ټرمپ: پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي او بېرته عادي وضعیت ته ستون شي. ټرمپ زیاته کړې، د جګړې په پیل کې داسې یو مناسب فرصت و چې اوکراین کولای شوای له روسیې سره جوړجاړی وکړي؛ خو دغه فرصت له لاسه ووت.