لغمان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان دي

په لغمان ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي خبر ورکړی، چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل ــ جلال‌اباد پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.