• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتمر افغانستان انټرنشنل ته: امریکا به ژر یا وروسته د افغانستان مسالې ته راستنیږي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر چې د سیاسي احزابو همغږۍ بهیر لوړ پوړی غړی دی، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې امریکا به ژر یا وروسته د افغانستان مسالې ته را ستنیږي. اتمر وویل، چې طالبان باید د سیاسي خبرو اترو پروسه ومني.

اتمر د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ثبات لاره بین الافغاني خبرې اترې دي او له طالبانو یې وغوښتل چې دې کار ته غاړه کېږدي.

اتمر زیاته کړه :«د افغان سیاستوالو، د سیمې او نړۍ هیوادونو ترمنځ یو ګډ فکر رامینځته شوی، او دا اجماع په افغانستان کې د اندیښنو د نه زغملو ټینګار کوي.»

هغه وویل، چې طالبان باید دا اندېښنې حل کړي او د سیاسي خبرو اترو پروسه ومني.

اتمر وویل ، چې د هر نظام مشروعیت د تحمیل یا ازاد کنټرول له لارې نه ترلاسه کیږي، بلکې یوازې د خلکو د حقونو او ازادیو ضمانت کولو له لارې ترلاسه کیږي.

د نوموړي په وینا، د سیاسي احزابو همغږۍ بهیر اعلامیه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او نورو بشري اړتیاوو ته پر درناوي ټینګار کوي او افغان سیاستوالو ژمنه وکړه چې د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به په ګډه کار وکړي.

هغه وویل چې سیاسي انتخاب او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې غوره دي او حتا هغه کسان چې وسله وال مقاومت یې نه دی رد کړی، په خبرو اترو باور لري.

له اتمر څخه په مرکه کې وپوښتل شول چې ایا د مقاومت جبهې مبارزه به د خبرو اترو لاره تر پوښتنې لاندې نه راولي، هغه وویل چې دا به اغیز ونه کړي، خو پلانونه به د لومړیتوبونو پراساس تنظیم شي.

د اتمر په وینا، افغانان له اوسني وضعیت څخه ناراضه دي، د اوږدې مودې لپاره یې نشي زغملی او سیمه او نړۍ هم له مخ پر ډېرېدو بې ثباتۍ او د کډوالۍ مسالې په اړه اندېښمن دي.

اتمر زیاته کړه، چې په تیرو څلورو کلونو کې سیاسي خوځښتونه د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه خبرې کوي مګر دوی ته لومړیتوب نه دی ورکړل شوی.

هغه وویل چې د طالبانو ناتواني، سیمه ییزې اندېښنې او د افغانانو د روا غوښتنو د حل اړتیا هغه درې اصلي دلیلونه دي چې نوې انرژي رامینځته کوي او د افغانستان له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره یوه اغیزناکه سیاسي پروسه جوړوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې وسله والې ترهګریزې شبکې په سیمه کې فعالې دي او ځینې حکومتونه دا شبکې د خپلو موخو لپاره کاروي چې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک تاسې ته سولېدلې مهره هم وايي، اتمر وویل چې دا مهمه نه ده چې مهره مړه وي یا ژوندۍ خو اصلي پیغام دا دی چې که د افغانستان ستونزه حل نه شي، نو د سیمې او نړۍ ستونزه هم نشي حل کېدای.

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر، محمد یونس قانوني په ګډون یو شمیر سیاسي شخصیتونو نن په یوه انلاین غونډه او اعلامیه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د بین الافغاني سولې او خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهې په پنجشیر کې د طالبانو پر ځانګړي کنډک برید کې د ۱۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې په پنجشیر ولایت کې یې تېره شپه په یوه هدفمند او پیچلي برید کې د طالبانو یو مهم مرکز په نښه کړی. یادې جبهې ویلي، چې په دې عملیاتو کې یې د طالبانو د ځانګړي کنډک د رییس په ګډون ۱۷ غړي وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه عملیات د لیندي پر۱۷مه ماښام شاوخوا شپږ بجې په دوو پړاوونو کې ترسره شول.

د یادې جبهې په وینا، لومړی ځای پر ځای شوي ماینونه وچاودول شول او وروسته راکټي بریدونه وشول چې طالبانو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې ویلي، چې د طالبانو یاد مرکز د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ په منجستو کلي کې موقعیت درلود او د دې ډلې یو مهم ځای ګڼل کېده.

یادې جبهې ویلي، چې ددوی ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تراوسه ددغه برید په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

په بریتانیا کې یو افغان پر دوو ۱۴ کلنو نجونو د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د بکتاش سلطاني په نامه یو ۲۸ کلن افغان پناه غوښتونکی، چې په دوو جلا پېښو کې پر دوو ۱۴ کلنو نجونو په جنسي تېري او د جنسي ځورونې په یوه بله پېښه کې تورن پېژندل شوی، نن محکمې ته وړاندې کیږي. ویل کېږي نوموړي له دغو کم‌عمره نجونو سره د انټرنېټ له لارې اړيکې ټینګې کړې وې.

د برېټانیايي رسنیو د رپوټونو له مخې، دواړې کم‌عمره نجونې د روغتيايي ټیمونو تر پاملرنې لاندې دي او پولیس لا هم د پېښې ټول اړخونه څېړي.

د بولټون سيمې د پولیسو مشرې هلن کریچلي ويلي: « دا راپور ډېر اندېښمنوونکی دی او زموږ لومړيتوب په داسې سختو شرايطو کې د دې دوو نجونو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کول دي».

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په بریتانیا کې دوه کم‌عمره افغان پناه غوښتونکي پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور په اوږده بند محکوم شول.

په پناه غوښتونکو پورې د اړوندو جرمونو زياتوالي يو ځل بيا د بريتانيا پر لومړي وزير کي‌ير سټارمر فشار زيات کړی چې د «غيرقانوني» پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونيسي.

ژوب کې د افغان محلي پاڅون کوونکو پخوانی قوماندان وژل شوی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د محلي پاڅون کوونکو قوماندان قطب‌الدین پرون ماښام د بلوچستان په ژوب کې وژل شوی.

د سرچینو په وینا، قطب الدین، چې له سقوط وروسته پاکستان ته اوښتی و، د ژوب د کاکړو اړوند په موړمرغه سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو په خپل کور کې په نښه کړی دی.

نوموړی د پکتیکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان و.

پاکستاني چارواکو تراوسه د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د قطب الدین نږدې خپلوان وايي، چې نوموړي دا مهال هیڅ دنده نه درلوده او روښانه نه ده، چې د چا له خوا وژل شوی دی.

100%

یونسکو د افغانستان د بهزاد د ميناتورۍ سبک په نړیوالو میراثونو کې شامل کړ

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګ سازمان یا یونسکوپه هند کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د بهزاد د ميناتورۍ سبک د فرهنګي میراثونو په نړیوال نوملړ کې شامل کړی دی.

په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد همایون عزیزي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې نن په نوي ډیلي کې د یونسکو د ناپېژندل شویو فرهنګي میراثونو په شلمه غونډه کې د استاد بهزاد د میناتورۍ هنري مکتب د افغانستان په نوم د بشریت په نړیوالو میراثونو کې ثبت شو.

عزیزي چې په دې موخه یې د یونسکو سازمان په شلمه غونډه کې ګډون کړی و، زیاته کړه چې« له دوو کالونو راپه دې خوا مو دا هڅه پیل کړې وه او دا دی نن یې رنګ راوړ، دا ثبت یوه نړیواله پېژندنه ده چې نړۍ په رسمي ډول د افغانستان د هنر، رنګونو، داستانونو او کلتوري ریښو اهمیت مني».

هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل چې کمال‌الدین بهزاد د افغاني ټولنې یو ستر نابغه و او سلګونه کاله وړاندې یې داسې اثار پنځولي چې لا یې هم نړۍ په لیدلو حیرانېږي.

بهزاد د خپل قلم له لارې د افغان انسان ژوند، مهربانه څېرې، دودیزې جامې، ورځنۍ صحنې او رنګونه ژوندي کړي، داسې رنګونه چې خبرې کوي، کیسې کوي او زړه ته لاره مومي.

100%

سفیر عزیزي وویل، دا نړیواله پېژندنه یو څرګند پیغام لري چې افغانستان ژوندی دی، افغان هنر ژوندی دی اوهیڅ تیاره نه شي کولی د افغانستان د کلتور رڼا مړه کړي.

بهزاد د هرات د میناتورۍ د مکتب یو له خورا سترو او نوښتګرو هنرمندانو ګڼل کېږي.

د ده کارونه ډېری د هغه په خطي نسخو کې لیدل کیږي، چې د ترکیب‌بندۍ دقت، د رنګونو انډولیز استعمال او د انځورونو طبیعي رنګ پکې له ورایه برېښي.

د هنرپوهانو په باور، بهزاد د رښتیپالنې او د ټولنیزو فعالیتونو د انځورولو له لارې د دربارونو او عامو خلکو ژوند انځور کړی دی.

د طالبانو مخالفو ډلو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې خبرو اترو غوښتنه وکړه

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر او محمد یونس قانوني په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي احزابو د همغږۍ ایتلاف نن سې شنبه، لیندۍ ۱۸مه په یوه انلاین غونډه کې وویل چې موخه یې په افغانستان کې د اوسني بحران د حل لپاره د ګډ پلان وړاندې کول دي.

ددې سیاسي احزابو په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان کړکیچ باید د خبرو اترو او د افغانانو ترمنځ د تلپاتې تړون له لارې حل شي، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې او د امنیت شورا، د سیمې هیوادونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ څخه برخمن وي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې سیاسي تړون باید د تلپاتې سولې، ملي پخلاینې او د مشروع نظام د جوړولو ډاډ ورکړي.

دا هم ټینګار شوی چې د تړون شرایطو ته درناوی باید په افغانستان کې د هر حکومت د مشروعیت پیژندلو لپاره اصلي شرط وي او په خبرو اترو کې د ښځو او ځوان نسل رول باید تضمین شي.

په اعلامیه کې د یو مشروع نظام له لارې د ملي حاکمیت رامنځته کېدو او یوې جامع هوکړې ته د رسیدو او د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه شوې ده.

په اعلامیه کې د نوي اساسي قانون د مسودې جوړولو، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د بهرنیو سیالیو په ډګر د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي غوښتنه هم شوې ده.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ملي حاکمیت بیا رغونې، د بین الافغاني خبرو اترو له لارې د بحران د حل او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایی.

د اعلامیې په پای کې له ملګرو ملتونو څخه هم غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ په سیاسي پروسه کې د افغان سیاسي او مدني ټولنې ګډون ته زمینه برابره کړی.

ددې سیاسي بهیر رامنځته کېدو په اړه تر اوسه په افغانستان کې واکمنې ډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی.