طالبان وایي، تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۵۳زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۱۵۳زره او ۳۹۳ مټریک ټنه انتقالات شوي چې په‌کې تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي. د معلوماتو له مخې؛ په‌ دې کې ۶۳ټنه سوداګریز توکي او په ځانګړې توګه د انارو جوس صادر شوي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸زره او ۷۲۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۰زره او ۴۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹زره او ۸۶۷ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴زره او ۳۸۳ ټنه توکي انتقال شوي دي.