چین له پاکستان او طالبانو غوښتي چې ترینګلتیا کمه او خبرې اترې پيل کړي

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تېرې اونۍ له نښتو وروسته چې مرګ ژوبله یې هم لرله، چین یوځل بیا له دواړو لوریو غوښتي چې ترینګلتیا راکمه کړي او د شخړو د حل لپاره خبرې اترې پيل کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تېرې اونۍ له نښتو وروسته چې مرګ ژوبله یې هم لرله، چین یوځل بیا له دواړو لوریو غوښتي چې ترینګلتیا راکمه کړي او د شخړو د حل لپاره خبرې اترې پيل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون نن د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان او پاکستان د چین «دودیز او دوستانه ګاونډیان» دي او دواړه هېوادونه به تل یو د بل ګاونډیان پاتې شي.
هغه زیاته کړې: «بیجینګ له دواړو هېوادونو غواړي چې خپلې ستونزې او اختلافات د خبرو او سلا مشورو له لارې حل کړي، ترینګلتیا کمه کړي او په ګډه د سیمې سوله او ثبات وساتي.»
ګو جیاکون وویل چې بیجنګ چمتو دی د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره په ګډه د پاکستان او طالبانو د اړیکو د ښهوالي لپاره رغنده رول ولوبوي.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د تېرې اونۍ په پای کې د دواړو لوریوتر منځ ډیورڼد کرښې ته نږدې سیمو کې نښتې وشوې. طالبانو وویل، چې پاکستاني اړخ نښته کړې، خو پاکستان طالبان په برید تورن کړي دي.
د راپورونو له مخې په دغو نښتو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي، خو له لنډې نښتې وروسته وضعیت یو ځل بیا ارام شوی دی.
چین، چې په سیمه کې ستر سیاسي او اقتصادي نفوذ لري، په داسې وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړیتوب غوښتنه کوي چې ایران هم د دواړو خواوو ترمنځ د سیمه ییزې ناستې په هلوځلو بوخت دی.