• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل محمود فضلي: د پاکستان پوځ د دوامدارې ګډوډۍ او بحران له لارې خپل نفوذ ساتي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۰ GMT+۰

افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، ويلي چې د پاکستان پوځ د سيمې په بې ثباتۍ کې خپلې سترې ګټې لټوي او د سولې او ثبات رامنځته کېدل یې د واک، عاید او نفوذ د ورکېدو معنا لري.

فضلي په يوه تحليلي لیکنه کې ټينګار کړی چې کله هم د پاکستان سياسي شنونکي دا دعوه کوي چې «ثابت او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی» نو پوښتنه راپيدا کېږي چې دا ادعا رښتيا ده او که د پاکستان د سياسي ناپخوالي یوه بله ټوکه؟

د هغه په وینا، اصلي حقيقت دا دی چې د پاکستان اوسنی نظام د پوځ په سا ولاړ دی، نه د ملکي حکومت په اراده. هغه زیاتوي، « دا پوځ، چې د راولپنډۍ په واکمنه کړۍ کې راټول شوی، د سولې له لارې نه، بلکې د دوامدارې ګډوډۍ او بحران له لارې خپل نفوذ ساتي».

فضلي وايي: «بې ثباتي د پاکستان د پوځ لپاره ګواښ نه دی؛ همدا بې ثباتي یې د بودجې سرچينه، د بهرنيو مرستو جواز او د کورنيو مخالفينو پر وړاندې سياسي ډال دی.»

د هغه په وینا، که سيمه سوله ییزه شي او افغانستان يو پياوړی، باوري او پر ځان بسیا هېواد شي، نو پاکستانی پوځ به نه یوازې خپلې پخوانۍ ګټې له لاسه ورکړي، بلکې د واک اصلي سرچینې یې هم کمزورې کېږي.

هغه ویلي، چې «په ټوله کې په سیمه کې سوله د پاکستان د پوځ د واک کمزوري کېدلو معنا لري، او په اوږدمهال کې د پاکستان د مصنوعي هویت پر دوام هم پوښتنې راپورته کوي».

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې د نښتو، امنیتي اختلافاتو او سوداګریزو بندیزونو له امله ترینګلې شوې دي، او د دواړو لوریو ترمنځ په ډیورنډ کرښه وخت ناوخت تاوتریخوالي راپورته کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

له افغانستان څخه د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۰

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، چې په تېرو نهو میاشتو کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه او ۳۵ زرو ډالرو په ارزښت زعفران له افغانستان څخه نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي. یاده خونه زیاتوي، چې د دغو صادراتو ټولیز مقدار ۲۲ ټنه او ۱۳۰ کیلوګرامه و.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۸مه ویلي، چې د هرات د زعفرانو حاصل په ۱۴۰۴ کال کې شاوخوا ۴۰ ټنه اټکل شوی او د کڅوړبندۍ او صادرولو پروسه لا هم روانه ده.

یاده خونه زیاتوي، اروپا، امریکا، عربي هېوادونه، ختیزه او جنوبي اسیا د دې محصول اصلي بازارونه دي او د افغانستان زعفران اوس د هېواد له تر ټولو معتبرو او ډېرو پلورل کېدونکو صادراتي توکو ګڼل کېږي.

همدراز په هرات کې د زعفران کروندګر وايي، چې د صادراتو په ښه والي سره، کورنيو سوداګرو هم له کروندګرو څخه د پېرنې بیه لوړه کړې او دا د زعفرانو کروندګر هڅوي، چې د راتلونکي کال لپاره د کښت سیمه نوره هم پراخه کړي.

د هرات د سوداګرۍ خونې په وینا، د افغانستان زعفران، چې ۹۵سلنه یې په دغه ولایت کې تولیدېږي، د خپل بوی، رنګ او نړیوال کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې ثابت او پېژندل شوی ځای لري.

چین له پاکستان او طالبانو غوښتي چې ترینګلتیا کمه او خبرې اترې پيل کړي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تېرې اونۍ له نښتو وروسته چې مرګ ژوبله یې هم لرله، چین یوځل بیا له دواړو لوریو غوښتي چې ترینګلتیا راکمه کړي او د شخړو د حل لپاره خبرې اترې پيل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون نن د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان او پاکستان د چین «دودیز او دوستانه ګاونډیان» دي او دواړه هېوادونه به تل یو د بل ګاونډیان پاتې شي.

هغه زیاته کړې: «بیجینګ له دواړو هېوادونو غواړي چې خپلې ستونزې او اختلافات د خبرو او سلا مشورو له لارې حل کړي، ترینګلتیا کمه کړي او په ګډه د سیمې سوله او ثبات وساتي.»

ګو جیاکون وویل چې بیجنګ چمتو دی د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره په ګډه د پاکستان او طالبانو د اړیکو د ښه‌والي لپاره رغنده رول ولوبوي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د تېرې اونۍ په پای کې د دواړو لوریوتر منځ ډیورڼد کرښې ته نږدې سیمو کې نښتې وشوې. طالبانو وویل، چې پاکستاني اړخ نښته کړې، خو پاکستان طالبان په برید تورن کړي دي.

د راپورونو له مخې په دغو نښتو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي، خو له لنډې نښتې وروسته وضعیت یو ځل بیا ارام شوی دی.

چین، چې په سیمه کې ستر سیاسي او اقتصادي نفوذ لري، په داسې وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړیتوب غوښتنه کوي چې ایران هم د دواړو خواوو ترمنځ د سیمه ییزې ناستې په هلوځلو بوخت دی.

له هېواده بهر درې ستر سیاسي جریانونه په خپل منځ کې همغږي راولي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو درې لویې مخالفې سیاسي ډلې ګډ تفاهم ته رسېدلې او په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره خپله همغږي اعلانوي. په دې ډلو کې د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا، د ژغورنې ملي مجمع او د سولې او عدالت حرکت دي چې نن ګډه اعلامیه ور کوي.

د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا، د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د سولې او عدالت حرکت د همغږۍ په یوه نوي دریځ کې راڅرګندیږي.

د طالبانو ددې دریو مخالفو سیاسي ډلو د همغږۍ څلور ټکي په ګوته شوي، چې د جګړې نه غوښتل، سوله، بشري مرستې او بشري حقونه پکې شاملیږي.

د افغانستان د سولې او عدالت حرکت مشر حنیف اتمر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا د احزابو سیاسي همغږي ده، چې خپلې ستراتیژيکې غوښتنې یې سره توحید کړې دي. نوموړي وویل، چې دا غوښتې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک په اډانه کې دي.دا لومړی ځل دی چې د پخوانیو جهادي مشرانو او د پخواني دولت تکنوکرات چارواکي په یوه ایتلاف کې سره راغونډیږي.

د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا ویاند عبدالله قرلوق دا د «د تلپاتې سولې لپاره زرین فرصت» بللی.

درې ورځې مخکې افغانستان انټرنشنل خبر ورکړ چې ایران څو پخواني افغان چارواکي له طالبانو سره خبرو اترو ته هڅولي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو مخالفې سیاسي څېرې ایران ته تللې دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، چې د هبت‌الله اخوندزاده ته نږدې کس دی، هم ایران ته سفر کړی دی.

طالبان: افغانستان د پاکستان له سوداګریز انحصار څخه را وتلی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې افغانستان له پاکستان سره د توکو د وارداتو او صادراتو له انحصاره راوتلی دی. نوموړی وايي، د توکو بیې تر ډېره ثابتې پاتې دي. خو د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې تېره ورځ وویل چې په تېره میاشت کې د توکو بیې۲،۳ سلنه لوړې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته افغان سوداګرو ته نوي سیمه‌ییز او نړیوال بازارونه موندل شوي او وايي، چې په هېواد کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې تر ډېره ثابتې پاتې دي او سوداګري د سیمې له هېوادونو سره په چټک ډول لوړېږي.

د هغه په وینا، افغانستان له ایران، هند او ترکیې سره د وارداتو قراردادونه پراخ کړي او د دغو هېوادونو له لارې بدیلې سوداګریزې لارې فعالې شوې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند په داسې حال کې د نویو بازارونو او بدیلو لارو د موندلو خبره کوي چې لاهم د افغانستان د سوداګرو ۱۲ زره کانتینره توکي په پاکستان کې بند پاتې دي.

طالبانو ددغو کانتینرونو او سوداګرو د ستونزو د حل په تړاو تر اوسه هیڅ اقدام نه دی کړی.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د توکو بیې درې میاشتې وروسته ګرانېدای شي، ځکه په مارکیټ کې شته توکي ورو ورو کمیږي او عرضه د پخوا په پرتله کمه ده.

طالبانو د کاني توکو د کیفیت لابراتوارونو لپاره ۲۳۳ میلیونه افغانۍ بودجه منظوره کړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو اقتصادي کمېسیون وايي، چې ددغه کمیسیون د تخنیکي کمېټې په غونډه کې د کاني موادو د کیفیت معلومولو لابراتوارونو لپاره ۲۳۳ میلیونه افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې ده. یاد کمیسیون وايي، ۲۱۸ میلیونه افغانۍ به پر پرمختللو او په نوې ټکنالوژۍ سمبال تجهیزاتو ولګول شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۸مه وویل، چې ددې ډلې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت پر وړاندیز بحث شوی دی.

په دغه وړاندیز کې په کابل او ولایتونو کې د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو د جوړېدو موضوع یاده شوې، چې وايي، له هراړخیز بحث وروسته تایید شوې او د نهايي تصمیم په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.

دې کمیټې د کاني موادو د کیفیت د معلومولو لابراتوارونو لپاره ۲۳۳ میلیونه افغانۍ منظور کړې دي، چې ۱۵ میلیونه افغانۍ به یې په ودانیزو چارو او ۲۱۸ میلیونه افغانۍ به یې پر پرمختللو او په نوې ټکنالوژۍ سمبال تجهیزاتو ولګول شي.

طالبان داسې مهال ددې پرمختللو او په نوې ټکنالوژۍ سمبال تجهیزاتو خبره کوی، چې پر دې ډلې نړيوال بندیزونه لګیدلي او بهرنۍ کمپنۍ د پیسو په انتقال کې له ستونزو سره مخ دي.