له اسلامي اوامرو سیاسي استفاده؛ د بادغیس د نظامي محکمې قاضي وایي د هبتالله اوامر واجب دي

په بادغیس ولایت کې د طالبانو د نظامي محکمې قاضي مولوي صفيالله ویلي، چې د دغې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده ټول فرمانونه، حکمونه او هدایتونه پر ټولو ادارو او د دوی پر سرتېرو واجب دي. هغه ټینګار کړی، چې د دغو اوامرو په عملي کولو کې باید ځنډ ونهشي.




