ګوترېش: په بنین کې د اساسي قانون خلاف د هر ډول حکومت جوړول د سیمي ثبات ګواښلی شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په لوېدیځ افریقایي هېواد بنین کې د کودتا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې د اساسي قانون خلاف د واک نیولو لپاره د هرې هڅې په اړه ژوره اندېښنه لري.




