• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قرغزستان ولسمشر په دوه ورځني سفر اسلام‌اباد ته رسېدلی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۰

د قرغزستان ولسمشر سدیر نورګوزوویچ ژاپروف د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه په دوه ورځني سفر اسلام‌اباد ته رسېدلی. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف په هوایي ډګر کې د نوموړي هرکلی کړی.

په دغه سفر کې د قرغزستان د کابینې ځینې وزیران او لوړ پوړي چارواکي د نوموړي ملتیا کوي. د قرغزستان ولسمشر به د دغه سفر په لړ کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، دفاع، زده‌کړو او سیمه‌ییز اتصال په اړه خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

اسد قیصر: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰
100%

د پاکستان د پارلمان پخوانی رییس او د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی اسد قیصر وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی. هغه ویلي، د دغه کړکېچ له امله په پښتونخوا کې د پانګونې کچه خورا ټېټه شوې او د صنعت برخه یې هم زیانمنه کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په یوې خبري ناسته کې کړې دي.

په یاده ناسته کې د مرکزي بانک مشر ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د خپلو پالیسیو پر بدلون له سره غور وکړي. هغه ویلي، که د پاکستان لومړی وزیر د اپوزیسیون خبرې نه اوري؛ نو باید د خپلو خلکو غږ واوري.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د تورخم په ګډون له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې له نږدې دوو میاشتو راهیسې تړلې دي. په خیبرپښتونخوا کې ځایي خلکو او سوداګرو په وار، وار لاریونونه وکړل او د پاکستان له حکومته یې د لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه؛ خو دغه لارې لاهم تړلې پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره توګه د لارو بندېدو له امله د سوداګرۍ حجم له ۵ میلیارد ډالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته راټېټ شوی.

تازه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.

نیویارک‌پوسټ: امریکا دمګړی قطر ته د مادورو د جلاوطنۍ په اړه غور کوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰
100%

نیویارک‌پوسټ راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکي په داسې یوه پلان غور کوي چې له مخې یې د وینزویلا مشر نیکولاس مادورو د قطر په منځګړیتوب له خپل هېواد څخه ووځي او په جلاوطنۍ کې ژوند وکړي.

دا وړاندیز وروسته له هغه وشو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې قطر کولی شي د منځګړيتوب رول ترسره کړي.

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په کاراییب سمندر کې د امریکا پوځي کمپاین د هغو کښتیو پر وړاندې دوام لري، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور پرې شک کېږي.

د دې عملیاتو له امله تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي او ښایي، چې دغه عملیات د وینزیلا تر اوبو پورې وغځېږي.

د نیویارک‌پوسټ د خبر له مخې، د ټرمپ حکومت تېره میاشت مادورو او د هغه شاوخوا کسانو ته د «بهرني ترهګریز سازمان» نوم ورکړ، څو پر دوی د پوځي اقدام ممکنه زمینه برابره شي.

امریکايي سرچینو ویلي، چې د وینزویلا د ساحلونو خوا ته د عملیاتو د پراختیا پرېکړه به په راتلونکو ورځو کې وشي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې په وینزویلا او کولمبیا کې هم د نشه‌يي توکو قاچاقبران د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدای شي.

ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له نیکولاس مادورو سره خبرې وکړې او له هغه یې غوښتنه وکړه، چې سمدستي له واکه لاس پر سر شي.

راپورونه وايي، مادورو په غبرګون کې وړاندیز وکړ چې واک خپل مرستیال ته وسپاري او د ځان او خپلو متحدینو لپاره پراخ عفو ترلاسه کړي.

وان‌ډایور: د ویزو د ردېدو له امله به مو متحدین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پاتې شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۰
100%

د «افغان اېواک» مشر شاون وان‌ډایور وايي، د امریکا له خوا د افغانانو د پاسپورټونو او ویزو ردېدل د دې لامل کېږي، چې د دوی متحد همکاران د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پاتې شي.

شاون وان‌ډایور د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اوسمهال د افغانانو ۵زره او ۹۰۰ د «اېس ای وي» قضیې تر پروسس لاندې دي او ۳۵زره نور تصدیق شوي کسان بیا د تګ په تمه دي.

نوموړي دا د اندېښنې وړ یو بشپړ بندیز ګڼلی.

نوموړي وړاندې ویلي و، چې د یوې تاوتریخجنې پېښې له امله د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو ځنډول د ټولې ټولنې پر وړاندې د سزا پلمه ده او همداراز د افغان متحدینو او امریکایي سرتېرو پر وړاندې جدي بې‌عدالتي ګڼل کېږي.

امریکا تر هغه وروسته د افغانانو د ویزو د صادرولو پروسه او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د دوسیو د بیا څېړلو بهیر پیل کړ، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن کې سپنې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر دوو ځواکونو وسله‌وال برید وکړ او له امله یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل ټپي شو او په‌خپله یې هم ځای پر ځای ونیول شو.

له دغې پېښې یوه ورځ مخکې، د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د امریکا د کورني امنیت وزارت له‌خوا د «ترهګریز ګواښ» په تړاو نیول شوی و.

له دغه پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې د «درېیمې نړۍ هېوادونو» کډوالي به په دایمي توګه کنګل کړي.

سپینې ماڼۍ روښانه کړې، چې دا پرېکړه به په هغو هېوادونو هم تطبیق شي چې سږکال یې نومونه د سفر په بندیز کې اعلان شوي وو. افغانستان په دې نوملړ کې شامل دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وړاندې ویلي وو: «په افغانستان کې شرایط نور د موقتي بیا مېشتېدنې قانوني معیارونه نه پوره کوي.» موقتي بیا مېشتېدنه افغانانو ته په امریکا کې د کار اجازه ورکوله او له اېستنې څخه یې ساتنه برابروله.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د جان‌شاه ساپي په نوم یو بل افغان د داعش د ملاتړ په تور نیولی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۰
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې د یاد هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان وګړی د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې یاد کس د جو بایډن د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی.

یاد وزارت ویلي، چې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان یې د ورجینیا ایالت د وینزبورو په ښار کې د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جان‌شاه ساپی د ۲۰۲۱کال د سپټمبر په ۸مه نېټه امریکا ته داخل شوی و.

نوموړي د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) لپاره غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه هغه مهال رد شوې وه، چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت د لنډمهاله خوندیتوب حالت پروسه لغوه کړه.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم ویلي: «نن زموږ اتل افسرانو یو بل ترهګر جان‌شاه ساپی چې داعش–خراسان ته یې مادي ملاتړ برابرولو، ونیوه. دغه ترهګر د بایډن ادارې د متحدینو د پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. نوموړی د هېواد له پلازمېنې څو میله لرې نیول شوی دی.»

نوموړې زیاته کړې: «د بایډن ادارې د امریکا په تاریخ کې د ملي امنیت تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی دی. د بایډن ادارې شاوخوا ۱۹۰ زره افغانان امریکا ته داخل کړي، مخکې له دې چې په سمه توګه تصدیق شي چې دا کسان څوک دي او ولې زموږ خاورې ته راځي.»

د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له خوا امریکا ته د افغانانو د لېږد د پروسې په اړه نیوکې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې د نومبر په ۲۶مه د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو په تور نیولی و او د نومبر په ۲۵مه یې په ټکساس کې د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د ټیک‌ټاک له لارې د بمونو اېښودلو او ځانمرګي برید ګواښ کولو په تور نیولی و.

په روسیه کې بندي امریکایي سرتېری د زندان پر کارکوونکو د برید له امله پر بیا بند محکوم شو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۰
100%

د روسیې په بند کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی رابرټ ګیلمن په روسیه کې د زندان پر کارکوونکو د برید په تور یو ځل بیا تورن شو او دوه کاله نور بند پرې ولګول شو. له دې سره د هغه د بند موده ۱۰ کلونو ته وغځېده.

ګیلمن په ۱۴۰۱ کال کې پر روسي پولیس د برید په تور ونیول شو او په ۱۴۰۳ کال کې د زندان پر کارکونکو د برید په تور د هغه بند وغځېده.

ګیلمن ویلي، وروسته له هغه یې په دغه عمل لاس پورې کړی چې هغه ته ګواښ وشو چې له ونژو بندخونې څخه به تر ټولو لوړ امنیتي زندان ته ولېږدول شي. د هغه وکیل ویلي، چې نوموړی به بیا اعتراض (اپیل) ونه کړي.

هغه له نهو برمته شویو امریکایي سرتېرو له ډلې څخه یو دی چې د بندیانو له تبادلې وروسته لا هم په روسیه کې بندي دی.