• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فراه کې د‌ طالبانو امربالمعروف محتسبینو ۳کسان د جعلي افغانیو د کارولو په تور نیولي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، فراه ولایت کې یې محتسبنیو ۳کسان په بازارونو کې د جعلي افغانیو کارولو په تور نیولي دي. د یاد وزارت مسولین زیاتوي چې د غیر شرعي کړنو په وړاندې یې جدي اقدامات روان دي.

د طالبانو امربالمعروف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان د نږدې ۳۰،۰۰۰ جعلي افغانیو سره لاس په لاس نیول شوي. د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان د نورو څېړنو او عدلي پروسې لپاره د دوی اړوندو قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د وزارت د چارواکو په خبره، د امربالمعروف اداره په بازارونو کې د سود، احتکار، دوکې او نورو ناوړه کړنو د مخنیوي لپاره په دوامداره توګه څارنه کوي او هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د خلکو د حقونو پر وړاندې غیر شرعي اقدامات وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې، د امر بالمعروف وزارت له خلکو غوښتي چې که د جعلي پیسو، دوکې او یا هر ډول ناوړه کړنو شاهدان وي، فوری یې راپور ورکړي، څو یاد کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي او د خلکو د مالي خوندیتوب تضمین وشي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

•
•
•

نور کیسې

د ترکمنستان او ملګرو ملتونو چارواکو د نړۍوالې سولې د پراختیا پر همکاریو خبرې کړي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۶ GMT+۰

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مریدو د ملګرو ملتونو د مدني ټولنو د اتحاد لوړپوړي استازي میګل انجل موراتینوس سره د منځنۍ اسیا په ګډون د کلتوري تفاهم، د دینونو ترمنځ ډیالوګ، او نړۍوالې سولې ته د دوامدارو هڅو د پیاوړتیا پر اهمیت ټلېفوني خبرې کړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په خبرو کې دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې د کلتورونو او دینونو ترمنځ ډیالوګ د نړۍوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره حیاتي اهمیت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، په خبرو کې د ترکمنستان وړاندیزونه هم شامل وو، چې د یونسکو او د مدني ټولنو د اتحاد تر ملاتړ لاندې د «منځنۍ اسیا، د سولې د ژوند د جوړولو ساحه» په نوم نړۍوال فورم او د «د سولې، باور او متقابل درناوي کلتور» نړیوالې سرمشریزې ترسره کول دي.

د دواړو لورو ترمنځ د ۲۰۲۵ د دسمبر پر ۱۲مه نېټه په عشق اباد کې د ترسره کېدونکي نړۍوالې سولې او باور فورم په اړه هم نظرونه تبادله شول.

اصف درانی: د پاکستان او افغانستان هوښیار غږونه دې د خلکو د خیر لپاره د سولې غوښتنه وکړي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان مخکېني ځانګړي استازي اصف دراني ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو هوښیار او معقول غږونه باید د خپلو خلکو د هوساینې او سولې لپاره یو ځای راپورته شي او د جګړو او تاوتریخوالي مخه دې ونیسي.

اصف دراني په اېکس پوسټ کې لیکلي: «د تجارت بندول یا د بې ګناه خلکو د وژلو اجازه ورکول د دولت چلند یا پوځي ځواک ننداره نه ده، دا هېڅ اسلامي، انساني یا اخلاقي بنسټ نه لري، که د کومې نظریې یا حکومتدارۍ تر چتر لاندې وي».

هغه پوښتنه هم مطرح کړې چې «هماغه غږونه اوس چیرته دي؟»

پاکستان او ایران تېره ورځ په جبري توګه نږدې ۳زره افغان کډوال اېستلي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۰

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د تازه معلوماتو پر اساس د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ټول ۲۹۶۵ افغان کډوال د هېواد بېلابېلو لارو څخه جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

ددغه کمېسیون په راپور کې راغلي، د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۱۴مه) له پاکستان څخه ۲ زره او ۵۴۳ افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې (ډیورنډ کرښې) له لارې هېواد ته راستانه شوي.

راپور زیاتوي، همدارنګه، په همدې موده کې له ایران څخه ۴۲۲ افغان کډوال د اسلام کلا او ورېښمو بندرونو له لارې را ستانه شوي دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستانه شوي افغان کډوال د هېواد بېلایبلو ولایتونو ته خوندي لېږدول شوي دي.

راپور کې راغلي، ټول ثبت شوي کډوال ۲۹۶۵ تنه وو چې ۵۷۶ کورنۍ وې. د طالبانو حکومت د کډوالو د ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو پر اساس، د دې کډوالو ټول معلومات ثبت شوي او د اړتیا وړ خدمات ورته برابر شوي دي.

همدا راز ویل شوي چې دغه کډوالو سره ۸۲۷۶۴۰۰ افغانۍ مالي مرسته شوې ده. همدارنګه، دوی ته بېلابېلو برخو کې خدمات لکه صحي، خوارکي او بنسټیزې اړتیاوې وړاندې شوي، څو د هېواد دننه د ستنېدو پروسه یې اسانه شي.

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو نیولو او جبري ستنولو عملیات په وروستیو میاشتو کې خورا چټک شوي دي. د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد او نورو ښارونو کې پولیس کور په کور د افغانانو د لټون عملیات کوي او په ډېرو سیمو کې د هغوی د کورونو دروازې ماتې شوي.

دې لړۍ د ډېرو افغانانو د ژوند شرایط سخت کړي او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.

هلمند کې د شاتو مچیو چټکه وده؛ سږکال ۳۵ ټنه شات تولید شوي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۰

په هلمند ولایت کې د شاتو مچیو د ۱۶۰څخه ډېرو فارمونو فعالیت روان دی، چې په کال کې نږدې ۳۵ټنه شات تولیدوي. په دغه ولایت کې د مچیو پالونکي له دې کاروباره خوشاله دي او له طالبانو څخه غواړي چې د ګل لرونکو بوټو په کرلو کې ورسره همکاري وکړي.

هلمند د کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د تازه مالوماتو پر اساس، د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، موسی کلا او نوزاد ولسوالیو کې د شاتو مچیو فارمونه پراخ شوي. طالبان چارواکي مناسب اقلیم، پراخې ځمکې او د شاتو ښه بازار د چټکې ودې اصلي لامل بولي.

د هلمند د مچیو پالونکو ټولنې رییس امیر خان ناصري وايي: «موږ په کال کې نږدې ۳۵ټنه شات تولیدوو او شاوخوا ۴۰۰ کسان په دې فارمونو کې کار کوي». هغه زیاتوي، د مچیو پلونکي له دې کاروباره خوښ دي، خو غواړي چې حکومت په کرنیزه برخه کې ورسره ځانګړې همکاري وکړي، په ځانګړي ډول هغه برخې کې ګلونه ولري.

په هلمند کې د طالبانو د کرنۍ او مالدارۍ ریاست ویلي، د هلمند د مچیو فارمونه نه یوازې د سیمه ییز اقتصاد د ودې سبب ګرځي، بلکې د ځوانانو لپاره د کار زمینه هم برابروي او د ولایت د کرنیزې ودې په برخه کې مهم رول لري.

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، تېره یوه میاشت کې تهران څلور افغانان اعدام کړي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۵ GMT+۰

په ناروې کې فعال د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، تهران یوازې د روان زېږدیز کال د نومبر په میاشت کې لږ تر لږه ۱۵۲ کسان اعدام کړي دي. وایي، په دې کسانو کې څلور تنه افغانان هم شامل دي. یاد سازمان نړۍوالې ټولنې باندې غږ کړی چې د ایران د اعدامونو پر زیاتېدو دې جدي غبرګون وښيي.

دوی په خپل راپور کې چې د ډسمبر په څلورمه خپور شوی لیکلي، د روان زېږدیز کال په تېرو یوولسو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴۲۶ کسان په ایران کې اعدام شوي دي، چې په‌کې ۷۴ تنه افغانان دي. د راپور له مخې، دا شمېر د تېر کال د همدې مودې له ۸۳۶ اعدامونوسره پرتله کې نږدې ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایران نه بهر د بشري حقونو فعالو سازمانونو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران کې د افغان بندیانو د اعدام لړۍ نوره هم چټکه شوې ده. د ایران د بشر حقونو سازمان په بل راپور کې ویلي و چې یوازې د اکټوبر په میاشت کې لږ تر لږه ۲۱۷ کسان اعدام شوي، چې په‌کې ۱۱ تنه افغانان وو.

تر اوسه د اعدام شویو افغانانو د هویت او د هغوی د تورونو په اړه کوم رسمي مالومات نه دي خپاره شوي. په ځینو راپورونو کې راغلي چې یو شمېر دغه کسان د مخدره موادو اړوند تورونو په اساس اعدام شوي دي.

د دې تر څنګ، لا هم د ایران حکومت او طالب چارواکو د دغو افغانانو د اعدام په اړه هېڅ نه دي ویلي. دا هم څرګنده نه ده چې اعدام شویو کسانو د مدافیع وکیل حق ته لاسرسی درلود او که نه.