• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما)د هېواد د روان وضعیت په اړه خپل تازه راپور وړاندې کړي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې ملګري ملتونه د دریو میاشتو په اوږدو کې لا نه دي توانېدلي چې د افغانستان لپاره د سرمنشي نوی ځانګړی استازی وټاکي.

نږدې درې میاشتې کېږي چې یوناما د سرپرست تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې چې د سپتمبر په میاشت کې ترسره شوه، روزا اوتانبایوا د افغانستان لپاره د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه ګډون درلود.

دا د هغې وروستۍ ناسته وه، او له هغه راهیسې تر اوسه کوم نوی استازی نه دی معرفي شوی.

یوناما په تېرو څلورو کلونو کې هڅه کړې چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو فضا رامنځته کړي او د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ د حل لپاره یې دوه لویې طرحې وړاندې کړې.

لومړۍ طرحه د دوحې بهیر و چې موخه یې د مېرمنو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کول او دوېمه د موزاییک طرحه وه چې وروسته یې تمرکز پر ټولشموله حکومتولۍ شو او له طالبانو سره د تعامل کچه لوړه شوه، خو دا دواړې طرحې خپلو اصلي موخو ته ونه رسېدې.

یوناما له یوې خوا هېوادونه له طالبانو سره خبرو اترو ته هڅولي، او له بلې خوا یې طالبان د بشري حقونو په سلګونو سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په نقض او ناقانونه وژنو تورن کړي دي.

یوناما ټینګار کوي چې تعامل د رسمیت‌پېژندنې معنا نه لري، خو طالبان کله ناکله د دې ادارې له راپورونو ناخوښي ښیي.

هغوی یوناما د ناسم کار کولو په تور هم نقد کړي او ویلي یې دي چې په خپلو فعالیتونو باید له سره بیا کتنه وکړي.

تمه ده چې د امنیت شورا سبانۍ ناسته د افغانستان د روان وضعیت، د بشري حقونو د خرابېدو، اقتصادي ستونزو او نړیوالو تعاملاتو پر محور د پام وړ بحثونه ولري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح وايي چې قطر د افغانستان په سوله کې هیڅ رول نه دی لوبولی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د قطر د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دوحې د افغانستان د ملت پر وړاندې د یوې تیریګرې ډلې ملاتړ کړی او هېڅ سوله یې نه ده راوستې. د قطر لومړي وزیر ددوحې فورم کې وویل، چې په افغان سوله کې یې مهم رول لوبولی.

امرالله صالح د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، « هغه ډله چې قطر یې تمویل او ملاتړ کړی، د زده کړو، روغتیايي خدماتو او د عامه ژوند په برخه کې له حقونو د شاوخوا شلو میلیونو افغان ښځو او نجونو د بې برخې کولو لامل شوې ده».

نوموړي دا څرګندونې په دوحه فورم کې د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر ددې خبرو په غبرګون کې کړې، چې هېواد یې د افغانستان په سوله کې رول لوبولی دی.

صالح پر خپل اېکس ویلي، قطر باید په دې پوه شي چې د اسلامي شریعت کومې نسخې ته یې چې مشروعیت ورکړی، د ویاړ ځای نه لري، بلکې باید د دې مرستې له امله خجالت شي.

صالح وايي، « قطر د افغانستان په شخړه کې د تر ټولو ظالمې او وحشیانه ډلې تر څنګ درېدلی او هېڅکله یې سوله نه ده راوستې».

طالبانو د قزاقستان ځانګړي استازي سره د اوسپنې پټلۍ او ټرانسپورټي پروژو پر پراختیا خبرې کړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده د افغانستان لپاره د قزاقستان ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوسپنې پټلۍ او ټرانسپورټي پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړه لوریو د اورګاډي پټلۍ د پروژو پرمختګ، د سوداګرۍ اسانتیا او د ترانسپورتي شبکې د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی. په خبرپاڼه کې راغلي، توکوموف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او د اوسپنې پټلۍ د پروژو پرمخ وړلو ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي صاحب‌زاده وویل، چې د قزاقستان سره د همکارۍ پروژه نه یوازې د سوداګرۍ لپاره فرصتونه رامنځته کوي؛ بلکې د ترانسپورتي شبکې د عصري کولو او د بار وړلو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به هم اړینه مرسته وکړي.

هغه همداراز د افغانستان په ترانسپورتي سکتور کې د شته ستونزو یادونه وکړه، چې د سړکونو خراب حالت، د بار وړلو محدود ظرفیتونه او د وارداتي او صادراتي توکو د رسولو ستونزې یې د اقتصادي پرمختګ خنډ لاملونه دي.

په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ، چې د افغانستان د ترانسپورتي سکتور د پراختیا لپاره سیمه‌ییزه همکارۍ حیاتي دي؛ څو وکولای شي په سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ کې مثبت بدلونونه راولي.

یونېسف: په افغانستان کې زلزله ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي تاج الدین اویوواله سمنګان ولایت ته په خپل سفر کې د زلزله ځپلو وضعیت له نږدې لیدلی. هغه ویلي، د ژمي په رارسېدو په افغانستان کې زلزله ځپلي بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه وایي:« زلزله ځپلې کورنۍ پراخې او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري؛ ترڅو خپل ماشومان د سړې هوا څخه خوندي او ګرم وساتي.» نوموړی زیاتوي، په دغه زلزله ځپلو سیمو کې ماشومان تودو جامو او کمپلو ته اړتیا لري.
د نوموړي په وینا؛ د وروستۍ زلزلې له امله د ګڼو کورونو چتونه پرېوتي او زلزله ځپلې کورنۍ د سرپناه ستونزې لري.

تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان هم راپور ورکړی و، چې د افغانستان په شمال کې وروستۍ زلزلې په ځانګړي ډول په سمنګان ولایت کې پراخ زیانونه اړولي او زېربناوې یې زیانمنې کړې دي. د دغه سازمان په وینا؛ په زلزله ځپلو سیمو کې ۱۳۱۹ کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان په شمال کې وروستۍ زورورې زلزلې په بلخ ولایت کې ۱۲کسان مړه او ۶۳۵ټپیان کړي او دارنګه په سمنګان ولایت کې یې ۱۳کسان مړه او ۴۲۱نور ټپیان کړي دي.

د کډوالۍ نړۍوالې ادارې هم تر دې وړاندې ویلي و، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې زلزلې شاوخوا ۲۲۰زره خلک اغېزمن کړي چې په‌کې داخلي بې‌ځایه شوي او تازه ستانه شوي کډوال هم شامل دي. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو ډېری خلک لا هم خوندي پناه ځایونه نه‌لري او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

تېره ورځ تر ۱۵۰۰ ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۸مه) خبر ورکړی، د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۳۲۰ کورنۍ چې ټولټال ۱۵۷۹ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۳۸۷ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۶۳۲ کډوال د تورخم، ۱۷۹ د بهرامچې، ۱۰۱ د اسلام‌کلا او ۲۸۰ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي.

د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونو د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده. په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي.

طالبانو له ایران نه د اسلامي ازاد پوهنتون د څانګې پراختیا غوښتنه کړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم د اسلامي ازاد پوهنتون له بنسټ اېښودونکي علی‌اکبر ولایتي سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د لوړو زده‌کړو د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی.

هغه دارنګه په کابل کې د طب، ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د ازاد پوهنتون څانګې د پراختیا غوښتنه هم کړې. په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د لوړو زده‌کړو په برخه کې د همکارۍ پراختیا او دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ندامحمد ندیم په دغه لېدنه کې د افغانستان د ښوونیزو اړتیاوو په اړه ویلي:« موږ غواړو د اسلامي ازاد پوهنتون سره علمي او پوهنتوني همکارۍ لا پراخې شي او د ګډو علمي پروژو لپاره زمینه برابره شي.»

ښاغلي ولایتي هم د شته امکاناتو په چوکاټ کې د همکارۍ وړاندیز وکړ او څرګنده یې کړه، چې ایران د افغانستان د لوړو زده‌کړو په پرمختګ کې د ملاتړ لپاره ژمن دی. هغه وویل: «ایران د اسلامي انقلاب له لومړۍ ورځې راهیسې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی او نن هم د دغه هېواد د پرمختګ او خپلواکۍ ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه، چې پوهنتون یې چمتو دی نوې تخصصي او لوړې تخصصي څانګې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د ایران د علومو وزیر د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ته په لیدنه کې د نجونو د زده‌کړو د محدودیت د ټولنیزو پایلو په اړه خبرداری ورکړ او د حضوري او انلاین زده‌کړو له لارې د افغان ښځو د تعلیم د ملاتړ وړاندیز یې وکړ.