ژوب کې د افغان محلي پاڅون کوونکو پخوانی قوماندان وژل شوی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د محلي پاڅون کوونکو قوماندان قطبالدین پرون ماښام د بلوچستان په ژوب کې وژل شوی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د محلي پاڅون کوونکو قوماندان قطبالدین پرون ماښام د بلوچستان په ژوب کې وژل شوی.
د سرچینو په وینا، قطب الدین، چې له سقوط وروسته پاکستان ته اوښتی و، د ژوب د کاکړو اړوند په موړمرغه سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو په خپل کور کې په نښه کړی دی.
نوموړی د پکتیکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان و.
پاکستاني چارواکو تراوسه د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د قطب الدین نږدې خپلوان وايي، چې نوموړي دا مهال هیڅ دنده نه درلوده او روښانه نه ده، چې د چا له خوا وژل شوی دی.



د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګ سازمان یا یونسکوپه هند کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د بهزاد د ميناتورۍ سبک د فرهنګي میراثونو په نړیوال نوملړ کې شامل کړی دی.
په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد همایون عزیزي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې نن په نوي ډیلي کې د یونسکو د ناپېژندل شویو فرهنګي میراثونو په شلمه غونډه کې د استاد بهزاد د میناتورۍ هنري مکتب د افغانستان په نوم د بشریت په نړیوالو میراثونو کې ثبت شو.
عزیزي چې په دې موخه یې د یونسکو سازمان په شلمه غونډه کې ګډون کړی و، زیاته کړه چې« له دوو کالونو راپه دې خوا مو دا هڅه پیل کړې وه او دا دی نن یې رنګ راوړ، دا ثبت یوه نړیواله پېژندنه ده چې نړۍ په رسمي ډول د افغانستان د هنر، رنګونو، داستانونو او کلتوري ریښو اهمیت مني».
هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل چې کمالالدین بهزاد د افغاني ټولنې یو ستر نابغه و او سلګونه کاله وړاندې یې داسې اثار پنځولي چې لا یې هم نړۍ په لیدلو حیرانېږي.
بهزاد د خپل قلم له لارې د افغان انسان ژوند، مهربانه څېرې، دودیزې جامې، ورځنۍ صحنې او رنګونه ژوندي کړي، داسې رنګونه چې خبرې کوي، کیسې کوي او زړه ته لاره مومي.

سفیر عزیزي وویل، دا نړیواله پېژندنه یو څرګند پیغام لري چې افغانستان ژوندی دی، افغان هنر ژوندی دی اوهیڅ تیاره نه شي کولی د افغانستان د کلتور رڼا مړه کړي.
بهزاد د هرات د میناتورۍ د مکتب یو له خورا سترو او نوښتګرو هنرمندانو ګڼل کېږي.
د ده کارونه ډېری د هغه په خطي نسخو کې لیدل کیږي، چې د ترکیببندۍ دقت، د رنګونو انډولیز استعمال او د انځورونو طبیعي رنګ پکې له ورایه برېښي.
د هنرپوهانو په باور، بهزاد د رښتیپالنې او د ټولنیزو فعالیتونو د انځورولو له لارې د دربارونو او عامو خلکو ژوند انځور کړی دی.

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر او محمد یونس قانوني په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سیاسي احزابو د همغږۍ ایتلاف نن سې شنبه، لیندۍ ۱۸مه په یوه انلاین غونډه کې وویل چې موخه یې په افغانستان کې د اوسني بحران د حل لپاره د ګډ پلان وړاندې کول دي.
ددې سیاسي احزابو په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان کړکیچ باید د خبرو اترو او د افغانانو ترمنځ د تلپاتې تړون له لارې حل شي، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې او د امنیت شورا، د سیمې هیوادونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ څخه برخمن وي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې سیاسي تړون باید د تلپاتې سولې، ملي پخلاینې او د مشروع نظام د جوړولو ډاډ ورکړي.
دا هم ټینګار شوی چې د تړون شرایطو ته درناوی باید په افغانستان کې د هر حکومت د مشروعیت پیژندلو لپاره اصلي شرط وي او په خبرو اترو کې د ښځو او ځوان نسل رول باید تضمین شي.
په اعلامیه کې د یو مشروع نظام له لارې د ملي حاکمیت رامنځته کېدو او یوې جامع هوکړې ته د رسیدو او د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه شوې ده.
په اعلامیه کې د نوي اساسي قانون د مسودې جوړولو، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د بهرنیو سیالیو په ډګر د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي غوښتنه هم شوې ده.
په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ملي حاکمیت بیا رغونې، د بین الافغاني خبرو اترو له لارې د بحران د حل او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایی.
د اعلامیې په پای کې له ملګرو ملتونو څخه هم غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ په سیاسي پروسه کې د افغان سیاسي او مدني ټولنې ګډون ته زمینه برابره کړی.
ددې سیاسي بهیر رامنځته کېدو په اړه تر اوسه په افغانستان کې واکمنې ډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وایي چې د طالبانو ضد درې مهمو سیاسي حرکتونو د «همغږۍ» نننۍ ناستې هغه ته یوه نوې هیله ورکړې او باور لري چې د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې، به له روان ظلم او ستم څخه وژغورل شي.
عبدالرشید دوستم چې په دې غونډې کې یې په انلاین بڼه وینا کوله، وویل چې د ده هیله پیاوړې شوې او دا ناسته د ملي یووالي او همغږۍ د ګډو هڅو مهم ګام دی.
هغه زیاته کړه:«موږ اوس د کاروان په مخ کې یو او پر مخ ځو، نن دا د افغانستان د خلکو لپاره یو ستر بری دی».
ده د دریو سیاسي احزابو د همغږۍ غونډه د افغانستان د خلکو لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د ژغورنې لپاره د سیاسي اجماع رامنځته کېدل یو مهم بدلون دی.
د طالبانو دریو سیاسي مخالفو ډلو؛ د افغانستان د ژغورنې مقاومت عالي شورا، د ژغورنې ملي مجمع او د سولې او عدالت ملي حرکت نن د سېشنبې په ورځ د خپلو چارو د همغږۍ په تړاو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان د کړکېچ حل باید د یوه همهشموله مذاکراتي بهیر له لارې مترقي شي؛ داسې بهیر چې ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ پکې موجود وي.
دغه حرکتونه وایي چې د افغانستان اوسنی بحران یوازې د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي او د یوې عادلانه او دایمي سولې لپاره ګډ دریځ ته اړتیا ده.
د طالبانو مخالف سیاسي جریانونو دا ګډه غونډه په داسې وخت کې ترسره کوي چې د افغانستان سیاسي راتلونکی لا هم نامعلوم دی او نړیوالې هڅې د یوه سیاسي ټولشموله جوړښت د رامنځته کېدو پر محور راڅرخي.

افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، ويلي چې د پاکستان پوځ د سيمې په بې ثباتۍ کې خپلې سترې ګټې لټوي او د سولې او ثبات رامنځته کېدل یې د واک، عاید او نفوذ د ورکېدو معنا لري.
فضلي په يوه تحليلي لیکنه کې ټينګار کړی چې کله هم د پاکستان سياسي شنونکي دا دعوه کوي چې «ثابت او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی» نو پوښتنه راپيدا کېږي چې دا ادعا رښتيا ده او که د پاکستان د سياسي ناپخوالي یوه بله ټوکه؟
د هغه په وینا، اصلي حقيقت دا دی چې د پاکستان اوسنی نظام د پوځ په سا ولاړ دی، نه د ملکي حکومت په اراده. هغه زیاتوي، « دا پوځ، چې د راولپنډۍ په واکمنه کړۍ کې راټول شوی، د سولې له لارې نه، بلکې د دوامدارې ګډوډۍ او بحران له لارې خپل نفوذ ساتي».
فضلي وايي: «بې ثباتي د پاکستان د پوځ لپاره ګواښ نه دی؛ همدا بې ثباتي یې د بودجې سرچينه، د بهرنيو مرستو جواز او د کورنيو مخالفينو پر وړاندې سياسي ډال دی.»
د هغه په وینا، که سيمه سوله ییزه شي او افغانستان يو پياوړی، باوري او پر ځان بسیا هېواد شي، نو پاکستانی پوځ به نه یوازې خپلې پخوانۍ ګټې له لاسه ورکړي، بلکې د واک اصلي سرچینې یې هم کمزورې کېږي.
هغه ویلي، چې «په ټوله کې په سیمه کې سوله د پاکستان د پوځ د واک کمزوري کېدلو معنا لري، او په اوږدمهال کې د پاکستان د مصنوعي هویت پر دوام هم پوښتنې راپورته کوي».
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې د نښتو، امنیتي اختلافاتو او سوداګریزو بندیزونو له امله ترینګلې شوې دي، او د دواړو لوریو ترمنځ په ډیورنډ کرښه وخت ناوخت تاوتریخوالي راپورته کېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، چې په تېرو نهو میاشتو کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه او ۳۵ زرو ډالرو په ارزښت زعفران له افغانستان څخه نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي. یاده خونه زیاتوي، چې د دغو صادراتو ټولیز مقدار ۲۲ ټنه او ۱۳۰ کیلوګرامه و.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۸مه ویلي، چې د هرات د زعفرانو حاصل په ۱۴۰۴ کال کې شاوخوا ۴۰ ټنه اټکل شوی او د کڅوړبندۍ او صادرولو پروسه لا هم روانه ده.
یاده خونه زیاتوي، اروپا، امریکا، عربي هېوادونه، ختیزه او جنوبي اسیا د دې محصول اصلي بازارونه دي او د افغانستان زعفران اوس د هېواد له تر ټولو معتبرو او ډېرو پلورل کېدونکو صادراتي توکو ګڼل کېږي.
همدراز په هرات کې د زعفران کروندګر وايي، چې د صادراتو په ښه والي سره، کورنيو سوداګرو هم له کروندګرو څخه د پېرنې بیه لوړه کړې او دا د زعفرانو کروندګر هڅوي، چې د راتلونکي کال لپاره د کښت سیمه نوره هم پراخه کړي.
د هرات د سوداګرۍ خونې په وینا، د افغانستان زعفران، چې ۹۵سلنه یې په دغه ولایت کې تولیدېږي، د خپل بوی، رنګ او نړیوال کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې ثابت او پېژندل شوی ځای لري.