په څلورو اسیایي هېوادونو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۱۰۰ ته لوړ شو

د دوشنبې په ورځ د اسیا په ځینو برخو کې د مرګونو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر له ۱۱۰۰ څخه واوښت. د راپورونو له مخې؛ له دې ډلې سریلانکا او اندونیزیا هېوادونه تر ټولو ډېر ځپل شوي دي.