دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې ملګري ملتونه د دریو میاشتو په اوږدو کې لا نه دي توانېدلي چې د افغانستان لپاره د سرمنشي نوی ځانګړی استازی وټاکي.
نږدې درې میاشتې کېږي چې یوناما د سرپرست تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې چې د سپتمبر په میاشت کې ترسره شوه، روزا اوتانبایوا د افغانستان لپاره د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه ګډون درلود.
دا د هغې وروستۍ ناسته وه، او له هغه راهیسې تر اوسه کوم نوی استازی نه دی معرفي شوی.
یوناما په تېرو څلورو کلونو کې هڅه کړې چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو فضا رامنځته کړي او د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ د حل لپاره یې دوه لویې طرحې وړاندې کړې.
لومړۍ طرحه د دوحې بهیر و چې موخه یې د مېرمنو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کول او دوېمه د موزاییک طرحه وه چې وروسته یې تمرکز پر ټولشموله حکومتولۍ شو او له طالبانو سره د تعامل کچه لوړه شوه، خو دا دواړې طرحې خپلو اصلي موخو ته ونه رسېدې.
یوناما له یوې خوا هېوادونه له طالبانو سره خبرو اترو ته هڅولي، او له بلې خوا یې طالبان د بشري حقونو په سلګونو سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په نقض او ناقانونه وژنو تورن کړي دي.
یوناما ټینګار کوي چې تعامل د رسمیتپېژندنې معنا نه لري، خو طالبان کله ناکله د دې ادارې له راپورونو ناخوښي ښیي.
هغوی یوناما د ناسم کار کولو په تور هم نقد کړي او ویلي یې دي چې په خپلو فعالیتونو باید له سره بیا کتنه وکړي.
تمه ده چې د امنیت شورا سبانۍ ناسته د افغانستان د روان وضعیت، د بشري حقونو د خرابېدو، اقتصادي ستونزو او نړیوالو تعاملاتو پر محور د پام وړ بحثونه ولري.