د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په تړاو ددې ډلې اړوندو رسنیو ته ویلي، چې له فساد سره مبارزه د طالبانو د کار بنسټیز محور دی او په تیرو څو کلونو کې توانیدلي د اداري فساد ، ځمکو د غصب او اختلاس په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخلي.
فطرت وایي، هیڅوک اجازه نه لري چې دولتي یا شخصي ملکیت په زوره غصب کړي.
نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې په تېرو څو کلونو کې ددوی د ادارې « یو مهم هدف له اداري فساد سره مبارزه وه او د اداري فساد کچه صفر ته نږدې شوې۷.
نوموړی وايي، چې اوس ټول اداري پروسیجرونه ساده کیږي او خلک به په اسانه خپلې ادارې چارې پرمخ یوسي.
هغه دغه راز وویل چې طالبانو په اداري فساد کې ښکیل کسان نیولي دي.
د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په ډلبندۍ کې افغانستان درې درجې ټیټ شوی او ۱۶۵ ځای یې خپل کړی و.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په پرله پسې ډول په فساد کې د ښکیلو دولتونو د درجه بندۍ پای ته راځي، خو د شفافیت نړیوال څارونکي او شنونکي په دې باور دي چې داسې شفاف او بې پرې میکانیزم نشته، چې د طالبانو د ادارو روڼتیا په کره او ازادانه ډول روښانه کړای شي.
دغه راز د طالبانو ادارې تراوسه د قراردادونو پروسه نه ده ډاګیزه کړې او رسنۍ او څیړنیز خبریالان نه شي کولای چې ددې ډلې اداري معاملاتو، د قراردادونو محتوا او په ټوله کې معلوماتو ته ازاد لاسرسی ولري.
د شنونکو په باور، دې چارې د اداري فساد د پېښو د رابرسېره کولو مخه نیولې ده.