• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بریتانیا کې یو افغان پر دوو ۱۴ کلنو نجونو د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د بکتاش سلطاني په نامه یو ۲۸ کلن افغان پناه غوښتونکی، چې په دوو جلا پېښو کې پر دوو ۱۴ کلنو نجونو په جنسي تېري او د جنسي ځورونې په یوه بله پېښه کې تورن پېژندل شوی، نن محکمې ته وړاندې کیږي. ویل کېږي نوموړي له دغو کم‌عمره نجونو سره د انټرنېټ له لارې اړيکې ټینګې کړې وې.

د برېټانیايي رسنیو د رپوټونو له مخې، دواړې کم‌عمره نجونې د روغتيايي ټیمونو تر پاملرنې لاندې دي او پولیس لا هم د پېښې ټول اړخونه څېړي.

د بولټون سيمې د پولیسو مشرې هلن کریچلي ويلي: « دا راپور ډېر اندېښمنوونکی دی او زموږ لومړيتوب په داسې سختو شرايطو کې د دې دوو نجونو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کول دي».

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په بریتانیا کې دوه کم‌عمره افغان پناه غوښتونکي پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور په اوږده بند محکوم شول.

په پناه غوښتونکو پورې د اړوندو جرمونو زياتوالي يو ځل بيا د بريتانيا پر لومړي وزير کي‌ير سټارمر فشار زيات کړی چې د «غيرقانوني» پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونيسي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ژوب کې د افغان محلي پاڅون کوونکو پخوانی قوماندان وژل شوی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د محلي پاڅون کوونکو قوماندان قطب‌الدین پرون ماښام د بلوچستان په ژوب کې وژل شوی.

د سرچینو په وینا، قطب الدین، چې له سقوط وروسته پاکستان ته اوښتی و، د ژوب د کاکړو اړوند په موړمرغه سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو په خپل کور کې په نښه کړی دی.

نوموړی د پکتیکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان و.

پاکستاني چارواکو تراوسه د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د قطب الدین نږدې خپلوان وايي، چې نوموړي دا مهال هیڅ دنده نه درلوده او روښانه نه ده، چې د چا له خوا وژل شوی دی.

100%

یونسکو د افغانستان د بهزاد د ميناتورۍ سبک په نړیوالو میراثونو کې شامل کړ

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګ سازمان یا یونسکوپه هند کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د بهزاد د ميناتورۍ سبک د فرهنګي میراثونو په نړیوال نوملړ کې شامل کړی دی.

په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد همایون عزیزي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې نن په نوي ډیلي کې د یونسکو د ناپېژندل شویو فرهنګي میراثونو په شلمه غونډه کې د استاد بهزاد د میناتورۍ هنري مکتب د افغانستان په نوم د بشریت په نړیوالو میراثونو کې ثبت شو.

عزیزي چې په دې موخه یې د یونسکو سازمان په شلمه غونډه کې ګډون کړی و، زیاته کړه چې« له دوو کالونو راپه دې خوا مو دا هڅه پیل کړې وه او دا دی نن یې رنګ راوړ، دا ثبت یوه نړیواله پېژندنه ده چې نړۍ په رسمي ډول د افغانستان د هنر، رنګونو، داستانونو او کلتوري ریښو اهمیت مني».

هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل چې کمال‌الدین بهزاد د افغاني ټولنې یو ستر نابغه و او سلګونه کاله وړاندې یې داسې اثار پنځولي چې لا یې هم نړۍ په لیدلو حیرانېږي.

بهزاد د خپل قلم له لارې د افغان انسان ژوند، مهربانه څېرې، دودیزې جامې، ورځنۍ صحنې او رنګونه ژوندي کړي، داسې رنګونه چې خبرې کوي، کیسې کوي او زړه ته لاره مومي.

100%

سفیر عزیزي وویل، دا نړیواله پېژندنه یو څرګند پیغام لري چې افغانستان ژوندی دی، افغان هنر ژوندی دی اوهیڅ تیاره نه شي کولی د افغانستان د کلتور رڼا مړه کړي.

بهزاد د هرات د میناتورۍ د مکتب یو له خورا سترو او نوښتګرو هنرمندانو ګڼل کېږي.

د ده کارونه ډېری د هغه په خطي نسخو کې لیدل کیږي، چې د ترکیب‌بندۍ دقت، د رنګونو انډولیز استعمال او د انځورونو طبیعي رنګ پکې له ورایه برېښي.

د هنرپوهانو په باور، بهزاد د رښتیپالنې او د ټولنیزو فعالیتونو د انځورولو له لارې د دربارونو او عامو خلکو ژوند انځور کړی دی.

د طالبانو مخالفو ډلو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې خبرو اترو غوښتنه وکړه

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر او محمد یونس قانوني په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي احزابو د همغږۍ ایتلاف نن سې شنبه، لیندۍ ۱۸مه په یوه انلاین غونډه کې وویل چې موخه یې په افغانستان کې د اوسني بحران د حل لپاره د ګډ پلان وړاندې کول دي.

ددې سیاسي احزابو په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان کړکیچ باید د خبرو اترو او د افغانانو ترمنځ د تلپاتې تړون له لارې حل شي، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې او د امنیت شورا، د سیمې هیوادونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ څخه برخمن وي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې سیاسي تړون باید د تلپاتې سولې، ملي پخلاینې او د مشروع نظام د جوړولو ډاډ ورکړي.

دا هم ټینګار شوی چې د تړون شرایطو ته درناوی باید په افغانستان کې د هر حکومت د مشروعیت پیژندلو لپاره اصلي شرط وي او په خبرو اترو کې د ښځو او ځوان نسل رول باید تضمین شي.

په اعلامیه کې د یو مشروع نظام له لارې د ملي حاکمیت رامنځته کېدو او یوې جامع هوکړې ته د رسیدو او د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه شوې ده.

په اعلامیه کې د نوي اساسي قانون د مسودې جوړولو، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د بهرنیو سیالیو په ډګر د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي غوښتنه هم شوې ده.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ملي حاکمیت بیا رغونې، د بین الافغاني خبرو اترو له لارې د بحران د حل او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایی.

د اعلامیې په پای کې له ملګرو ملتونو څخه هم غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ په سیاسي پروسه کې د افغان سیاسي او مدني ټولنې ګډون ته زمینه برابره کړی.

ددې سیاسي بهیر رامنځته کېدو په اړه تر اوسه په افغانستان کې واکمنې ډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوستم وايي چې د افغانستان ژغورنې ته هیله من شوی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د افغانستان ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وایي چې د طالبانو ضد درې مهمو سیاسي حرکتونو د «همغږۍ» نننۍ ناستې هغه ته یوه نوې هیله ورکړې او باور لري چې د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې، به له روان ظلم او ستم څخه وژغورل شي.

عبدالرشید دوستم چې په دې غونډې کې یې په انلاین بڼه وینا کوله، وویل چې د ده هیله پیاوړې شوې او دا ناسته د ملي یووالي او همغږۍ د ګډو هڅو مهم ګام دی.

هغه زیاته کړه:«موږ اوس د کاروان په مخ کې یو او پر مخ ځو، نن دا د افغانستان د خلکو لپاره یو ستر بری دی».

ده د دریو سیاسي احزابو د همغږۍ غونډه د افغانستان د خلکو لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د ژغورنې لپاره د سیاسي اجماع رامنځته کېدل یو مهم بدلون دی.

د طالبانو دریو سیاسي مخالفو ډلو؛ د افغانستان د ژغورنې مقاومت عالي شورا، د ژغورنې ملي مجمع او د سولې او عدالت ملي حرکت نن د سې‌شنبې په ورځ د خپلو چارو د همغږۍ په تړاو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان د کړکېچ حل باید د یوه همه‌شموله مذاکراتي بهیر له لارې مترقي شي؛ داسې بهیر چې ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ پکې موجود وي.

دغه حرکتونه وایي چې د افغانستان اوسنی بحران یوازې د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي او د یوې عادلانه او دایمي سولې لپاره ګډ دریځ ته اړتیا ده.

د طالبانو مخالف سیاسي جریانونو دا ګډه غونډه په داسې وخت کې ترسره کوي چې د افغانستان سیاسي راتلونکی لا هم نامعلوم دی او نړیوالې هڅې د یوه سیاسي ټولشموله جوړښت د رامنځته کېدو پر محور راڅرخي.

فضل محمود فضلي: د پاکستان پوځ د دوامدارې ګډوډۍ او بحران له لارې خپل نفوذ ساتي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۰ GMT+۰

افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، ويلي چې د پاکستان پوځ د سيمې په بې ثباتۍ کې خپلې سترې ګټې لټوي او د سولې او ثبات رامنځته کېدل یې د واک، عاید او نفوذ د ورکېدو معنا لري.

فضلي په يوه تحليلي لیکنه کې ټينګار کړی چې کله هم د پاکستان سياسي شنونکي دا دعوه کوي چې «ثابت او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی» نو پوښتنه راپيدا کېږي چې دا ادعا رښتيا ده او که د پاکستان د سياسي ناپخوالي یوه بله ټوکه؟

د هغه په وینا، اصلي حقيقت دا دی چې د پاکستان اوسنی نظام د پوځ په سا ولاړ دی، نه د ملکي حکومت په اراده. هغه زیاتوي، « دا پوځ، چې د راولپنډۍ په واکمنه کړۍ کې راټول شوی، د سولې له لارې نه، بلکې د دوامدارې ګډوډۍ او بحران له لارې خپل نفوذ ساتي».

فضلي وايي: «بې ثباتي د پاکستان د پوځ لپاره ګواښ نه دی؛ همدا بې ثباتي یې د بودجې سرچينه، د بهرنيو مرستو جواز او د کورنيو مخالفينو پر وړاندې سياسي ډال دی.»

د هغه په وینا، که سيمه سوله ییزه شي او افغانستان يو پياوړی، باوري او پر ځان بسیا هېواد شي، نو پاکستانی پوځ به نه یوازې خپلې پخوانۍ ګټې له لاسه ورکړي، بلکې د واک اصلي سرچینې یې هم کمزورې کېږي.

هغه ویلي، چې «په ټوله کې په سیمه کې سوله د پاکستان د پوځ د واک کمزوري کېدلو معنا لري، او په اوږدمهال کې د پاکستان د مصنوعي هویت پر دوام هم پوښتنې راپورته کوي».

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې د نښتو، امنیتي اختلافاتو او سوداګریزو بندیزونو له امله ترینګلې شوې دي، او د دواړو لوریو ترمنځ په ډیورنډ کرښه وخت ناوخت تاوتریخوالي راپورته کېږي.