• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نی: افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۰

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د بې‌پولې خبریالانو د تازه راپور په حواله ویلي، چې افغانستان د نړۍ د خبریالانو تر ټولو لوی زندان ګرځېدلی دی. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې طالبان په کور دننه رسنۍ د خپلې تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د سې‌شنبې په ورځ په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ کلنی راپور خپور کړ، چې په‌کې یې په افغانستان، چین، روسیې او منځني ختیځ کې د خبریالانو سخت وضعیت څېړلی دی.

نی زیاته کړې: «افغانستان نن د خپلو خلکو په ځانګړي توګه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره په یوه لوی زندان بدل شوی؛ داسې زندان چې چت نه لري، خو دومره لوړ دېوالونه لري چې هېڅ ډول د وتلو لار نه شته.»

دغه بنسټ ټینګار کوي: «په نړۍ کې هېڅ سیمه او هېڅ هېواد د افغانستان په اندازه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره خطرناک او وژونکی نه دی.»
نی زیاتوي، چې په افغانستان کې پاتې خبریالان هڅه کوي له دې «ستر زندان» څخه ځان وباسي، خو نه توان لري او نه ورته د وتلو اجازه ورکول کېږي.

د دې ادارې په وینا، د بیان ازادي په افغانستان کې عملاً له منځه تللې ده.

نی وایي، چې طالبان په داخل کې له خبریالانو او رسنیو یوازې د خپلو تبلیغاتي موخو او ټولییزو ګټو لپاره استفاده کوي.

دغه اداره د نړۍوالو سازمانونو چوپتیا یا بې‌پامۍ ته په نیوکه کې وايي، چې دا کار په غېرمستقیم ډول طالبانو ته «مشروعیت» ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د طالبانو په زندانونو کې شاوخوا لس خبریالان بندیان دي.

نی له بې‌پولې خبریالانو سازمان او نورو نړۍوالو ادارو چې د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي غوښتنه وکړه، چې په سیمه‌ییزو او نړۍوالو راپورونو کې دې د افغانستان وضعیت هېر نه‌کړي او په بشپړ ډول دې د رسنیو سیسټماټیک ځپل ښکاره کړي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ژورنالیزم د طالبانو تر واک لاندې د سخت سانسور له امله ځپل شوی دی. د دې ادارې په وینا، له هغه مهاله چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، له ۱۶۵ ډېر رسنیز فعالان نیول شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۵ تنه نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د بدن‌ جوړونې یو مډال‌ګټونکی د ږیرې لنډولو له امله نیولی او بیا یې خوشې کړی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د امربالمعروف محتسبانو د بدن‌ جوړونې ملي اتل ابوبکر برهاني د «ږیرې لنډولو» له امله د لنډې مودې لپاره نیولی و. نوموړی د هرات په پنځمه امنیتي حوزه کې یوه ورځ بندي و او وروسته په ضمانت خوشې شوی دی.

ابوبکر برهاني د سوېلي اسیا په سیالیو کې د افغانستان له مډال‌ګټونکو ورزشکارانو څخه دی.

نوموړی شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د لړم په ۲۲مه د خپل د کار په ځای کې ونیول شو.

ښاغلي برهاني ته نږدې یوې سرچینې ویلي، چې د امر بالمعروف کارکوونکو «هغه په ښار کې پر موټرسایکل وګرځاوه او وروسته یې پنځمې حوزې ته یووړ.»

دغه ورزشکار د هماغې ورځې په ماښام د خپلو څو نږدې کسانو له خوا په ضمانت خوشې شو.

برهاني چې د افغانستان د بدن جوړونې د ملي ټیم غړی دی، په ۲۰۲۳ کال کې د سوېلي اسیا په سیالیو کې د افغانستان لپاره مډال ګټلی و.

هغه همدارنګه په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو کې په اسیايي او نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده.

برهاني سږ کال د طالبانو د ورزشي ادارې له‌ خوا د سفر د لګښتونو د نه ورکړې له امله په ګڼو سیالیو کې له ګډون څخه پاتې شوی.

یو شمېر ورزشکاران په دې باور دي، چې دا ډول سخت محدودیتونه تر ډېره د ټیټ عاید لرونکو او د ټولنې د کمزورو قشرونو پر وړاندې عملي کېږي او طالبان له با نفوذه کسانو او ځانونو ته نږدې کسانو سره دا ډول چلند نه کوي.

د دوی په وینا، دا تګلارې د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د وېرې او اندېښنې فضا رامنځته کړې ده.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه او انځورونه خپاره شوي وو، چې د امر بالمعروف محتسبان په ورزشي میدانونو کې حاضر شوي او د سیالیو د ترسره کېدو خنډ ګرځېدلي دي.

طالبانو په زابل کې د «فحشا، د وېښتانو د پېرلو او موسیقۍ په تور» څلور کسان نیولي دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۰

طالبانو د زابل ولایت په بېلابېلو برخو کې د «فحشا، د وېښتانو د پېرلو او موسیقۍ په تور» څلور کسان نیولي دي. د زابل د طالبانو د امربالمعروف ریاست کارکوونکو د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) ویلي، چې یاد کسان یې قضایي ادارو ته سپارلي دي.

طالبانو زیاته کړې، چې د ښځو د درناوي او کرامت د ساتنې لپاره یې د یوې جبري نکاح مخنیوی هم کړی او د هغوی حقونه یې ورکړي دي.

سره له دې، چې دغه اداره د ښځو د حقونو د ساتنې خبرې کوي، خو د زابل او نورو ولایتونو زرګونه نجونې او ښځې د همدې ادارې او د طالبانو د پالیسیو له امله له زده کړو، کار او بنسټیزو مدني حقونو بې‌برخې دي.

دغه ریاست همدارنګه ویلي، چې د ښار سلمانیو ته یې «لازمې سپارښتنې» کړې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې عموماً د خلکو پر ظاهري بڼه، لباس او ورځنیو انتخابونو سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

ټولنیز پوهان باور لري، چې د خلکو د ازادیو محدودول، د ښځو پر حقونو بندیزونه او ټولنیزې لاسوهنې د طالبانو د امربالمعروف د فعالیتونو له لړۍ سره تړلې ښکاري.

له اسلامي اوامرو سیاسي استفاده؛ د بادغیس د نظامي محکمې قاضي وایي د هبت‌الله اوامر واجب دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۰

په بادغیس ولایت کې د طالبانو د نظامي محکمې قاضي مولوي صفي‌الله ویلي، چې د دغې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده ټول فرمانونه، حکمونه او هدایتونه پر ټولو ادارو او د دوی پر سرتېرو واجب دي. هغه ټینګار کړی، چې د دغو اوامرو په عملي کولو کې باید ځنډ ونه‌شي.

نوموړي دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو او حکمونو د لا ښه تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه کې کړې دي.

صفي‌الله د دې ترڅنګ پر مسوولینو ټینګار کړی، چي باید په خپلو ټولو کارونو کې له شفافیت او عدل څخه کار واخیستل شي.

همداراز، په یاده غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند برخو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي رییس مولوي اغاجان هم د هبت‌الله د حکمونو او اوامرو پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل: «د الله تعالی قانون موږ ته ښيي، چې موږ څنګه سالم حکومت پرمخ یوسو.»

په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د عملي کېدو لپاره طالب چارواکي د ولایتونو ولسوالیو ته سفرونه کوي، ترڅو خلک د دغو فرمانونو له څرنګوالي او عملي کولو خبر کړي.

تر دې مخکې هم بېلابېلو طالب چارواکو د خپل مشر هبت‌الله د فرمانونو پر منلو او عملي کولو ټینګار کړی.

طالبانو په هلمند کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د هبت‌الله د فرمانونو لوحې لګولې دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه یې د هبت‌الله اخوندزاده فرمان د ښار په بېلابېلو برخو کې پر لویو لوحو نصب کړی دی. طالبانو زیاته کړې، چې له دې اقدام څخه یې موخه د خپل مشر ویناوې تر ولسه رسول او د ناوړه دودونو مخنیوی دی.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه یې د ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو د پوهاوي لپاره د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده ۱۷مه ګڼه فرمان نصب کړی.

طالبانو ویلي، په فرمان کې له خلکو غوښتل شوي، چې «د شرعي احکامو» په رڼا کې ژوند وکړي او د سیمه‌ییزو ناوړه دودونو څخه لاس واخلي.

د هبت‌الله په دې فرمان کې راغلي: «خلک باید د خوښیو، غم، حج او عمرې په مراسمو کې د اسلامي او شرعي احکامو اړوند کړنې ترسره کړي.»

په لښکرګاه کې د هبت‌الله په نوم په یوه شعار کې لیکل شوي: «د واده زلمی به د واده مراسم په امارتي موټرو کې نه ترسره کوي.»

100%

پر یوې بله لویه لوحه کې لیکل شوي: «په زور، ګواښ او ډزو سره نکاح نه کېږي، بلکې دا جرم دی او مجرم به محاکمو ته معرفي کېږي.»

100%

په هلمند کې د طالبانو د مشر د همدې فرمان د عملي کولو لپاره د دغه ډلې ولایتي ادارې ځانګړې کمېټه جوړه کړې او د دوی په خبره، چې د خپل لوی مشر ځانګړي فرمانونه یې په چاپي بڼه خپلو کارکوونکو او ولسونو ته د پوهاوي لپاره هم ورکړي.

طالبان تر ډېره د خوښيو او غم مراسمو کې پر خلکو د بې‌ځایه لګښتونو پر مخنيوي ټینګار کوي، خو خپله د دغه ډلې غړي د خپل لوی مشر خبرې نه عملي کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې تر ډېره پر دې ډله نیوکې کېږي، چې د خوښیو په مراسمو او ان د کور د شخصي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم له نظامي موټرو ګټه اخلي.

د یادولو ده، چې یادې ډلې تر دې وړاندې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د خپل مشر د فرمانونو ځینې برخې پر بیلبورډونو خپرې کړې دي.

رحمت‌الله نبیل: افغانستان د معاملې پر ځای یو هیله‌بښونکي سیاسي اېتلاف ته اړتیا لري

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د افغان سیاستوالو وروستي یوځایوالي ته په اشارې ویلي، افغانستان د معاملې پر ځای یو هیله‌بښونکي سیاسي اېتلاف ته اړتیا لري. نوموړي هغه ګډ سیاسي حرکتونه چې د افغانانو د ملي ګټو پر ځای د بهرنیو هېوادونو ګټې په پام کې نیسي، بې‌اغېزې بللې دي.

رحمت‌الله نبیل د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د افغان پخوانیو سیاستوالو ګډ حرکت یو ښه ګام بللی او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان د تېرو پنځو لسیزو ترخه تجربه بیا بیا ښيي چې هر کله د سیاسي مخالفینو پروژه د «افغانستان د خلکو پروژې» پر ځای «د بهرنیو هېوادونو پروژه» شي، نو عمر یې لنډ، اغېز یې محدود او پایله یې چټک سقوط وي.»

نوموړي ویلي، افغانان د طالبانو تر سخت فشار لاندې او د معاصر تاریخ په تر ټولو تیاره پړاو کې ساه اخلي.

نبیل ټینګار کړی، افغانان داسې سیاست ته اړتیا لري چې له «زړو څېرو او سیالیو» څخه خلاص وي او ټول وګړي پکې خپل ځان په یو ګډ تعریف کې وویني.

هغه زیاته کړې، چې افغانان له خپلو رهبرانو څخه د پټو بهرنیو ګټو پر ځای روښانه، رښتینی او په جرأت د دوی تر څنګ درېدل غواړي.

د هغه په باور، افغانستان داسې راتلونکي ته اړتیا لري چې د ښځو حقونه، قومي عدالت او سیمه‌ییز توازن شعار نه، بلکې سره کرښه وي او د هېڅ بهرنۍ معاملې او پټې لوبې قرباني نه شي.

نوموړي د سیاسي خوځښتونو رهبرانو ته په اشارې ویلي، چې افغانان له هرې لوبې خبر او له فرمایشي څېرو ستړي شوي دي.

نبیل زیاته کړې: که نوی اېتلاف وکولای شي د بهرنیو هېوادونو له سیوري واټن واخلي او په یو غږ افغان ولس ته ووایي «دا ځل موږ ستاسو لپاره ولاړ یو، نه د ونډې اخیستو لپاره» نو ممکن د طالبانو په تیاره فضا کې د هیلو څرک معلوم شي.»

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر او محمد یونس قانوني په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې تر څار لاندې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي احزابو د همغږۍ اېتلاف نن سې‌شنبه (لیندۍ ۱۸مه) په یوه انلاین غونډه کې وویل، چې موخه یې په افغانستان کې د اوسني بحران د حل لپاره د ګډ پلان وړاندې کول دي.