تر لسیزو وروسته؛ د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او لبنان ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې وشوې

د اسراییل او لبنان ډیپلوماټانو تر ۱۹۹۳کال وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا په منځګړیتوب په مستقیمه توګه په یوې ناسته کې سره ولیدل؛ د یادې ناستې موخه د سرحدي تاوتریخوالي کمول او د سویلي لبنان د ثبات لپاره د اقتصادي همکارۍ ارزونه وه.