ډلې، قوم یا پخوانۍ دندې ته د جرم منسوبول ناسم کار دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر ټولو سازمانونو، سیاسي ډلو، مدني غورځنګونو، شخصیتونو او د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو غږ کړی، چې د طالبانو پرضد په ګډه ودریږي .

پوتین هند ته په سفر کې د انرژۍ او دفاعي صادراتو د ډېرولو هڅه کوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۰
100%

د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ هند ته دوه ورځنی سفر پیلوي، چې د روسي نفتو، د توغندیو دفاعي سیستمونو او جنګي الوتکو د پلور لپاره هڅې وکړي او هغه انرژي او دفاعي اړیکې بېرته ورغوي چې د امریکا تر فشار لاندې کمزورې شوې دي.

روسیه له ډېرو کلونو راهیسې هند ته مهمې وسلې وړاندې کوي او د۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې چې مسکو پر اوکراین برید وکړ، نوی ډیلی د روسي سمندري نفتو تر ټولو لوی پېرودونکی ګرځېدلی. خو دا میاشت تمه کېږي چې هند د روسي نفتو واردات تر ټولو ټیټ حد ته ورسوي، ځکه بندیزونه سخت شوي او هند د امریکا د نفتو او ګازو اخیستل ډېر کړي دي.

پوتین، چې څلور کاله وروسته لومړی ځل نوي ډیلي ته ځي، د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د سرمشریزې لپاره روان دی. د روسیې دفاع وزیر اندري بيلاوسوف او پراخ سوداګریزاو صنعتي پلاوی به هم له نوموړي سره مل وي.

د اتلانتیک شورا شنونکي مایکل کوګلمن رویټرز ته وویل: « د پوتین سفر د هند لپاره یو فرصت دی چې له مسکو سره خپله ځانګړې اړیکه بېرته ټینګه کړي او په نويو دفاعي معاملاتو کې پرمختګ وکړي».

که څه هم هغه زیاتوي، چې ډېر احتمالي اعلانونه به د ټیټې کچې یا اسانه تر لاسه کېدونکي تړونونه وي.

د ټرمپ فاکتور

هندي چارواکي اندېښنه لري چې له روسیې سره د انرژي یا دفاعي تړون هره هڅه کېدای شي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سخت غبرګون را وپاروي.

ټرمپ په اګست میاشت کې د هند پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه ته لوړه کړه، ځکه هند د روسي نفتو اخیستل نه وو کم کړي.

د پوتین له سفر وړاندې، نوي ډیلي او مسکو د دفاع، ترانسپورټ او کرنې په برخو کې خبرې وکړې.

په اګست کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د هند او د روسیې په مشرۍ د اورواسیا اقتصادي اتحادیې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د تړون خبرې پیل کړي. دوی په ملکي اټومي انرژۍ کې د همکاریو د پراخېدو په اړه هم خبرې کوي.

د پوتین په پلاوي کې د زرغون بانک مشر، د روسي وسلو دولتي صادروونکي روسوبورون اېکسپورټ او تر بندیزونو لاندې د روس نفت او ګازپروم نفت شرکتونو مشران شامل دي.

زرغون بانک ویلي، دوی غواړي د هند په زیربناوو کې پانګونه وکړي او په هندي روپۍ د پراخو راکړو ورکړو ملاتړ وکړي، ځکه د هند او روسیې ډېری سوداګري په روپیو ترسره کېږي. بانک وايي، د هند له خوا د روسي توکو د وارداتو د پراخېدو لپاره یې نوې مالي اسانتیاوې پیل کړي دي.

رپوټونه وايي مسکو به له هند څخه د تخنیکي تجهیزاتو په ترلاسه کولو کې مرسته وغواړي، ځکه بندیزونو یې نړیوالو کمپنیو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

هند هیله لري چې د کال تر پایه له امریکا سره د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړي، ځکه ډېری هندي تصفیه خونو د روسي نفتو اخیستل بند کړي، خو اوس چې روسیه بیا تخفیفونه زیاتوي، ځینې دولتي تصفیې‌خونې یې د اخیستو لپاره لېوالې دي.

هند د روسیې دفاعي ملاتړ ته اړتیا لري

هند نه غواړي له روسیې سره خپلې دفاعي اړیکې کمزورې کړي، ځکه د هند ډېرې جنګي الوتکې او وسلې روسۍ دي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري. د هند د دفاع سکرتر راجیش کمار سینګ ویلي، «هند نه شي کولی د روسیې له دفاعي ملاتړ پرته خپلې اړتیاوې پوره کړي».

روسۍ سوخو۳۰جنګي الوتکې د هند د هوايي ځواک ستره برخه جوړوي او روسیې هند ته خپله تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه سو۵۷ هم وړاندیز کړې ده. دا موضوع به په خبرو کې مطرح شي، خو هند لا پرېکړه نه ده کړې.

هند به د اېس ۴۰۰دفاعي سیستم د نورو واحدونو اخیستو پر سر هم خبرې وکړي.

هندي شنونکي وايي، د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا–روسیې وروستۍ خبرې کېدای شي هند ته له مسکو سره د اړیکو د پراخولوفرصت ور کړي.

ایکانومیک ټایمز: پاکستان د طالبانو د محاصرې او ملامته کولو لپاره څو اړخیزې هڅې پیل کړې دي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۰
100%

پاکستان د طالبانو د محاصرې او ملامته کولو لپاره څو اړخیزې هڅې پیل کړې دي. دا هڅې په امریکا کې د افغانانو پر ویزو د ټرمپ له بندیز او په تاجکستان کې د چینایانو تر وژلو وروسته چټکې شوې دي. ایکانومیک ټایمز وايي، د اسلام اباد لوړپوړي وزیران طالبانو ته ډاګیز ګواښونه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ اعلان وکړ، چې د افغانستان په ګډون د څو هیوادونو د وګړو د پناه غوښتنې پروسه به "د اوږدې مودې لپاره" وځنډول شي؛ دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې یو افغان وګړی په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر سرتیرو ډزې وکړې.

سرچینو د سې شنبې په ورځ ایکانومیک ټایمز ته وویل چې اسلام اباد کابل د ترهګریزو بریدونو په تور ملامت کړی دی.

سربیره پردې، د تاجکستان په پوله کې د افغانستان له خاورې له دوو مرګونو بریدونو وروسته، پاکستان سملاسي پر طالبانو تور ولګاوه او هڅه یې وکړه چې د کابل او دوشنبې ترمنځ درز رامینځته کړي.

تیره اونۍ، د پاکستان پوځ ادعا وکړه، چې افغان طالبانو د ترهګرو تګ او راتګ او په پاکستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د اسلام اباد له پرله پسې تورونو وروسته چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، ترینګلې شوې دي.

سربیره پردې ایکانومیک ټایمز لیکلي، چې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج پر طالبانو د فشار راوستلو یو بل څو اړخیز چلند دی.

د احصایو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۱،۵ میلیون افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل دوام لري، او هره ورځ د زرګونو خلکو د جبري ایستلو راپورونه ورکول کیږي.