• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې هره میاشت د چاودېدونکو توکو له امله ۵۴ کسان وژل کېږي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۰

ملګرو ملتونو په خپل یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان کې هره میاشت ۵۴ کسان د ماینونو او د جګړې د پاتې شونو له امله وژل کېږي، چې له دې دلې ۷۷ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جنیوا په غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په ګډون په څو نورو هېوادونو کې د ماینونو او د جګړې د پاتې شونو له امله د مرګژوبلې کچه په ډېره چټکۍ سره لوړه شوې او د ماین ضد پروګرامونو لپاره د بودیجي کمښت دغه ګواښ نور هم زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ځمکنيو ماینونو د څار ادارې د راپور له مخې، تېرکال په افغانستان کې د ټولو تلفاتو ۷۷سلنه یې ماشومان وو.
په راپور کې ویل شوي، چې افغانستان کې هره میاشت ۵۴ کسان د ماینونو او د جګړې د پاتې شونو د چاودنو له امله وژل کېږي او افغانستان د نړۍ په کچه د چاودېدونکو توکو له پلوه درېیم لوړ تلفات لرونکی هېواد دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د ماین ضد چارو مشر نېک پونډ ویلي: «په ټوله کې ماشومان په ځانګړي ډول هغه هلکان چې پسونه او وزې څرې، ناچاوده توکي راټولوي، پرې لوبې کوي او یا پرې پښه اېږدي؛ همدا کار د هغوی د مرګ او یا ټپي کېدو لامل ګرځي.»
نېک پونډ ویلي، چې په افغانستان کې د ماین پاکولو برخې د کارکوونکو کمښت په ماینونو د ککړو سیمو د پاکولو د چارو د ورو کېدو لامل شوی او سیمه کې یې د ګواښ کچه لوړه کړې ده.
نېک پونډ زیاته کړې: «په ۲۰۱۱ کال کې شاوخوا ۱۵زره کسانو د ماینونو د پاکولو په برخه کې کار کاوه، خو اوس شاوخوا ۱۳۰۰ کسان پاتې دي.»
له دې سره، د ملګرو ملتونو د ماین ضد خدماتو ادارې استازې کرسټل لوپفاریسټ ویلي، چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ماینونو او د جګړې پاتې شونو له امله ټولټال ۳۰۱۵۴ ماشومانو ته تلفات اوښتي دي. نوموړې په افغانستان کې د ماین پاکولو کار د نړۍوالو تلفاتو د کمولو لپاره حیاتي بللی دی.
د ملګرو ملتونو د ماین ضد خدماتو څانګې دغې چارواکې په افغانستان او نایجریا کې د ماین پاکولو د پروګرامونو لپاره د بودیجې کمښت اندېښمنونکی بللی دی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

رېچارډ بېنېټ د افغان معلولینو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېت د معلولینو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان معلولیت لرونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. نوموړي د افغان معلولو ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیا، زده کړو او خدماتو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

رېچارډ بېنېټ د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) د معلولینو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکلي: «زه د هغو میلیونونو افغان معلولینو سره خواخوږي او اندېښنه شریکوم، چې سترې ستونزې لري.»

نوموړي‌ زیاته کړې، چې د همدې کسانو په خاص ډول د معلولو ښځو لپاره د جګړو ژور ټپونه، محدود روغتیايي او تعلیمي امکانات لویې ننګونې دي.

بېنېټ همدې امکاناتو ته د ټولو یو ډول لاسرسی د افغانانو د عزت لپاره مهم یاد کړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) بیا ویلي، شاوخوا ۱.۵ مېلیونه افغانان د جدي معلولیت سره ژوند کوي، چې ډېری یې د څو لسیزو جګړو پایله ده. یوناما ویلي، د دغه معلولیت لرونکو لویه برخه ماشومان دي.

اخوا، ملګرو ملتونو په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې هره میاشت ۵۴ کسان د ماینونو او د جګړې د پاتې شونو له امله وژل کېږي، چې له دې دلې ۷۷ سلنه یې ماشومان دي.

له ایران او پاکستان څخه نن څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۴ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون ویلي، چې نن د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۰۲ کورنۍ چې شمېر یې ۳۶۳۰ کسانو ته رسېږي، په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د ورځني راپور له مخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د یادو کدوالو له ډلې ۲۲۵۱ تنه د سپین بولدک له لارې، ۱۱۴۰ د تورخم له لارې، ۱۰۸ د اسلام کلا له لارې او ۱۳۱ تنه هم د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې تازه ستانه شویو کډوالو سره یې د څه باندې ۶ میلیونه نغدو پیسو مرسته کړې ده او یو شمېر کورنۍ یې په وړیا دول خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده، په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده.

په یادو دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلند څخه هم شکایت کوي او وایي، چې غېرانساني چلند ورسره کېږي. د بشري حقونو څارونکي او د کډوالو ملاتړو ادارو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې د کډوالو خونديتوب ته پام وکړي.

طالبان: د افغانستان او ازبکستان متشبثینو څو سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړل

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې د ازبکستان د کرنې وزارت د مرستیال جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ د دغه هېواد د خصوصي سکتور استازو د افغانستان له کرنیزو متشبثینو سره سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د کرنې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان د کرنیزو متشبثینو ترمنځ د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو په حضور کې د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو د همکاریو د پراختیا لپاره چې په کې د سبزیو، غوښې او نورو غذایی محصولاتو تړونونه شامل دي، یو شمېر سوداګریز قراردادونه لاسلیک شوي دي.

طالبانو ویلي، د یادو هوکړو له مخې دواړه لوري ژمن دي چې د دواړو هېوادونو د اصولو سره سم خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د صادراتو او وارداتو د توکو د لېږد بهیر پیاوړی کړي.

طالبانو له ازبکستان سره د یادو قراردادونو لاسلیک د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور لپاره د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام ګڼلی دی.

طالبان وایي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په کابل کې یې د ایران د سفیر او د خوړو او درملو د ادارې له مشر سره په لیدنه کې د درملو، طبي تجهیزاتو او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي.

طالبانو ویلي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزرات د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د ایران د سفیر علي‌ رضا بېکدلي او د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له مشر مهدي صالحي سره په لیدنه کې د درملو د کیفیت او بیې اړوند هم خبرې کړي.

طالبانو د ایران د خوړو او درملو د مشر مهدي صالحي له قوله لیکلي: «موږ چمتو یو چې له افغانستان سره د روغتیا او درملو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.»

نوموړي ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د روغتیا په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا ده او د هغه په وینا: «یو څه چې له نورو هېوادونو سره به زمونږ درمل فرق ولري، هغه درمل به افغانستان ته راځي چې داخل د ایران ترې استفاده کېږي او یوازې صادراتي بڼه به و نه لري.»

مهدي د کابل په یوه نندارتون کې د ۴۰ ایراني شرکتونو ګډون د اړیکو د پیاوړتیا بېلګه یاده کړې.

هغه ټینګار کړی، چې د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې به هڅې زیاتې کړي.

طالبان له پاکستان سره تر ترینګلتیا وروسته هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو په څانګړي ډول سوداګرۍ او درملو کې د نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

تر دې مهاله هند او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې طالبان ورباندې ډېره تکیه کوي.

طالبانو له پنجشیر څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالیو ته لېږلي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په پنجشیر کې له خپلو جنګي قطعاتو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته لېږلي او ډیورنډ کرښې ته په ورڅېرمه سرحدي ولسوالیو کې یې ځای پرځای کړي دي.

د طالبانو سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان له احتمالي بریدونو سره د مقابلي لپاره د پنجشیر له قطعاتو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان په کمکي ډول کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته استول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یادو طالبانو څو ورځې وړاندې د هلمند په بهرامچه او د کندهار په پنجوايي ولسوالیو کې د لویو او وړو وسلو تمرینات هم ترسره کړي دي.

سرچینه وايي:«یوه هفته مخکې طالبانو د پنجشیر له قطعو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان راټول کړل او هلمند، کندهار او زابل ته یې واستول. طالبان به په سرحدي ولسوالیو کې ځای پرځای شي. که پاکستان احتمالي برید وکړي نو د نورو طالبانو سره به دوی کمکي وي.»

سرچینو ویلي، چې یاد طالبان غوره نظامي مهارتونه لري او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پنجشیر کې د مقاومت جبهې د ځپلو او احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه ځای پرځای شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پنجشیر څخه سویلي ولایتونو ته لېږدول شويو طالبانو ته بشپړ نظامي تجهیزات په واک کې ورکړل شوي او له قول اردوګانو څخه هم اضافي نظامي تجهیزات د سرحدي ولسوالیو په نظامي پوستو او بیسونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وسله والې نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې پاکستان د کابل په ګډون پر ځینو سویل ختیځو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو د یادو بریدونو د غچ اخیستنې په موخه د اکټوبر په ۱۱مه د یادې ډلې د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په امر هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل.

له یادو بریدونو وروسته بیا هم پاکستان په کندهار کې بریدونه وکړل او څو ځله په سپین بولدک کې د دواړو لوریو ترمنخ نښتې وشوې او وروسته د طالبانو د دفاع وزیر او د استخباراتو په مشرۍ طالب پلاوي د قطر په منځګړیتوب له پاکستان سره د سولې مذاکرات پیل کړل.

د قطر له مذاکراتو وروسته دوه ځله په ترکیه او یو ځل په سعودي عربستان کې هم مذاکرات شوې، خو تر اوسه د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغو مذاکراتو کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړي او د پاکستان او طالبانو اړیکې دمګړۍ تر بل هر وخت په ترینګلي وضعیت کې دي.

د سعودي عربستان په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د اوربند مخکینۍ هوکړه وساتل شي، خو په نورو برخو کې پرمختګ نه دی شوی.