• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سفیر وایي، قرغېزستان د یو باثباته افغانستان ملاتړ کوي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۰

په بشکیک کې د طالبانو سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ميربېک باکیتوویچ د سره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي.

بشکیک کې د طالبانو سفارت په اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې مرستیال مشر ميربېک باکیتوویچ د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور سره په ناسته کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو پالنه د خپل لومړیتوب په توګه ګڼي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ. خبرپاڼه کې د میر بېک له قوله لیکل شوي: «قرغېزستان د یو باثباته او هوسا افغانستان ملاتړ کوي او د رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو پالنه د هېواد لومړیتوب دی».

هغه همدارنګه د «کاسا–۱۰۰۰» پروژې د عملي چارو پیلول د دواړو هېوادونو لپاره یو اغېزمن گام وبللو. په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، د دغه لیدنې هدف دا وو چې د دوه اړخیزو همکاریو چوکاټ لا پسې پیاوړی شي او د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا طالبانو باندې د بندیزونو خپلواک چوکاټ جوړ کړ

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۶ GMT+۰

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ښځو او نجونو د سختو ځورونو او د هغوی د حقونو د نقض په تړاو یې د طالبانو پر شاوخوا ۱۴۰ تنو او اړوندو ادارو د بندیزونو یو خپلواک ملي چوکاټ رامنځته کړی. دا لومړنی هېواد دی چې د طالبانو پر ضد بندیزونه په خپل کورني قانون کې په خپلواکه توګه ځایوي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د بندیزونو دا چوکاټ د طالبانو له لوري د ۲۰۲۱ د اګست له نیټې وروسته د ښځو، نجونو، لږکیو او د افغانانوپر ضد د روانو سختو محدودیتونو له امله جوړ شوی دی. دا وزارت زیاتوي چې د دغه چوکاټ موخه د ښځو او نجونو د ځپلو له امله پر طالبانو او د هغوی پر اړوندو ادارو فشار زیاتول او هغوی ته د قانوني حساب ورکونې لاره هوارول دي.

یاد چوکاټ پر هغو ۱۴۰ تنو او ادارو تطبیقېږي چې له مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل وو. اسټرالیا د ملګرو ملتونوبندیزونه د خپلو ملي قوانینو برخه ګرځوي او په بشپړ ډول یې عملي کوي. په دې نویو بندیزونو کې پر طالبانو د وسلو، خدماتو، روزنې، مشورې او سوداګریزو فعالیتونو محدودیتونه او همدارنګه د بندیز سره مخ شوو کسانو د سفرونو مخنیوی شامل دي.

د بندیزونو د اعلان له عملي کېدو سره سم، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «موږ د طالبانو پر یو شمېر وزیرانو او د دې ډلې پر قاضي القضاتمالي بندیزونه او د سفر مخنیوی وضعه کړی دی. دا پرېکړه د هغوی دنده کې د ښځو او نجونو د ځپلو او د سالمې ادارې او قانون حاکمیت کمزوري کولو له امله شوې ده».

په دې نوملړ د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزیر یې ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د‌ طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني شامل دي. په دې کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۱۵ پرېکړه لیک پر بنسټ بشري معافیت هم ځای پر ځای شوی، چې له مخې یې بشري مرستې او د اړینو اړتیاوو اړوند فعالیتونه پرته له دې چې له بندیزونو سره ټکر وکړي، دوام کولای شي.

اسټرالیا د بشري کارونو لپاره ځانګړې ډله‌ییز اجازه‌ لیک هم رامنځته کړی، څو د ممکنو خنډونو په صورت کې مرسته او رسونې اسانه شي. د اسټرالیا د بندیزونو قوانین د دې هېواد دننه او د اسټرالیایي وګړو او ادارو بهرنیو فعالیتونو ته هم غځېږي. د دغو قوانینو ماتول جدي جزایي پایلې لري چې په‌کې د بند سزا او درنې جریمې شاملې دي.

اسټرالیا وایي چې د کابل له سقوط وروسته یې د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ په تمرکز سره تر اوسه له ۲۶۰ مېلیونو ډالرو زیاته بشري مرستهافغانستان ته ورکړې او د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره ۵۰ مېلیونه ډالر نور مرسته هم ځانګړي شوې ده.

اسټرالیا لومړنی هېواد دی چې په خپلواکه توګه د طالبانو پر ضد بندیزي چوکاټ جوړوي، چې دا د افغانستان د خرابېدونکي وضعیت په وړاندې د دې هېواد د دریځ څرګندونه کوي.

منیژه باختري: افغانستان کې ښځې او نجونې له پراخ سیسټماټيک فشار سره مخ دي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۰

په اتریش کې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام برحاله سفیرې منیژې باختري د اروپا امنیت او همکاریو سازمان (OSCE) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي، افغانې ښځې او نجونې د نړۍ له پراخ او پلان شوي جنسيتي فشار سره مخ دي.

منیژه باختري وایي، په تېرو څلورو کلونو کې یې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د ملګرو ملتونو په ویانا دفتر او نورو نړۍوالو غونډو کې دا حقیقت څو ځله تکرار کړی دی چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له پراخه، سیسټماټيک او پلان شوي فشار سره مخ دي.

هغې ټینګار کړی، سره له دې چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د ملاتړ بیانیې، قطع‌نامې او اخلاقي غصه موجوده ده، خو د افغان ښځو ورځنی ژوند لا هم نه دی بدل شوی او اوس بېړني اقدام ته اړتیا شته، نه یوازې د وضعیت د بیا تکرار.

نوموړې لیکلي:«ښځې او نجونې د ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه محرومې دي، له ټولنیز ژوند لرې شوي، له کاره منع شوې، د سفر اجازه نه لري، مجبورې دي چوپ پاتې شي، نیول کېږي او یوازې د کرامت لرونکي ژوند لپاره مجازاتېږي. دا یوازې جلا سرغړونې نه دي، بلکې جنسي تبعیض یا اپارتایډ جوړوي، چې د نړیوالې ټولنې رسمیت پېژندنې او اقدام ته اړتیا لري».

هغه په پای کې له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د ټولو موجودو میکانیزمونو، په شمول د ICC، ICJ او د نړۍوالو حقوقي نظامونو څخه استفاده وکړي او د افغان ښځو وضعیت د اپارتایډ په توګه په رسمیت وپیژني او د دې په وړاندې اقدام وکړي.

اشرف حیدري: د امریکا نوې ستراتیژي افغانستان ته د بیا پاملرنې فرصت برابروي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۰ GMT+۰

په سرېلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد اشرف حیدري وایي، د امریکا د ۲۰۲۵ ملي امنیت تازه ستراتیژي، سره له دې چې په ښکاره افغانستان نه یادوي، بیا هم واشنګټن ته فرصت ورکوي چې د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ د افغانستان د ثبات لپاره نوې سیمه‌ییزه تګلاره رامنځته کړي.

محمد اشرف حیدري په اېکس د امریکا د ۲۰۲۵ د ملي امنیت ستراتیژۍ پر محتوا تبصره کړې او ویلي دي چې دغه سند د سړې جګړې وروسته د واشنګټن له عمومي بهیر څخه ډېر بدلون نه لري، بلکې د هغه په وینا، د «تیري ‌محور واقعیت‌پال» او «امریکا‌محوره سیاست» روحیې دوام ښيي.

حیدري په خپل پوسټ کې لیکلي:«د ۲۰۲۵ ملي امنیت ستراتیژي په کار کې د امریکا نسبي ځواک د اقتصادي او نظامي فشار له لارو غښتلی کوي، خو په لویو، اوږدو او لګښتي نظامي مداخلاتو کې د ګډون له تکراره ډډه کوي».

هغه زیاتوي چې دغه ستراتیژي د امریکا لپاره داسې چاپېریال برابروي چې د سیمې له کلیدي هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د ثبات لپاره ګټور ګامونه واخلي.

د حیدري په خبره، دا به د امریکا، د سیمې هېوادونو او افغانستان لپاره «یو درې اړخیز بری» وي.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا باید د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره بیا افغانستان ته ستراتیژیکه پاملرنه کړي.

حیدري وايي دا کار به د ترهګرۍ ضد هڅې پیاوړې کړي، سیمه‌ییز اقتصادي دهلیزونه به خوندي کړي او د جیوپولټیک رقابتونو په مدیریت کې د واشنګټن لاس به هم پیاوړی کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا په خپل تازه امنیتي سند کې افغانستان په نوم نه‌دی یاد کړی او تمرکز یې د چین، روسیې، هند، جاپان او سویلي کوریا په څېر ستر اقتصادي او جیوپولټیک هېوادونو ته اوښتی دی.

په سند کې د افغانستان امنیتي وضعیت، اقتصادي اړتیاوې او سیمه‌ییز اهمیت ته هېڅ ځانګړې اشاره نه‌ده شوې.

امریکا یو شمېر کډوالو ته د کاري اجازې موده له پنځو کلونو نه ۱۸میاشتو ته را ټیټه کړه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۰ GMT+۰

د متحده ایالاتو د کډوالو او تابعیت ادارې (USCIS) د یو شمېر بهرنیو کډوالو د کار اجازې موده له پنځو کلونو نه ۱۸ میاشتو ته راکمه کړې ده.

د دغې ادارې مشر وویل: «د کار اجازې د اعتبار د مودې کمول دا ډاډ رامنځته کوي هغه کسان چې په امریکا کې د کار اراده لري، د عامه امنیت لپاره ګواښ نه شي او د امریکا ضد نظریات ونه لري».

دغه نوې تګلاره به پر هغو بهرنیانو پلي کېږي چې «په امریکا کې یې پناه اخیستې، د پناه غوښتنې دوسیې یې روانې دي، د ایستلو (deportation) د مخنیوي حکم لري، یا د قانوني استوګنې د حالت بدلون (Adjustment of Status) غوښتونکي دي».

دغه پرېکړه هم‌مهاله د امریکا د خزانې وزارت له هغو نویو لارښونو سره اعلان شوې چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سختو مهاجرتي پالیسيو د پلي کېدو په لړ کې صادریږي. دا اقدامات په واشنګټن کې پر ملي ګارډ تر برید وروسته ګړندي شوي دي.

له بلې خوا، د امریکا ستره محکمه د هغه طرحې ارزونه کوي چې د ټرمپ حکومت له مخې د زیږون پر بنسټ پر تابعیت د بندیز لګول غواړي. د امریکا د اساسي قانون له مخې، هر څوک چې د دغه هېواد په خاوره کې وزېږي، د امریکا تبعه ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د همدې موضوع په تړاو د تابعیت د لغوه کولو اجرایي فرمان هم صادر کړی و.

طالبان: د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره یو شمېر هېوادونو ته کاري ډلې استوو

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د احصايې او معلوماتو اداره وایي، یو شمېر هېوادونو ته به دافغان کډوالو د هویت ستونزې د حل په موخه کاري ډلې واستوي. تر دې وړاندې طالبانو متحده عربي امارات او ایران ته د افغان کډوالو د هویت د تثبیت او ثبت په موخه خپلې ډلې لېږلي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې مشر عبدالقهار حاجي رییس د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) ویلي، چې یو شمېر هېوادونو ته به د افغان کډوالو د هویت ستونزې د حل په موخه کاري ډلې ولیږي.

نوموړي دا ونه‌ویل، چې په دې برخه کې به کومو هېوادونو ته کاري ډلې واستوي.

حاجي رییس زیاته کړه: «له هېواد څخه بهر چې کوم افغانان دي لکه امارات او ایران ته چې مو ګروپونه لېږلي هغو هیوادونو ته به هم خپل ټیمونه واستوو څو هلته هیوادوالو ته خدمات وړاندي کړو.»

په نورو هېوادونو کې افغان کډوال او پناه غوښتونکي د هویت او نورو ټولنیزو اسنادو کې د ستونزو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دي.