طالبان وايي چې ۱۶ ټانکره بې کیفته نفتي توکي یې بېرته ګرځولي

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېره لړم میاشت کې یې د نیمروز، حیرتان او شیرخان بندرونو له لارې افغانستان ته واردېدونکي ۱۶ ټانکره بې کیفته نفتي توکي، بېرته ګرځولي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېره لړم میاشت کې یې د نیمروز، حیرتان او شیرخان بندرونو له لارې افغانستان ته واردېدونکي ۱۶ ټانکره بې کیفته نفتي توکي، بېرته ګرځولي دي.
د طالبانو د مالیې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست ويلي، ۱۶ ټانکره نفتي توکي چې ټولیز وزن یې ۴۸۰ ټنه و، بېرته مستر شوي دي.
په یادو نفتي توکو کې ۳ ټانکره ډېزل، ۴ ټانکره اوبلن ګار او ټانکر روغنیات شامل وو، چې د نیمروز، حیرتان او شیرخان له بندرونو څخه یې بېرته ایران، تاجکستان او ازبکستان ته ورګرځولي دي.
طالبانو ویلي، چې افغانستان ته د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معلومول د مسلکي او تخنیکي ډلو او معیاري لابراتوارونو په وسیله ترسره کېږي او د بې کیفیته نفتي توکو د واردولو اجازه نه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو د اسلام کلا په ګمرک کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې کیفیته تېل د یادې ډلې د محکمې له پریکړې وروسته له منځه یووړل.


طالبان وایي چې د دې ډلې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند نن له غرمې مخکې د قطر هېواد له نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي سره لیدلي او د هغه باورلیک یې منلی دی.
د طالبانو په ولکه کې ارګ د چارشنبې په ورځ وویل، چې په ګلخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د چارو د ادارې مشر ملا عبدالواسع هم حضور درلود.
ملا حسن د قطر او ددې ډلې ترمنځ همکارایو او اړیکو ته په اشارې ویلي:«قطر هیواد په ډېرو سختیو کې له موږ سره همکاري کړې چې مننه یې کوو. الله تعالی دې وکړي چې زموږ په اړیکو او همکاریو کې لاښه والی او پرمختګ راشي.»
بل خوا د قطر نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي ویلي چې «دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د قطر د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم او ژمنه کوم چې دقطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو د لاپیاوړتیا لپاره به دوامدارې هڅې وکړم.»

قطر له ۲۰۱۳ ز کال وروسته طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانیستلو او دوحې پروسې وروسته د طالبانو او نړیوالو ترمنځ د اړیکو د مرکز په توګه پېژندل کیږي.
دا هېواد له ۲۰۱۸څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هغو مذاکراتو کوربه و، چې پایله یې د «دوحې تړون» و.

د طالبانو او پاکستان مرکچي پلاويو د سعودي عربستان په خبرو اترو کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې ده. دواړو خواوو د تېرو خبرو اترو د پرېکړو پر دوام موافقه ښودلې، چې اوربند به جاري ساتي. طالبانو ویلي، چې دوی د مثبتې نتیجې لپاره د نورو ناستو لپاره هم چمتو دي.
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د طالبانو او پاکستان د مرکچي پلاوي له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اوربند غځېدلی دی.
په دغو خبرو اترو کې ښکیلو درې افغان او دوو پاکستاني چارواکو، چې یو یې په استانبول کې مېشت دی رویټرز ته ویلي، چې دواړو لوریو د اوربند پر دوام سلا کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، پوځ او د افغان طالبانو ویاند او د سعودي حکومت د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
یوه لوړپوړي طالب چارواکي وویل چې دا خبرې د سعودي په نوښت ترسره شوې او زیاته یې کړه: «موږ چمتو یو چې د مثبتې نتیجې لپاره نورو غونډو ته هم لاړ شو».
پاکستاني چارواکو وویل چې د پوځ، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت استازو په دې خبرو کې د اسلاماباد استازیتوب کاوه.
اسلاماباد ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسلهوال په پاکستان کې بریدونه کوي او کابل د هغوی پر ضد د اقدام لپاره د پاکستان پرلهپسې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. طالبان بیا دا تورونه ردوي او وايي چې پاکستاني جنګیالي افغان خاوره نه کاروي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې په وروستیو بریدونو کې ځانمرګي بریدګر، چې یو یې په اسلاماباد کې ۱۲ کسان ووژل، د افغان اتباعو په توګه پېژندل شوي دي، خو ددې لپاره یې کره شواهد نه دي وړاندې کړي.
په کابل کې د طالبانو یوې سرچینې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې خبرو اترو کې له پاکستان سره د لارو د خلاصون په تړاو ددوی استازو کوم وړاندیز نه دی کړی، خو پاکستاني چارواکو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دا وړاندیز سعودي عربستان کړی و، خو اسلام اباد نه دی منلی.

د ازبکستان رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې په حواله راپور ورکړی، چې د ترمز-حیرتان سرحدي لاره له څلورو کلونو وروسته بېرته پرانیستل شوه. د راپورونو له مخې؛ دغه اقدام د مساپرو د تګ راتګ د اسانتیا او له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه شوی دی.
د دغه هېواد رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) لیکلي، له افغانستان سره د ازبکستان ځمکنۍ پوله د دې لپاره پرانیستل شوه چې د صادراتو کچه تر ۲۰۲۶ کاله پورې ۲.۵ ملیارد ډالرو ته لوړه شي.
ازبکستان په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره خپله ځمکنۍ پوله وتړله. د نوې پرېکړې له مخې، د دواړو هېوادونو وګړي اوس کولای شي پر یادې پولې تګ راتګ وکړي؛ خو د ویزې لرل حتمي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تر تړل پاتې کېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي چې د سوداګرۍ لپاره نوې لارې ومومي.
طالبان او ازبکستان پراخې اقتصادي اړیکې لري او د دواړو خواوو چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه دواړو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
د ازبکستان د احصایې کمیټې د معلوماتو له مخې؛ د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱.۳ مېلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۴۶.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې له هرات نه روسیې او منځنۍ اسیا ته د اوبلن ګاز د ټانکرونو صادرات پيل شول. په خبرپاڼه کې راغلي، چې روسیې، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان ته د اوبلن ګاز د ټانکرونو صادراتو لړۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه مراسم د «اېهنبرش» شرکت د ۲۵مې دورې صادراتو د نمانځنې ترڅنګ، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار په حضور کې ترسره شول. په یادو مراسمو کې د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلامجار د هغو افغاني شرکتونو ستاینه وکړه، چې د سیمې او نړۍ بازارونو ته د کورنیو تولیداتو په صادرولو کې هڅې کوي.
ښاغلي اسلامجار د هراتي ځوانانو لهخوا د جوړو شویو ټانکرونو صادرات د افغانستان لپاره مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه:«د هراتي ځوانانو لهخوا جوړ شوي ټانکرونه روسیې او منځنۍ اسیا ته صادرېږي، چې دا کار نه یوازې د صادراتو او وارداتو بیلانس کې نږدېوالی راولي؛ بلکې د افغان ولس استعداد او وړتیاوې په سیمه کې روښانه کوي، هغه استعداد چې یوه پېړۍ یې د بندیزونو او خنډونو تر سیوري لاندې ژوند کړی و.»
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په یاد ولایت کې د ګازو د ټانکرونو د تولید یوه شرکت تردې مهاله د ګازو د لېږد ۱۴ ستر ټانکر روسیې او ازبکستان ته صادر کړي دي او یاد بهیر لا هم دوام لري.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په هرات ولایت کې د چرګانو صنعت د پام وړ وده کړې ده چې اوسمهال هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ پهکې تولیدېږي. د دغه وزارت په وینا؛ په هرات کې د هګیو، غوښې او د چرګانو په تولید کې له ۱۲۰ مېلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې ده.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوسمهال په هرات کې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ تولیدېږي او د چرګانو د هګیو د تولید اتحادیه غواړي دغه شمېره په راتلونکو څو میاشتو کې په ورځ کې ۴ مېلیونه هګیو ته لوړه کړي.
په خبرپاڼه کې د هګیو د تولید د ټولنې رییس عبدالقدیر پوپل په حوالې راغلي:« نږدې ۱۵زره کسان د چرګانو په فارمونو کې پر کار بوخت دي. د هرات د چرګانو ۷۰سلنه محصولات نورو ولایتونو ته لېږل کېږي.»
له بل پلوه په هرات ولایت کې د طالبانو د مالدارۍ خدمتونو امر محمدعمر قاصد وایي، په دغه ولایت کې په ټولیز ډول ۸۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي چې له دې ډلې ۶۵ د هګۍ تولیدوونکي فارمونه دي. د هغه په وینا؛ ځینې فارمونه هره ورځ تر ۴۰۰زره هګیو پورې تولید لري.