• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیول شوی واورین پړانګ بېرته د واخان په طبیعت کې خوشې شو

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې یو واورین پړانګ چې تېره شپه د واخان ولسوالۍ په کاشني خان کلي کې په څارویو باندې د دریم پرله پسې برید وروسته ژوندی نیول شوی و، د بدخشان د کرنې ریاست او د واخان ملي پارک د کارمندانو او ځایی خلکو په همکارۍ بیرته خوشې شو.

د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د واخان ملي پارک د چارواکو په وینا، پړانګ له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې درې ځله د کلیوالو په څارویو برید کړی ، چې ټولټال ۴۱ پسونه او وزې یې داړلې وې.

په ورته وخت د بدخشان د کرنې ریاست طالب رییس امان الله حسن د واورینو پړانګانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه ده.

په ورته وخت کې د طالبانو ځايي چارواکو له ټولو امنیتي پوستو څخه غوښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې د ناقانونه ښکار په مخنوي کې مرسته وکړي.

له دې وړاندې د طالبانو د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلی، چې یو واروین پړانګ څو ورځې وړاندې (د لیندۍ پر ۱۰مه) هم د کشني په کلي کې د خلکو څاروي داړلي و.

د دغه ریاست په خبره دا دویم ځل دی چې پړانګ د سیمې د خلکو رمې داړي.

د سیمې خلکو دغه پېښه خطرناکه بللې او ویلي یې دي، که د دغه ډول بریدونو مخه ونه نیول شي، د غرنیو سیمو اوسېدونکي به له جدي ګواښ سره مخ شي.

واخان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې د افغانستان د لویې یخچالي سیمې په توګه پېژندل کېږي. د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د څارویو په ساتنه بوخت دي. د ژمي موسم په رارسېدو سره، د خوراک په لټه کې صحرایي پړانګان او نور وحشي ژوي دغې سیمې ته راځي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له اروپايي ټولنې غوښتې چې بنسټیزو او وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د طالبانو له پيښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو له مشر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د بشري مرستو ترڅنګ بنسټیزو او وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړي.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ترابي د اندریاس پاپاکونستانتینو سره په لیدنه کې له نړۍوالو مرستندویه بنستټونو سره د ښو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

ترابي ویلي: «موږ پرته له قومي، مذهبي، سمتي او جنسیتي توپیر څخه خلکو ته خدمات وړاندې کوو او دا موضوع له مؤسسو سره په عملي همکارۍ کې ثابته شوې ده.»

د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو مشر ویلي، چې د افغانستان لپاره ځانګړې بودجه لري او د خلکو مرستو ته به پروخت رسېدنه وکړي.

په روسیه کې بندي امریکایي سرتېری د زندان پر کارکوونکو د برید له امله پر بیا بند محکوم شو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۰

د روسیې په بند کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی رابرټ ګیلمن په روسیه کې د زندان پر کارکوونکو د برید په تور یو ځل بیا تورن شو او دوه کاله نور بند پرې ولګول شو. له دې سره د هغه د بند موده ۱۰ کلونو ته وغځېده.

ګیلمن په ۱۴۰۱ کال کې پر روسي پولیس د برید په تور ونیول شو او په ۱۴۰۳ کال کې د زندان پر کارکونکو د برید په تور د هغه بند وغځېده.

ګیلمن ویلي، وروسته له هغه یې په دغه عمل لاس پورې کړی چې هغه ته ګواښ وشو چې له ونژو بندخونې څخه به تر ټولو لوړ امنیتي زندان ته ولېږدول شي. د هغه وکیل ویلي، چې نوموړی به بیا اعتراض (اپیل) ونه کړي.

هغه له نهو برمته شویو امریکایي سرتېرو له ډلې څخه یو دی چې د بندیانو له تبادلې وروسته لا هم په روسیه کې بندي دی.

طالبانو په بلخ کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور یو کس په دُرو وهلی دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۰

طالبانو په بلخ ولایت کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور یو کس په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کس د بلخ د ښاري محکمې د پرېکړې پر بنسټ په عام محضر کې ۳۹ دُوري وهلی دی.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د خوست ولایت په مرکز کې د زرګونو نندارچیانو د سترګو په وړاندې یو کس «قصاص» کړ.

د طالبانو له خوا مجرمانو ته په عام محضر کې دغه ډول میداني سزاګانې ورکول تل د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له خوا له سخت غبرګون سره مخ کېږي.

طالبانو او ایران دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو پرانېستل کېدو په اړه خبرې کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د مرکزي بانک رییس نوراحمد آغا او د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین په کابل کې لیدلي او د مالي او بانکي همکاریو په اړه يې خبرې کړې دي. د دې لیدنې پر مهال په ایران کې د دُوغارون آزادې سیمې کې د افغانستان د بانکونو د څانګو د پرانېستل کېدو پر موضوع هم بحث کړی.

د ایران د کورنیو رسنیو په وینا، په دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو جوړول د ایران او د طالبانو د ادارې تر منځ د مالي تبادلو د اسانتیا لپاره د یوه ممکنه حل لارې په توګه وړاندې شوي دي. په دې ناسته کې د خراسان رضوي والي غلام‌حسین مظفري هم ګډون درلود او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو بانکي فعالیتونو او د مالي معاملو اړوند میکانیزمونو په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او طالبانو حکومتونه د نړۍوالو تر سختو بندیزونو لاندې دي.

د طالبانو د مرکزي بانک پخواني رییس هدایت‌الله بدري د روان کال د ثور په میاشت کې د ملګرو ملتونو له مرستیال سرمنشي سره په لیدنه کې ویلي وو چې له بندیزونو سره سره، «نړۍوالې مالي معاملې د غیر رسمي لارو ترسره کېږي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد سوداګري له افغانستان سره د ټولو اروپايي هېوادونو له مجموعي سوداګرۍ هم زیاته ده.

سی‌بي‌اېس نیوز: د امریکا په شمالي کلفرونیا کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۰

سی‌بي‌اېس نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د کلفرونیا ایالت شمال کې د سټاکټن ښار په یوې کورنۍ مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د بریدګر هویت لا نه دی څرګند شوی او د راپورونو له مخې هغه له سیمې تښتېدلی دی.

د سن‌خواکین ولسوالۍ د پولیسو ویاندې هېدر برنټ خبریالانو ته ویلي چې ډزې د شنبې په ورځ د ماښام شاوخوا شپږو بجو پر مهال د یو مېلمستون په تالار کې شوې دي. د هغې په وینا، د پېښې قربانیان له ځوانانو نیولې تر لویانو پورې دي.

هغې زیاته کړې چې تر اوسه په دې تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي او نه هم د شکمن کس په اړه کوم څرګند معلومات یا یې د برید په تړاو احتمالي انګېزه شته. د سټاکټن د ښاروالۍ مرستیال جېسن لي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې ډزې «د یو ماشوم د زېږون د جشن» پر مهال شوې دي.

د کلفرونیا پولیسو مخکې هم تایید کړې وه چې د جمعې په ورځ د سن‌خوزه ښار په یوه پلورنځي کې ډزې شوې وې. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي وو. د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس په راپور کې راغلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې شوې وې چې په پایله کې یو تن د سختو ټپونو له امله ژوند بایللی دی.