د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، تېره یوه میاشت کې تهران څلور افغانان اعدام کړي

په ناروې کې فعال د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، تهران یوازې د روان زېږدیز کال د نومبر په میاشت کې لږ تر لږه ۱۵۲ کسان اعدام کړي دي. وایي، په دې کسانو کې څلور تنه افغانان هم شامل دي. یاد سازمان نړۍوالې ټولنې باندې غږ کړی چې د ایران د اعدامونو پر زیاتېدو دې جدي غبرګون وښيي.